د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کارپوهانو د کابل ښار د اوبو پر کمښت او ککړتيا اندېښنه څرګنده کړه

کارپوهانو د کابل ښار د اوبو پر کمښت او ککړتيا اندېښنه څرګنده کړه

Dec 29, 2016 - 18:25

کابل (پژواک،٩مرغومى ٩٥): کارپوهان، په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو ککړوالى او کمښت د اندېښنې وړ بولي او له دولت غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

کارپوهانو، دا څرګندونې د " دکابل اوبوسرچينو څېړنه، ننګونې او حل لارې" تر نوم لاندې په يوه سيمينار کې چې د "راه نو" ټولنې له لوري د ګوهرشاد د لوړو زده کړوموسسې په همکارۍ ترسره شوى و، وکړې.

دوى وويل، چې د تېرو شلو کلونو په موده کې کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ٢٢ متره کښته شوې، چې ٤١ سلنه اوبه يې ککړې شوې چې دا کار بيا د کابل ښاريانو د ژوند لپاره يو ستر ګواښ دى.

د کابل د پولتخنيک پوهنتون استاد او د ځمکې لاندې اوبو متخصص پوهنيار عبدالکريم زرياب، د يادو شمېرو د يادونې ترڅنګ وويل، چې د ناولو اوبو د تخليې سيستم، ښاري کانالېزاسيون او د انساني جامدو فاضله موادو د سيستم نشتون، د غيرمعياري سپتيک څاګانو جوړول، د باران او واورو اوبو او د بدرفت اوبو يوځاى والى، د ځمکې لاندې اوبو څخه ډېره ګټه پورته کول، کرنيزو ځمکو کې د کيمياوي سرې کارول او د غيرمعياري لوړپوړو ودانيو جوړول؛ د ځمکې لاندې اوبو د کمښت او ککړتيا لامل شوي دي.

د پوهنتون استاد او د چاپېريال د چارو کارپوه محمد ميرزايي هم په ياد سيمينارکې وويل چې کابل ښار کې د خلکو زياتوالى او د ځمکې لاندې اوبو په نه مديريت، د دې لامل شوي چې تېر يوه کال کې، د کابل ښار د اوبو کچه په بېسارې توګه راټيټه شي.

نوموړي وويل چې د يوه کال په موده کې، ددې ښار د اوبو کچه اته متره راټيټه شوې ده.

نوموړي د اوبو مخ په زياتېدونکې کچې د کمښت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل،  که د ځمکې لاندې اوبو د مديريت په اړه سالم پروګرامونه په پام کې ونه نيول شي، نو يو کال وروسته به د کابل ښار د اوبيزو سرچينو په برخه کې غميزه رامنځته شي.

همداراز هغه وويل، که د ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته نه شي،نو په نږدې راتلونکې کې به د کابل ښار اوبه د څښلو وړ نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاريان په ښار کې د خاورو،دوړو او لوګيو له موجوديت هم سر ټکوي او له  حکومت يې څو ځلې د يادې ستونزې د هواري غوښتنه کړې؛ ځکه د اوبو او هوا ککړتيا د ناروغيو د خپرېدو لامل کېږي.

کارپوهانو په دغه ناسته کې وويل چې د ځمکې لاندې  او  د ځمکې پرمخ د اوبېزو سرچينو څخه په مناسبه اندازه ګټه اخيستل، د ناولو اوبو تخليه کول، د ښاري کانالېزاسيون د سيسټم تنظيمول، ښارکې د جامدو فاضله موادو د تخليې سيستم اواړونده سکتورونو ترمنځ د همغږۍ او انسجام مديريت رامنځ ته کول، د اوبو د کمښت او ککړتيا د ستونزو يوازېنۍ حل لارې بللى شو.

دولتي چارواکو په دغه سيمينارکې ګډون نه درلود، خو د هېواد چاپېريال ساتنې ادارې هم ګواښ کړى دى که دولت د کابل او نورو ښارونو د ناولواوبو د تخليې په اړه ګام پورته نه کړي، تر راتلونکو پنځو کلنو پورې به لويو ښارونو په ځانګړې توګه د هېواد پلازمينې کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبه ککړې شي.

چارواکو هم ويلي، چې دمګړۍ، دکابل ښار ٤٠ سلنه اوبه غيرصحي دي.

کابل ښار، د شاوخوا څلور ميليونه وګړو په درلودو سره د افغانستان د هغوو ښارونو له ډلې څخه دى چې اوسېدونکي يې په بشپړه توګه پاکو اوبه ته لاسرسى نه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement