د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سپين بولدک ډله ييز بريد د ٤ ځانمرګو او يوه پوليس په وژل کېدو پاى ته ورسېد

د سپين بولدک ډله ييز بريد د ٤ ځانمرګو او يوه پوليس په وژل کېدو پاى ته ورسېد

Oct 21, 2015 - 21:19

کندهار (پژواک، ۲۹ تله ۹۴ ) : د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو ډله ييز بريد پاى ته رسېدلى چې په ترځ کې یې ٤ تنه ځانمرګي او يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

 

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک دتلې په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې يو تن ځانمرګى بريد کوونکى چې پر موټر سايکل سپور و، خپل ځان يې د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليس د کمېسارۍ له دروازې سره ځان ته چاودنه ورکړه.

 

هغه زياته کړه، له چاودنې وروسته درې نور بريد کوونکي چې وسلې او چاودېدونکي توکي ورسره وو، ودانۍ ته ننوتل او له پوليسو سره په جګړه کې ښکېل شول.

 

دى وايي، د شاوخوا دوه ساعته جګړې وروسته درې واړه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او بريد پاى ته رسېدلى دى.

 

د ده په خبره، په دغه بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلى دى.

د يادې شوې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرحدي پوليسو کمېسارۍ ته څو تنه ځانمرګي بريد کوونکي ننوتلي او د جګړې په پايله کې يې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement