د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د بهسودو د وژل شوې کورنۍ قضیه خپله تعقیبوي

ولسمشر غني د بهسودو د وژل شوې کورنۍ قضیه خپله تعقیبوي

Jan 13, 2016 - 18:51

کابل (پژواک ٢٣ مرغومى ٩٤): ولسمشر غني وايي، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د وژلو قضيه په خپله تعقيبوي او راتلونکې اونۍ به يې په اړه علني قضايي جلسه جوړه شي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني ياده پېښه په خپله تعقیبوي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، یاده قضیه د بهسودو ولسوالۍ په ابتدائیه محکمه کې په دوران کې ده او د روان کال د مرغومي په ۲۷مه د یکشنبې په ورځ به یې د ننګرهار  په ښاري محکمه کې په علني توګه قضایي جلسه جوړه شي.

ولسمشر پر دې په ټینګار سره چې  په یاده قضیه کې هېڅ ډول بې غوري د منلو وړ نه ده، د هېواد له ټولو عدلي او قضایي بنسټونو غوښتي دي چې د ټولو مشابه جنایتونو او ټولو قضایاوو د عاملینو د عادلانه محاکمې  او د مجازاتو په تطبیق کې جدي اقدام وکړي.

د تېرې لېندۍ مياشتې په ٢٣مه د عمراخان په نوم يو تن د بهسودو ولسوالۍ په قلعه ميرزا سيمه کې د يوې کورنۍ اته غړي د هغوى په خپل کور په مرموز ډول وژلي وو.

د ننګرهار والي ويلي وو چې د يادې پېښې عامل نيول شوى او د وژل شوې کورنۍ د مشر "يوسف" ناسکه وراره دی.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement