د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار والي د درملنې په موخه المان ته لېږل کيږي

د کندهار والي د درملنې په موخه المان ته لېږل کيږي

Jan 12, 2017 - 13:59

کندهار (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٥): د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي به راتلونکو ورځو کې د ښې درملنې په موخه المان ته ولېږدول شي.

وړمه شپه د کندهار ولايت مقام په مېلمستون کې په داسې حال چې د عربي اماراتو سفير ، نور ديپلوماټان او د کندهار ځايي چارواکو  شتون درلود، چاودنې وشوې.

په دې چاودنو کې والي همايون عزيزي او د اماراتو سفير له ١٦ نورو کسانو سره ټپيان او ١١ تنه نور ووژل شول چې په وژل شوو کې پنځه د اماراتو ديپلوماټان او د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي هم شامل وو.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د مرغومي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د والي همايون عزيزي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

خو هغه زياته کړه چې د مخ په برخه کې سوځېدلى او غاښونه يې ستونزې لري، ځکه ډاکټرانو له خبرو بند کړى دى.

د نوموړي په وينا، د هغه د راتلونکې درملنې په موخه به ډاکټران پرېکړه وکړي.

بلخوا دافغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پژواک اژانس ته وويل  چې د کندهار والي ليکل کولى شي اوکله کله له ګرځنده ټېلېفون څخه هم استفاده کوي.

د هغه په وينا، عزيزي به تر راتلونکو دوو ورځو پورې د  ښې درملنې په موخه  په المان کې د ناټو ځواکونو پوځي روغتون ته ولېږدول شي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement