د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Apr 04, 2017 - 16:09

کابل (پژواک، ١٥ وری ۹۶): په افغانستان کې تېره مياشت ۱۳۷ بريدونو کې څه باندې ١٦٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر ته په پام تېره مياشت د وړمې په پرتله د بريدونو په شمېر کې لږ کموالى راغلى، خو مرګ ژوبله ١۳ سلنه لوړه شوې ده.

د جګړو له امله د مرګ ژوبلې په اړه د پژواک مياشتنيو راپورونو ته په پام، په سږني ژمي کې هسې چې تمه يې کېده، جګړې کمې نه شوې او له ډېرو افغانانو يې ژوند واخيست.

د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي ورځني خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢۳ ولايتونو کې شوي دي.

د مارچ له بريدونو څخه ۶۰ مخامخ نښتې، ٣۰ هدفي، ۲۷ هوايي، ١۱ بېلابېل ډول چاودنې، اووه ځانمرګي بريدونه او دوه پر سړک د ځاى پر ځاى شوو ماينونو چاودنې دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٢ تنو څخه نهو ته په مخامخ نښتو، ٦ ته په هوايي، څلورو ته په ځانمرګو او دوو ته په هدفي بريدونو کې او يوه تن ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژوک راپورونه ښيي چې تر ټولو ډېر (٦٤) بريدونه په ننګرهار، کندهار، غزني او هلمند ولايتونو کې او پاتې ٧٣ بريدونه په ١٩ نورو ولايتونو کې شوي دي.

 پژواک تېره (مارچ) مياشت کې له بدخشان، بلخ، باميان، دايکنډي، غور، ميدان وردګ، نورستان، پکتيا، پنجشېر، کونړ او پروان ولايتونو د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

وړمه (فبروري) مياشت تر ټولو ډېر بريدونه په ننګرهار، فارياب او هلمند کې شوي وو او پژواک له پنجشېر، دايکنډي، ميدان وردګو، غور، نيمروز، نورستان، پروان، سرپل او بادغيس ولايتونو د بريدونو راپور نه و ترلاسه کړی.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په يادو ۱۳۷ بريدونو کې ټول ۹۸۴ تنه وژل شوي او ۶۵۰ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر بريدونه (۱۲) د تېرې مياشتې په څلورمه نېټه ترسره شوي، خو تر ټولو ډېرو کسانو (۱۸۱ تنو ته) د مارچ په لومړۍ نېټه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د مارچ مياشتې د مرګ ژوبلې نږدې نيمايي د دې مياشتې په لومړيو اتو ورځو کې اوښتې ده.

د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې نږدې نيمايي په ننګرهار، کابل او کندهار کې اوښتې ده. دغه راز شاوخوا سلو تنو ته په هلمند، نږدې ٩٠ تنو ته په لغمان، نږدې ٩٠ نورو ته په فراه او پاتې نورو ته په ١٧ نورو ولايتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خونړي بريدونه

په مارچ کې د فبرورۍ په پرتله د بريدونو کچه يوه سلنه راټيټه شوې خو مرګ ژوبله بيا ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

په فبروري کې ۱۳۹ بريدونه شوي وو او څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه خو تېره مارچ مياشت ۱۳۷ بريدونه شوي او نږدې ۱۶۰۰ کسانو ته مرګ په کې ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي ځواکونو عمليات له پلان سره سم روان دي او کموالى نه دى په کې راغلى خو د دولت د وسله والو مخالفينو تحرکات ځکه کم شوي چې ځپل شوي دي.

دى وايي په مارچ کې د فبرورۍ په پرتله ځکه په هر بريد کې د وژل شوو کسانو منځنۍ کچه لوړه ده چې وسله والو مخالفين د خلکو او عامه تاسيساتو په منځ کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې کوي.

 د هغه په وينا، د کابل پر ۴۰۰ بستريز روغتون په بريد کې ډېر ملکي کسان ووژل شول.

په دغه بريد کې چې د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱۸مه ترسره شو، ۵۰ تنه وژل شوي او ۳۱ ټپيان وو. د بريد مسووليت د داعش ډلې پر غاړه اخیستى دى.

د رادمنش څرګندونې په داسې حال کې دي چې په مارچ مياشت کې ټر ټولو ډېره مرګ ژوبله په مخامخ نښتو او هوايي بريدونه کې اوښتې ده. تېره مياشت په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې ټول ٣٧٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوځي کارپوه او متقاعد جنرال زلمي وردګ په دې اړه چې تېره مياشت بريدونه کم شوي خو مرګ ژوبله ډېره شوې ده، وايي: "تلفات د جنګ په نوعيت پورې اړه لري، که چېرې جګړه جبهه يي وي نو ډېر کسان په جنګ کې شرکت کوي او په داسې وخت کې طبيعي ده چې د دواړو خواوو تلفات ډېر وي."

هغه وويل چې تېره مياشت د هلمند ولايت د سنګين په ولسوالۍ کې جګړه زوروره وه او ډېره مرګ ژوبله يې لرله او دغه راز د کابل پر څلورسوه بستريز روغتون بريد هم ډېره درنه مرګ ژوبله واړوله.

دى وايي چې د جګړې ډېرېدل او کمېدل د ښکېلو غاړه په جګړه ييزو تاکتيکونو پورې اړه لري.

خو دغه متقاعد جنرال د جزئياتو له ورکولو پرته زياتوي: "له بده مرغه په افغانستان کې بين المللي جنګ روان دی، د دواړو خواوو (حکومت او وسله والو مخالفينو) د جنګ برنامې د هغوى په لاس کې دي، کله چې و غواړي جګړه زياتوي او کله چې وغواړي کموي يې ."

د ده په وينا، تېره مياشت ځکه مرګ ژوبله ډېره وه چې ځانمرګي بريدونه ډېر وو او تر څنګ يې دواړو خواوو درنې وسلې هم ډېرې کارولي دي چې د مرګ ژوبلې د ډېروالي لامل ګرځي.

په مارچ کې د نهو ځانمرګو بريدونو له امله څه باندې ٣٠٠ تنو او په فبرورۍ کې د څلورو ځانمرګو بريدونو له امله نږدې سلو تنو ته مرګ ژوبلې اوښتې وه.

د بريدونو د کموالي ناسم اټکلونه

د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي چې د تېر ميلادي کال په وروستيو پنځو مياشتو کې په منځنۍ کچه هره ورځ نږدې ٧٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې څه باندې درېيمه برخه په اکتوبر کې ده او له هغې وروسته د تېر کال د ډسمبر مياشتې تر پايه د بريدونو او مرګ ژوبلې کچه راټيټه شوې، خو د ژمي په رارسېدو سره بېرته ډېره شوې ده.

مخکې چارواکو او د چارو شنونکو د تېرو کلونو جګړو ته په پام ويلي وو چې د هوا په سړېدو سره ورځ تر بلې په هېواد کې جګړې او نا امنۍ کمېږي.

خو دا چې ولې سږ کال دا اټکلونه سم ونه ختل، د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي چې د جګړې يو نوم تاکيتک دی او تر ډېره د جګړې ابتکار د هغو په لاس کې وي چې نوي جګړه ييز تاکتيکونه کاروي.

هغه وايي، د تېرو کلونو تجربو ښودلې وه چې د ژمي په موسم کې به تر ډېره جګړې مهار کېدې خو اوس د دولت وسله والو مخالفينو د خپلو جګړو تاکتيک بدل کړی او په هغو سيمو کې يې جګړو ته زور ورکړی چې د جګړې لپاره یې موسم برابر دی.

د ده په وينا، وسله والو مخالفينو سږ ژمى نه يوازې په ګرمو سيمو، بلکې په هغو سيمو کې هم لږ او ډېر تحرکات لرل چې هوا په کې سړه وي.

د ده په اند، د دغه کار يو لامل دا دى چې پاکستان په دې نوم چې په خپله خاوره کې ترهګر نه پرېږدي، د طالبانو پياوړي مشران تحريک کړي چې افغانستان ته راشي او په هغو سيمو کې د جګړو ډګر تود وساتي چې د جګړو لپاره مناسب دي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش وويل: "د افغانستان د خلکو دښمنانو د پرديو په لمسه جګړه پيل کړې او دغو قسم خوړولو دښمنانو قسم کړی چې له جګړې لاس نه اخلی نو په همدې موخه يې په ژمي کې هم تحرکات درلودل."

هغه زياتوي، دا چې سږ کال په ژمي کې بريدونه ډېر وو، يو لامل يې دا و چې پاکستان له دې امله چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جدي اقدام نه کوي، د يو شمېر هېوادو تر فشارونه لاندې و؛ نو ځکه يې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفين وهڅول چې په ژمي کې هم په هغو سيمو کې جګړې ته دوام ورکړي چې د جګړې لپاره مناسب وي.

د جګړې له احتمالي ډېرېدو وېره

د جګړې قربانيان او یو شمېر هېوادوال په هېواد کې د سولې غوښتونکي دي او وېره لري چې د تېر ژمي جګړو ته په پام کېدای شي سږ کال جګړې د نورو کلونو په پرتله ډېرې وې.

د کابل ښار د دهمزنګ سيمې اوسېدونکی جميل غفورزى وايي: "تېر ژمى د نورو کلونو پر خلاف جګړې ډېرې وې، ډېرې کورنۍ د وير په ټغر کېناستې او تنکي ځوانان او علمي کادرونه مو شهيدان شول."

دی چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ او جګړې د پاى ته رسېدو دعا کوي، وايي افغانان په ځانګړي ډول د کابل ښار اوسېدونکي وېره لري چې که چېرې پوځي چارواکي د سولې د خبرو لپاره معقولې تګلارې جوړې نه کړي، روان کال به جګړې ډېرې او لا زوروې شي.

ده له ښکېلو غاړو وغوښتل چې نور د جګړې پر ځاى سولې ته مخه کړي او نور د افغانان نه وژني.

د څلورسوه بستريز پوځي روغتون په وژل شوو کې يو هم ډاکتر بهنام بهروز و چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

د ډاکتر بهنام ورور بهزاد بهروز پژواک خبري اژانس ته وويل: "شهيد بهروز د خپلو خلکو او هېواد سره مينه لرله، په بهر کې تر زده کړو وروسته خپل هېواد ته راستون شو تر څو د خپلو هېوادوالو پر ټپونو مرهم کېږدي."

هغه په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې او ژړل يې، هيله یې څرګنده کړه چې نور په هېواد کې جګړه بنده شي او نور افغانان ونه وژل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement