د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کاپيسا کې د چاودنې له امله ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپيان شول

په کاپيسا کې د چاودنې له امله ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپيان شول

Sep 26, 2016 - 11:22

محمود راقي (پژواک، ٥ تله ٩٥): په کاپيسا ولايت کې ديوې چاودنې له امله ١١ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني  د تلې په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار  د دوهم کوهستان ولسوالۍ د جمال اغې په سيمه کې شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې پنځه تنه دوکانداران ټپي شوي ، چې د پوليسو لخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د جمال اغې د سيمې يو تن اوسېدونکي عبدالحي پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د سهار په شاوخوا اتو  بجو د بازار په مينځ کې  وشوه.

د نوموړي په وينا، د چاودنې له امله ١١ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

دى وايي، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

عبدالحي وويل، چې تر چاودنې وروسته له بازارڅخه خلک وتښتېدل او لاره هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې پوليسو د چاودنې په اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه يې په تور څوک نه دى نيول شوى.

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

په دې وروستيو کې په کاپيسا کې امنيتي وضعيت يو څه ښه شوی ، خو د ماين چاودنې پېښې پکې رامنځته کېږي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement