د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Mar 05, 2017 - 12:51

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٥): افغانستان کې تېره مياشت په ١٣٩ بريدونو کې څه باندې ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر ته په پام تېره مياشت د وړمې په پرتله د بريدونو په شمېر کې ډېر بدلون نه دى راغلى، خو مرګ ژوبله ١٤ سلنه لوړه شوې ده.

د جګړو له امله د مرګ ژوبلې په اړه د پژواک مياشتنيو راپورونو ته په پام، په سږني ژمي کې هسې چې تمه يې کېده جګړې کمې نه شوې او له ډېرو افغانانو يې ژوند واخيست.

د روان ميلادي کال په فبرورۍ مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي ورځني خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٥ ولايتونو کې شوي دي.

د يادو بريدونو نيمايي مرګ ژوبله په مخامخ نښتو کې اوښتې او د پاتې مرګ ژوبلې له هرو سلو تنو ۲۶ ته په هوايي، اتو ته په هدفي، ٧ ته په ځانمرګو بریدونو، ٧ نورو ته په بېلابېلو چاودنو او دوو ته د سړک غاړې د ماين په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فبرورۍ په بريدونو کې ٥٣ د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو (طالبانو او داعش) تر منځ مخامخ نښتې، ٣٥ هدفي وژنې، ٣٠ هوايي، ١٢ بېلابېلې چاودنې، پنځه پر سړک د خښ شوو ماينونو او څلور ځانمرګي بريدونه شامل دي.

د دغو بريدونو نږدې نيمايي په ننګرهار، فارياب او هلمند ولايتونو او پاتې نور په ٢٢ نورو ولايتونو کې ترسره شوي.

تېره مياشت تر ټولو ډېر (٤٠ بريدونه) په ننګرهار، ١٤ په فارياب او ١٣ په هلمند کې شوي او تر ټولو لږ (يو، يو بريد) په بلخ، باميان، لوګر، سمنګان او زابل ولايتونو کې شوي دي.

پژواک تېره مياشت له پنجشېر، دايکنډي، ميدان وردګو، غور، نيمروز، نورستان، پروان، سرپل او بادغيس ولايتونو د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

وړمه ( جنوري) مياشت تر ټولو ډېر بريدونه په هلمند، ننګرهار، فارياب، زابل، او بدخشان ولايتونو کې شوي وو او پژواک له ميدان وردګو، پنجشېر، باميانو، دايکنډي، پکتيا، غور، نورستان، کونړ، لغمان او بادغيس ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه و ترلاسه کړى.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په يادو ١٣٩ بريدونو کې ټول ٨٣٤ تنه وژل شوي او ٦٠٩ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر بريدونه (يوولس، يوولس) د تېرې مياشتې په لومړۍ او شلمه کې ترسره شوي، خو تر ټولو ډېرو کسانو (١٢٨ تنه) ته د فبرورۍ په ٢٨مه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې نږدې نيمايي په ننګرهار او فارياب کې اوښتې ده او له ټولو هرو ٣٦ وژل شوو او ټپيانو څخه څلور- څلور په اروزګان او هلمند، دوه- دوه په کابل او لغمان او يو- يو په کندهار، پکتيکا، کندوز او خوست ولايتونو کې دي.

د بريدونو د کموالي ناسم اټکلونه

د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي چې د تېر ميلادي کال په وروستيو پنځو مياشتو کې په منځنۍ کچه هره ورځ نږدې ٧٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې څه باندې درېيمه برخه په اکتوبر کې ده او له هغې وروسته د تېر کال د ډسمبر مياشتې تر پايه د بريدونو او مرګ ژوبلې کچه راټيټه شوې خو د ژمي په را رسېدو سره بېرته ډېره شوې ده.

مخکې چارواکو او د چارو شنونکو د تېرو کلونو جګړو ته په پام ويلي وو چې د هوا په سړېدو سره ورځ تر بلې په هېواد کې جګړې او نا امنۍ کمېږي.

خو دا چې ولې سږ کال دغه اټکلونه سم ونه ختل، د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي چې د جګړې يو نوم تاکيتک دی او تر ډېره د جګړې ابتکار د هغو په لاس کې وي چې نوي جګړه ييز تاکتيکونه کاروي.

هغه زياته کړه: "د تېرو کلونو تجربو ښودلې وه چې د ژمي په موسم کې به تر ډېره جګړې مهار کېدې خو اوس د دولت وسله والو مخالفينو د خپلو جګړو تاکتيک بدل کړی او په هغو کې سيمو کې يې جګړو ته زور ورکړی چې د جګړې لپاره موسم برابر دی؛ څو نړيوالو ته وښيي چې دوی ورځ تر بلې د پياوړي کېدو په حال کې دي."

دی زياتوي: "دا چې په سږني ژمي کې د جګړې د نورو کلونو د ژميو په پرتله بريدونه ډېر شوي، لامل يې دا دی چې پاکستان په دې نوم چې په خپله خاوره کې ترهګر نه پرېږدي او له خپلې خاورې يې شړلي، نو د طالبانو پياوړي مشران يې تحريک کړي چې افغانستان ته ولاړ شي او په هغو سيمو کې د جګړو ډګر تود وساتي چې د جګړو لپاره مناسبې دي."

د ده په وينا، وسله والو مخالفينو سږ ژمى نه يوازې په ګرمو سيمو، بلکې په هغو سيمو کې هم لږ او ډېر تحرکات لرل چې هوا په کې سړه وي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وايي: "متاسفانه د افغانستان د خلکو قسم خوړلو دښمنانو له جګړې لاس نه دی اخيستی او کوم ملاتړ چې له دوی سره کېږي، نه دی کم شوی، خدای دې وکړي چې راتلونکی کال موږ هېڅ جګړه ونه لرو."

هغه هم زياتوي، دا چې وسله وال مخالفين نړيوالو ته وښيي چې لا هم پياوړي دي، جګړه کولای شي او تحرکات لري؛ لا يې هم متاسفانه جګړو ته زور ورکړی.

خو وزيري زياتوي: "په سږني ژمي کې موږ پياوړي عمليات درلودل او ښې پايلې مو هم لرلې، تاسو وليدل چې دوی په ژمي کې ډېر وځپل شول، ډېر وټکول شول؛ ډېر کسان يې ووژل شول؛ مثلاً په ننګرهار، فارياب، هلمند، اروزګان، کندهار، زابل، غزني کې د مخالفينو په خلاف عملیات پلان شوي  وو، خو دا چې له دوی حمايت موجود دی، نو دوی خپل بريدونه جاري ساتلي."

د جګړې له احتمالي ډېرېدو وېره

د کابل ښار د څلورمې کارتې سيمې اوسېدونکى فريد احمد ستانکزي پژواک ته وويل چې په تېرو کلونو کې به په ژمي کې جګړې ډېرې کمې شوې، خو سږ کال هسې نه ده او دغه کار خلک وېرولي چې ګواکې په پسرلي کې به جګړې نورې هم ډېرې شي؛ ځکه چې د ژمي په تېرېدو سره ونې شنې کېږي او مخالفينو ته د بريدونو کولو اسانتياوې ډېرېږي.

هغه زياته کړه: "د جګړو ډېر قربانيان ملکي وګړي دي، که وضعيت همداسې وي او جګړې زور واخلي نو ډېرې کورنۍ به د وير په ټغر کېني؛ ځکه چې جګړه تر ډېره د استوګنې په سيمو کې ده. موږ له ښکېلو غاړو غواړو چې جګړه ودروي او نور د له مظلومو افغانانو قرباني وا نه خلي."

دغه راز د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکې وړانګه هم ورته نظر لري او وايي چې که د جګړو مخه ونه نيول شي کېداى شي په پسرلي کې نور هم زور واخلي چې ورسره به د بې ګناه افغانانو مرګ ژوبله هم ډېره شي.

هغه وايي: "که تاسو ولسواليو ته ولاړ شئ، هلته ډېر وضعيت خراب دى، دواړه خواوې ړنډې ګولۍ تبادله کوي او عام خلک په کې وژل کېږي."

وړانګه هم له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړه ودروي؛ ځکه چې د هغې په وينا، جګړه د حل لار نه ده او د خبرو له لارې دې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

د پوځي چارو شنونکى امرخېل د جګړې له زياتوالي د خلکو د اندېښنې په اړه وايي: "که په ټوليز ډول د افغانستان امنيتي وضعيت وڅېړئ، د هېوادوالو دا وېره پر ځای ده، په رښتيا هم په سږني ژمي کې د وسله والو مخالفينو تحرکات ډېر وو."

وزيري د دې اندېښنې په اړه وايي، خدای دې وکړي چې راتلونکی کال په افغانستان کې بشپړ امن ټينګ شي، خو زياتوي چې که جګړې کېږي نو د افغانستان وسله وال پوځ په ژمي کې په يو پلان کار کړی او پوره تياری يې نيولی دی.

وزيري وايي: "کاشکي د پاکستان حکومت، د پاکستان نظاميان د مخالفو وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او دوی په خپل هېواد کې پرې نه ږدي؛ دا اوس تاسو وګورئ د حقاني ډله په پاکستان کې ده، د طالبان ګروپونه په پاکستان کې ازادانه ګرځي؛ معنا دا چې که پاکستان سمه همکاري وکړي، پر خپلو ژمنو باندې ودرېږي، زه تاسو ته ډاډ درکولی شم چې ډېر ژر به په افغانستان کې جګړه ختمه شي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement