د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تېره مياشت افغانستان کې نږدې ١٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره مياشت افغانستان کې نږدې ١٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Feb 05, 2017 - 11:08

کابل (پژواک ١٧ سلواغه  ٩٥): په افغانستان کې تېره مياشت په ١٣٧ بريدونو کې نږدې ١٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر ته په پام تېره مياشت د وړمې په پرتله وسله وال بريدونه لس سلنه خو مرګ ژوبله ١٧ سلنه لوړه شوې ده.

د روان ميلادي کال په لومړۍ (جنوري) مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې ياد بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه  په ٢٤ ولايتونو کې تر سره شوې دي.

د يادو بريدونو له هرو نږدې دوو ټپيانو او وژل شوو يو يې د ښکېلو غاړو په مخامخ جګړو کې او د پاتې مرګ ژوبلې له هرو سلو تنو ١٥ په هوايي بريدونو، ١٣ په ځانمرګو  بريدونو، ١١ په چاودنو،  لس په هدفي بريدونو او يو تن د سړک غاړې ماين په چاودنو کې وژل شوي او ټپيان دي.

د دغو بريدونو او نښتو له هرو ٧ څخه درې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو (طالبانو او داعش) تر منځ مخامخ وسله والې نښتې دي .

 

له پاتې نورو بريدونو څخه ٤٠ د هدفي وژنو، ٢١ بېلابېل ډول چاودنې، ١٤ هوايي بريدونه، څلور ځانمرګي بريدونه او دوه پر سړک د ځاى پر ځاى شوو ماينونو چاودنې دي.

د دغو بريدونو نيمايي په هلمند، ننګرهار، فارياب، زابل، او بدخشان ولايتونو او پاتې په ١٩ نورو ولايتونو کې ترسره شوي، خو پژواک تېره مياشت له ميدان وردګو، پنجشير، باميانو، دايکنډي، پکتيا، غور، نورستان، کونړ، لغمان او بادغيس ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

وړمه (د ٢٠١٦ کال ډسمبر مياشت) په بغلان، باميان، دايکنډي، غور، کاپيسا، خوست، ميدان وردګ، نيمروز، پکتيا، پنجشېر، سمنګان او تخار ولايتونو کې بريدونه نه و شوي.

تېره مياشت د يادو بريدونو تر ټولو ډېر ( ١٨ بريدونه) په هلمند او ١٥ بريدونه په ننګرهار کې شوي او تر ټولو لږ (يو يو بريد) په خوست، پروان او سمنګانو ولايتونو کې شوي دي.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په يادو ١٣٧ بريدونو کې ټول ٧٠٤ تنه  وژل شوي او ٥٦٣ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک يې شونى نه دى.

تر ټولو ډېر بريدونه (١٠)  د تېرې مياشتې په دويمه او ١٤مه تر سره شوي، خو تر ټولو ډېرو کسانو (٢٣١تنو ته ) د دې مياشتې په لسمه اوښتې ده.

د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې شپږمه برخه په هلمند ولايت کې ده او ورپسې تر نورو ولايتونو ډېره مرګ ژوبله په کابل، زابل او کندهار ولايتونو کې اوښتې ده.

تېره مياشت د مرکزي زون په پنځو، د ختيځ زون په درېيو، د لوېديځ په يوه او د سوېل ختيځ زون هم په يوه ولايت کې بريدونه نه دي شوي او مرګ ژوبله هم په کې نه ده اوښتې.

 د بريدونو او مرګ ژوبلې د ډېروالي لاملونه

د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي چې د تېر ميلادي کال په وروستيو پنځو مياشتو کې  په منځنۍ کچه هره ورځ نږدې ٧٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې څه باندې درېيمه برخه په اکتوبر کې ده؛ خو له هغې وروسته د وړمې مياشتې تر پايه د بريدونو او مرګ ژوبلې کچه راټيټه شوې ده.

د راپور له مخې، چارواکو او د چارو شنونکو د تېرو کلونو جګړو ته په پام ويلي و چې د هوا په سړېدو سره، ورځ تر بلې په هېواد کې جګړې او ناامنۍ کمېيږي، خو د هوا په ګرمېدو سره بيا زور اخلي.

خو په دې اړه چې ولې تېره مياشت د وړمې په پرتله بريدونه او مرګ ژوبله ډېره شوې، د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال زلمى وردک وايي، وړم او تېر کال هم د دولت وسله والو مخالفينو په ژمي کې عمليات درلودل، خو د سږ کال په څېر ډېر نه وو.

هغه وايي:" وسله والو مخالفينو د دوو لاملونو له وجې خپل جګړييز تکيتک ته بدلون ورکړى؛ يو دا چې ډېر بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او افغان امنيتي ځواکونه دومره نه دي پياوړي نسبت بهرنيانو ته، او دويم دا چې د ملي يوالي حکومت په د ننه کې شته اختلافات د دې لامل شوي چې په ژمي کې وسله وال مخالفين په هغو ولايتونو کې چې جګړييز موسم په کې مساعد وي، جګړو ته دوام ورکړي."

هغه تېره مياشت د مرګ ژوبلې د ډېروالي په اړه وويل :" دا يوه معمول خبره ده کله چې بريدونه ډېر وي نو د ملکي وګړو په ګډون د ښکېلو غاړو مرګ ژوبله هم ډېره وي."

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش په دې اړه وايي :"په سږني ژمي کې وسله والو مخالفينو د يو شمېر بهرنيو استخباراتي کړيو په ملاتړ تر يوه بريده د جګړې ډګر ګرم ساتلی، خو هر چېرې چې دښمن سر پورته کړی د افغان امنيتي ځواکونو له لوري ځپل شوي دي."

خو دى وايي چې تېره مياشت د وړمې په پرتله؛ ځکه بريدونه ډېر وو چې افغان امنيتي  ځواکونو عمليات پيل کړي  او دا مهال د ملي دفاع وزارت له خوا د هېواد په لسو ولايتونو کې پلان شوي عمليات روان دي.

هغه زياتوي : "په هغو سيمو کې چې هلته د دښمن تحرکات ليدل کېږي، تصفيوي عمليات پيل شوي؛ تر څو په روان ژمي کې مخالفين وځپل شي، د دوی د ښوونې، روزنې، سوق او ادارې مرکزونه له منځه يوړل شي او راتلونکى کال د جګړې توان ونه لري."

خو رادمنش وايي، کله چې افغان ځواکونه عمليات کوي، د دولت وسله وال مخالفين هم غبرګون ښيي او کله کله نا کله  پر سړک ماينونه ږدي او  وسله وال او ځانمرګي بريدونه کوي.

جګړه بنده کړئ!

دا د جګړو ځپلو افغانان غږ دى.

فضل الباري شمسي، د کندهار د وژل شوي مرستيال والي عبدالعلي شمسي  ورور يو له يادو کسانو دى.

عبدالعلي شمسي د تېرې ( جنوري ) مياشتې په لسمه د کندهار والي په مېلمستون کې د چاودنې له امله ووژل شو.  

فضل الباري شمسي وايي :" دغې پېښې وښوده چې د روانې جګړې او ترهګرۍ له امله د هېچا ژوند خوندي نه دى."

هغه له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې نور جګړه بس کړي، پلرونه دې نه وژني، د هغوی اولادونه دې نه يتيمانوي او د هغوی کورنۍ دې نه بې سرپرسته کوي.

 دى وايي، تر څو چې جګړه درېدلې نه وي او د دواړو لورو تر منځ سوله نه وې شوي، د خلکو د ژوند خونديتوب ممکن نه دي.

دغه راز د ننګرهار د غني خيلو ولسوالۍ اوسېدونکى اختر محمد چې  د مرغومي په ۲۶مه يې د ځانګړو افغان ځواکونو په شپنيو عملياتو کې د کورنۍ شپږ غړي ووژل شول او درې نور ټپيان شول، هم د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د سولې او تفاهم لار خپله کړي، له جګړو لاس واخلي او نور دې د ماشومانو پلرونه او د پلرونو زامن  نه وژني.

ده هم پر ښکېلو لوريو غږ وکړ چې د عملياتو پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement