د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ستانکزی: د مشرانو تر منځ اختلافاتو جګړه د دښمن د ګټې پر لور بيولې

ستانکزی: د مشرانو تر منځ اختلافاتو جګړه د دښمن د ګټې پر لور بيولې

Dec 28, 2016 - 12:27

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٥): د افغانستان د ملي امنيت رييس، په سيمه کې د ځوان نسل په منځ کې د بنسټپالنې ذهنيت او د جګړې بڼې پر بدلون د ټينګار تر څنګ ويلي چې د روانې جګړې يوه ستره برخه په خپله د افغانانو له لوري د دښمن په ګټه پاى ته رسېږي.

د ملي امنيت عمومي رييس محمد معصوم ستانکزي، د کورنيو چارو وزير ډګر جنرال تاج محمد جاهد او د ملي دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي نن مشرانو جرګې ته د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ملي امنيت مشر وويل: "له بده مرغه په رواني جګړه کې ناکام وو، د جګړې يوه برخه په خپله موږ د دښمن په ګټه ترسره کوو، د مشرانو تر منځ اختلافونه او سيالۍ د دې لامل شوې، څو په خپله خپل سياسي نظام کمزورى کړو."

نوموړي په روانه جګړه کې د عالمانو او مشرانو رول ډېر مهم وباله او زياته يې کړه: "تر څو چې د جګړې انګېزه بدلون ونه مومي، ځکه اوسنۍ جګړه د بېلابېلو متضادو ګټو جګړه ده، موږ يې قرباني کېږو."

نوموړي دغه راز د جګړې بڼې پر بدلون ټينګار وکړ او ويې ويل چې د جګړې د بڼې پر بدلون کار روان دى خو نوموړي په دې اړه نور جزيات وړاندې نه کړل.

نوموړي د هغو ادعاوو د توطيو بللو تر څنګ چې ګني حکومت د هېواد شمال ته مخي پټي وسله وال کسان لېږدولي، وويل: "د سيمې يو شمېر هېوادونه زموږ او ستاسو د څرګندونو پر بنسټ، د خپلو ګټو لپاره چمتو شوي څو له طالبانو ملاتړ وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې روسيې په افغانستان کې د داعش ډلې له موجوديته اندېښنه څرګنده کړې او نن په مسکو کې د افغان چارواکو له ګډون پرته د افغانستان په اړه د چين، روسيې او پاکستان استازو تر منځ غونډه ترسره شوې ده.

ستانکزي وويل: "نن د افغانستان وسله وال ځواک يوازې د طالب پر وړاندې جګړه نه کوي، بلکې طالب د هغو بهرنيو ترهګرو لپاره يوه وسيله شوې چې په افغانستان کې جګړه کوي، که طالب نه وي، ايا دا امکان لري چې ايغوريان دې راشي او په بدخشان کې دې ځاى پر ځاى شي، يو څوک حتماً شته چې دوى يې ځاى پر ځاى کړي دي."

هغه زياته کړه: "د نړۍ نړيوالې ترهګريزې شبکې له ځان سره پراخ امکانات لري، له القاعدې نيولې تر نورو ډلو پورې، دوى هم د يو شمېر هېوادونو له استخباراتي کړيو او هم د دغو ترهګريزو ډلو له داخلي سرچينو تمويلېږي او هم داسې تبليغات ترسره کېږي چې په سيمه کې د ځوان نسل تر منځ د بنسټپالنې ذهنيت ته زمينه برابروي، تر څو چې دغه ذهنيت له منځه ولاړ نه شي او بدلون ونه مومي، دا به ستونزمنه وي چې موږ دا لوبه وګټو."

د ملي امنيت عمومي رييس د خپلو خبرو په دوام وويل: "امنيتي ځواکونه هر څه نه شي کولى، يوې ملي پياوړې اجماع ته اړتيا ده، څو د افغانستان جګړه وګټو، کوم بل څه چې نه موږ او نه هم تاسو پلي کړي، د قانون حاکميت دى، که چېرې غواړو چې وطن جوړ کړو او افغانستان د عدالت پر لور بوځو او هره کاميابه ستراتيژي په کې پلې شي، نو قانون بايد پر ټولو يو شان عملي شي."

نوموړى که څه هم د افغانستان د ملي امنيت امکانات د نورې نړۍ د استخباراتي ادارو د امکاناتو په پرتله ډېر کم بولي، خو وايي چې په يادو کمزورو امکاناتو سره دغه اداره بيا هم د دې وړتيا لري، څو له هر ډول خوځښتونو معلومات ترلاسه کړي.

د ملي امنيت مشر له يو شمېر امنيتي پېښو د رامنځته کېدو کمزوري مني، خو وايي چې په هېڅ هېواد کې هم سل په سله د ټولو امنيتي پېښو مخنيوى نه شي کېدلى او وړتيا يې هم نه لري.

هغه وايي چې ملي امنيت د ولسي جرګې غړي ميرولي پر کور د بريد پلان کشف کړى و او پر دې پوه و چې دغه پلان د پاکستان په چمن کې د مولوي احمد په مدرسه کې پلان شوى، خو ياد رياست په وروستيو پړاوونو کې د پېښو تر رامنځته کېدو پورې کوم معلومات په لاس کې نه لرل.

هغه وويل، د ترهګريزو او ځانمرګو بريدګرو د اسانتيا برابروونکو ته بايد سزا ورکړل شي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: "په دغو پېښو کې همېشه سطحي قضاوت شوى، تر دې چې په محکمو کې په دې اړه پر اسانتياوو رامنځته کوونکو غور وشي."

دغه راز د هېواد د ملي دفاع وزير هم وويل چې افغانان سږ کال د ازموينې په حال کې دي چې په دې موده کې وسله والو مخالفينو ٨ ځلې کوښښ وکړ، څو د هېواد يو شمېر ولايتونو تر خپلې ولکې لاندې راولي.

هغه زياته کړه: "اوسمهال د افغانستان وسله وال ځواک له کورني او بهرني دښمن سره مخ دی، روان کال د دښمن د ناکامۍ کال و چې په دغه کال کې دښمن هېڅ ډول لاسته راوړنه نه درلوده."

د ملي دفاع وزير، د هلمند له مارجې ولسوالۍ څخه د امنيتي ځواکونو د وتلو او وسله والو طالبانو ته د يادې ولسوالۍ له پرېښودو څخه د اندېښنو په اړه وويل: "له مارجې ولسوالۍ هېڅ سرتېرى هم نه دى وتلى، رسنۍ په دې برخه کې يو ګام پورته تللې او څوک چې دغه کار کوي بايد محاکمه شي، ايا رسنۍ بهرني جاسوسان دي، چې دا ډول ناسم راپورونه خپروي."

هغه زياته کړه: "د مارجې تخليه د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د دښمن رواني جګړه ده او له داخله بايد د امنيتي ځواکونو پر وړاندې څوک په دې جګړه کې ونډه وانه خلي."

د ملي دفاع وزير څرګنده کړه، د ملي دفاع وزارت په پام کې لري چې په يوه څلور کلن پروګرام کې په هوايي، ځانګړو ځواکونو، ځمکنيو ځواکونو او نورو برخو کې ملي ځواک لا پسې غښتلى کړي.

هغه زياته کړه: "يوه افغانۍ فساد مې هم نه دى کړى او بل چا ته هم په قراردادونو کې فساد ته اجازه نه ورکوم، کله چې په خپله فساد ونه کړم، نور هم رانه فساد نه شي کولى، که چېرې مې په يوه مورد کې هم د پيسو په بدل کې څوک پر دنده ګومارلي وي او اسناد ولرئ نو اعدام ته حاضر يم."

د هېواد د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد وويل، په تېرو نهو مياشتو کې دښمن هوډ درلود، څو يو شمېر ولسوالۍ ونيسي، لويې لارې وتړي او خپلې اډې رامنځته کړي، خو له نېکه مرغه دوى خپلو شومو موخو ته ونه رسېدل.

د نوموړي په وينا، اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر هر نوم لاندې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه عمليات روان دي او وضعيت د افغان دولت په کنټرول کې دى.

نوموړي يادونه وکړه، يو شمېر هغه قوماندانان چې د مديريت پر کمزوري، بې پروايي او فساد تورن و، له دندو ګوښه، بدل او يا هم څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې ياد وزارت د لويو لارو او ولسواليو تر منځ د لارو امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکوي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement