د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند والي دغه ولايت ته د طالبانو د کوېټې شورا د رالېږدېدو خبر رد کړ

د هلمند والي دغه ولايت ته د طالبانو د کوېټې شورا د رالېږدېدو خبر رد کړ

Nov 27, 2016 - 18:36

لښکرګاه- کابل  (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٥): د هلمند والي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې وسله والو طالبانو د کوېټې شورا هلمند ته لېږدولې، خو زياتوي، بهرني استخبارات له ډېرې مودې راهيسې د دغه کار هڅې کوي.

پرون امريکايي اژانس اى پي د ځينو سرچينو په حواله خبر ورکړى و چې د پاکستان تر پوځي عملياتو وروسته افغان طالبان ښايي بېرته خپلو سيمو  هلمند ولايت ته ستانه شوي وي او له افغان دولت سره جګړې ته چمتووالی نيسي.

د افغانستان دولت وايي چې په ٢٠٠١ زېـږديز کال د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د طالبانو مرکزي شورا او  مشران په پېښور او کوېټه کې مېشت شوي او هلته پټنځايونه لري.

د هلمند والي حيات الله حيات د ليندۍ په ٧مه په يوه خبري غونډه کې دغه ولايت ته د طالبانو د کوېټې شورا د رهبرۍ لېږدول رد کړل.

هغه زياته کړه، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په پوره مېړانه د خپلې خاورې او ولسونو ساتلو لپاره قرباني ورکړه او د لښکرګاه ښار سقوط او هلمند ته د کوېټې شورا انتقال لپاره يې د دښمن ټول شوم پلانونه ناکام کړل.

د هلمند والي وايي، طالبان غواړي د بهرنيو استخباراتو په همکارۍ د دروغجنو اوازو په خپرولو خپل هغه شرم خوندي کړي چې دوی د هلمند سقوط او دغه ولايت ته د کوېټې شورا لېږدولو لپاره جګړو کې ناکام شول.

حيات وويل چې د  لښکرګاه ښار امنيتي خونديتوب لپاره د «قهر ميوند» عمليات په برياليتوب سره ترسره شول او په ترڅ کې يې مخالفينو ته درانه تلفات واوښتل.

والي زياتوي، ډېر ژر به د تصفيوي عملياتو په ترڅ کې يو شمېر ولسواليو کې د وسله والو ځپلو لپاره عمليات ترسره شي.

د هغه په وينا، تېره شپه امنيتي ځواکونو په سنګين ولسوالۍ کې ۷ وسله وال مخالفين وژلي دي.

حيات وويل چې د وژل شوي په ډله کې دوه طالب قوماندانان هم شامل دي او امنيتي ځواکونو د مخالفینو ۱۲ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

بلخوا نن په مشرانو جرګه کې هم ځينو وکيلانو هلمند ولايت ته د طالبانو د مرکزي شورا پر لېږدولو اندېښنه وښوده او له حکومت څخه يې په دې اړه د سپيناوي غوښتنه وکړه.

د کندهار د خلکو سناتور رحمت الله اڅکزي وويل چې امنيتي او استخباراتي ادارې بايد په دې اړه معلومات شريک کړي چې دا شورا کله او څه ډول هلمند ته انتقال شوې ده.

دى وايي که چېرې دغه کار د پاکستان په خوښه شوى وي او افغان حکومت ترې بې خبره وي، نو د افغان ولس په ګټه نه دى او که د سولې پروسې لپاره شوى وي، نو افغانان تر ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې بل غړي نثار حارس بيا له ملي دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو وغوښتل چې په دې اړه له دوى سره معلومات شريک کړي.

د بازمحمد زرمتي په نوم بل سناتور وويل، حکومت هغه اوازې رد کړې وې چې ګواکې په چورلکو کې وسله وال هلمند ته راوړل شوي، خو دا دى اوس رښتيا شوې.

د مشرانو جرګې نورو غړو هم په دې اړه بېلا بېل نظرونه درلودل او له حکومت څخه يې وغوشتل، چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال انجنير حسيب الله کليمزي چې د جرګې مشري يې کوله، په بېلابېلو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو ځاى پر ځاى کېدل د اندېښنې وړ وبلل.

هغه له حکومت څخه وغوښتل، کوم شيان چې تر پردې شا ته روان دي، بايد ولس ته يې روښانه کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement