Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

د معلولينو لوبډله کرکټ بورډ پر نه همکارۍ تورنوي

د معلولينو لوبډله کرکټ بورډ پر نه همکارۍ تورنوي

By
On
Nov 27, 2017 - 16:39

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د معلولينو ملي کرکټ لوبډلې يو شمېر لوبغاړي له کرکټ بورډ څخه د پرېکون تر څنګ دغه اداره پر نه همکارۍ تورنوي.

دوى وايي چې د معلولينو د کرکټ ملي لوبـډلې ١٢ لوبغاړي له تېرو څو ورځو راهيسې له کرکټ بورډ سره پرېکون اعلان کړى دى.

له دغو ١٢ لوبغاړو څخه يې اوه تنه د ليندۍ په ٦مه په کابل کې د يوې خبري کنفرانس پر مهال کرکټ بورډ پر نه همکارۍ، ورته داسانتياوو ، روزنيز کمپونو او نړيوالو سياليو پر نه برابرولوتورن کړ.

د دغو لوبغاړو په استازيتوب شيرين اغا خبريالانو ته وويل چې پنځه نور لوبغاړي د شخصي بوختياوو او د ښوونځيو د ازموينو له امله نن دلته نه دي راغلي.

هغه زياته کړه: ((د کرکـټ بورډ په دروازه کې زموږ سپکاوى کېږي، هلته په ټوله اداره کې موږ په ښه نظر نه کتل کېږي، په دروازه کې څو ځلې تلاشي کېږو.))

شېرين اغا وويل چې  د کرکټ بورډ اداره د معلولينو لوبډلې لپاره د تمريناتو اسانتيا، روزنيز کمپونه او بهرنو سفرونو لپاره هېڅ اقدامات نه دي کړي.

دوى د معلولينو د لوبـډلې د پخواني مدير له عبدالمنان مسعود څخه مننه وکړه چې دوى لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او ورته يې ډېر امکانات برابر کړي وو.

د هغه په وينا، عبدالمنان مسعود هم د شاوخوا ٢٠ نورو کارکوونکو سره له  کرکټ بورډ سره پرېکون اعلان کړی، اوس د معلولينو لوبډلې څوک هېڅ ډول همکاري نه کوي.

د عبدالله لېوال په نامه د معلولينو د لوبډلې بل لوبغاړي خبري کانفرانس ته وويل، کله چې دوى له کرکټ بورډ څخه پرېکون اعلان کړ، نو هغوى داسې لوبغاړي راوستل چې تر اوسه يې کورني کرکټ هم نه دى کړى.

د هغه په وينا، اوس يې دغو نويو لوبغاړو ته د ملي لوبډلې په نوم روزنيز کمپ جوړ کړى دى.

ده زياته کړه: ((کرکټ بورډ موږ سره د يو کال قرارداد کړى، خو له تېرو څلورو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي راکړي او نه يې راته کارتونه جوړ کړي دي.))

شېرين اغا وويل، دا چې په ٢٠١٨ زېږديز کال کې هېڅ بهرنى سفر نشته، نو نويو لوبغاړو لپاره روزنيز کمپ ولې جوړ کړى دى.

او دوی وایي چې زموږ د پرېکون له امله په هندوستان کې ایشیا کپ هم وځنډېد.

هغوى غوښتنه وکړه چې دوى ته بايد د نورو لوبغاړو په توګه وکتل شي، ورته روزنيز کمپونه جوړ شوي او په نورو هېوادونو کې ورته لوبې برابرې شي.

د زبیر ځدران په نامه د معلولينو د لوبډلې بل لوبغاړي وويل، تر هغې به يې پرېکون روان وي چې د کرکټ اوسنى مشرتابه له دندې لرې شوى نه وي.

هغه وايي چې له کرکټ بورډ ادارې سره يې غوښتنې او ستونزې شريکې کړې دي، خو هغوى تر اوسه کوم اقدام نه دى کړى.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کرکټ بورډ نظر واخلي، خو د دې ادارې وياند فريد هوتک سره د بار بار اړيکو نيولو سره سره هغه ټيلېفون وانه خيست.

د يادونې ده، شاوخوا درې مياشتې مخکې د يو شمېر منېجرانو په ګډون د کرکټ بورډ تر ٢٠ زيات مامورينو له ادارې سره پرېکون اعلان کړى دى.

څو ورځې مخکې د کرکټ بورډ مخې ته په دې اداره کې د فساد پر ضد يوه اعتراضه خېمه هم د رول شوې وه.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update