د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کرنې په برخه کې پانګونه د چټکې اقتصادي او کاري ودې لامل ګرځي

د کرنې په برخه کې پانګونه د چټکې اقتصادي او کاري ودې لامل ګرځي

Apr 06, 2017 - 13:10

کابل (پژواک، ١٧ ورى ٩٦): د افغانستان دولت او خصوصي سکټور په داسې حال کې په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د کرنې برخې ته اړينه پاملرنه نه ده کړې چې په دې برخه کې د ډېرې پانګونې فرصتونه شتون لري.

په تېرو ١٤ کلونو کې په افغانستان کې د شوې پانګونې شاوخوا څلور سلنه د کرنې په برخه کې شوې چې د افغانستان د اقتصادي او کاري چټکي ودې لپاره د نورو برخو په پرتله ښه او د ډېر کم خطر لرونکې ټاکنه ده او د افغانستان د مځکې درېيمه برخه د کرنيزو توکيو د توليد لپاره کارېدلاى شي.

دا په داسې حال کې ده چې نړيوال بانک د افغانستان اقتصادي وده په ٢٠١٦ کال کې صفر عشاره پنځه سلنه بللې او د احصايې مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د کار پر شرايطو برابر څه باندې ١١ ميليونه کسان وزګار دي او يا دايمي کار نه لري.

د پژواک خبري اژانس موندنې هم څرګندوي چې افغانستان د کرنې په برخه کې د ميلياردونو ډالرو پانګونې بالقوه ظرفيت لري؛ ځکه چې له يوې خوا پرېمانه اوبه او د کرنې لپاره مناسب هوا او له بلې خوا څه باندې ٢١ ميليونه هکتاره کرنيزه ځمکه لري چې د کرنې وړ ده، خو د زيربناوو او اړينو امکاناتو د نشتوالي په سبب نه کرل کېږي او يا هم کرنې ته نه ده چمتو شوې.

کارپوهان په تېره يوه نيمه لسيزه کې د کرنيز سکتور د پراختيا او پانګونې لپاره د دولت د اړينې پاملرنې پر نشتوالي نيوکه کوي او وايي چې د افغانستان د پر ځان بسياينې لپاره بايد له هر څه وړاندې کرنې ته زياته پاملرنه شوې واى؛ ځکه چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى او اکثره خلک يې کرکيله کوي.

مسوول چارواکي هم مني چې په تېر کې د يوې داسې کړنلارې جوړولو ته کافي پاملرنه نه ده شوې چې وکولى شي خصوصي سکتور په کرنيزه برخه کې پانګونې ته وهڅوي، خو اوس دې چارې ته پاملرنه ډېره شوې ده.

پانګونې

د خصوصي سکتور د پانګونو د جدول له مخې چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د پانګونې د ملاتړ څانګې پژواک خبري اژانس ورکړی، راغلي چې له ٢٠٠٣ کال نه تر ٢٠١٦ پورې په افغانستان کې په ټوليز ډول څه باندې ١٠.٨ميليارده امریکايي ډالر پانګونه شوې ده.

په دغه جدول کې وړاندې شوې شمېرې څرګندوي چې د خصوصي سکتور له خوا د کرنې په برخه کې شوې پانګونه ډېره ناڅيزه ده.

  د سوداګرۍ وزارت د پانګونې د ملاتړ څانګې په راپور کې چې په «روند سرمايه گذارى در افغانستان: چالش ها و مشوق ها» په نامه د ١٣٩٤ لمريز کال د سلواغې مياشت کې خپور شوى او د ٢٠٠٣ کال له لومړۍ ربعې تر ٢٠١٣ کال پورې شوې پانګونې يې تر پوښښ لاندې نيولې، په کې راغلي چې د خدماتو په برخه کې د کمې پانګونې اړتيا او په لنډه موده کې حاصل اخيستل، د صنعت په برخه کې د پانګونې لپاره د دولت ډېره هڅونه، د بهرنيو او کورنيو تمويلوونکو له لوري د ودانيزو پروژه وړاندې کول، په ودانيزه برخه کې د پانګونې ډېرښت، خصوصي سکتور ته د کانونو سپارلو په برخه کې د پانګونې هيلې، د کرنې په پرتله په نورو برخو کې د پانګونې د زياتوالي لامل ګڼل کېږي.

په راپورونو کې يادونه شوې چې د کرنې په برخه کې پانګونه د پانګه والو هڅونه، د ځينو کرنيزو محصولاتو د پروسس مکانيزه کېدل او د کرنيزو توکو د پلور لپاره د نړيوالو بازارونو شتون د ٢٠٠٣ کال په پرتله ډېر شوى، خو د دغه سکتور د ودې او پوتانشيل ظرفيت ته په پام سره، دغه پانګونه بسنه نه کوي او د کرنې وده په دې برخه کې شته پتانسيل ته پام ډېره کمه ده.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد نصرت الله اکبرزاده وويل، د نورو ستونزو تر څنګ امنيتي ستونزې چې پر ټولو سکتورونو يې اغېز کړى، د کرنې په برخه کې د پانګونې د کمښت عمده لامل دا دى چې د کرنې په برخه کې د پانګونې حاصل د صنعت، ساختمان او نورو برخو په پرتله اوږد وخت نيسي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان لپاره د کرنې د اهميت په پراختيا سره دولت بايد د پانګه والو د هڅونې لپاره دې برخې ته زياته پانګه راجذب کړې واى او حتى په دې برخه کې يې سب سايډي منلې واى.

د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار غلام حضرت حليمي په دې اړه چې ولې د خصوصي سکتور پانګونه په دې برخه کې کمه وه؟ وويل چې پخوا داسې کومې کړنلارې نه وې جوړې شوې چې خصوصي سکتور د کرنې په برخه کې پانګونې ته وهڅوي، خو له دوو کلونو راهيسې دې برخې ته ډېره پاملرنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې اوسهال د کرنې وزارت هڅه کوي چې د اړوندو وزارتونو په همکارۍ د کرنې د پراختيا لپاره اړينې زيربناوې لکه د بندونو جوړول او د پانګه والو د هڅونې په موخه اړينې کړنلارې جوړې کړي، د دې تر څنګ پانګه والو ته د جواز ورکړې پروسه هم اسانه او ساده شي.

د دولت پراختيايي بوديجه

د پراختيايي بوديجې شمېرې چې په ١٣٩٣، ١٣٩٤، ١٣٩٥ او ١٣٩٦ کلونو کې د ماليې وزارت په ويبپاڼه کې خپرې شوې، څرګندوي چې دولت هم په ملي بوديجه کې کرنې وزارت ته اړينه پاملرنه نه ده کړې.

د يادو شمېرو له مخې، په دغو کلونو کې په منځني ډول د دولت د پراختيايي بوديجې له پنځه سلنې کمه برخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او پاتې يې نورو برخو ته ځانګړې شوې ده.

 

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد نصرت الله اکبرزاده وويل چې امنيتي مسايلو ته د دولت زياته پاملرنه د دې لامل شوې چې کرنې ته کم پام وشي. بل لامل يې دا دى چې د کرنې وزارت د کافي متخصصو او مسلکي کسانو په نه لرلو سره نه دى توانېدلى چې غوره پروګرامونه طرحه او پلي کړي، اړوندو چارواکو ته خبر ورکړي چې د دغه وزارت لپاره کافي بوديجه په پام کې ونيسي.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي وويل چې کرنه د افغان دولت په لومړيتونو کې ځاى لري، خو نوموړي هم زياته کړه چې ماليې وزارت د هر وزارت ماليه د هغوى وړاندې کړو پروګرامونو ته په پام سره ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې د کرنې وزارت په ١٣٩٤ لمريز کال کې نږدې ٥٦ سلنه، په ١٣٩٤ لمريز کال کې شاوخوا ٦٩ سلنه پراختيايي بوديجه لګولې وه، خو اوس په دغه وزارت کې ظرفيت لوړ شوى او تېر کال وتوانېد چې د خپلې پراختيايي بوديجې اتيا سلنه ولګوي.

هغه وويل چې د ماليې وزارت د نوې کړنلارې له مخې، په راتلونکي کې چې هر وزارت خپله پراختيايي بوديجه د مالي کال له پاى ته رسېدو وړاندې ولګوي، پلان ته په پام سره د زياتو پيسو لګولو وړتيا ولري، دغه وزارت ته د دولت د مالي امکاناتو په اډانه کې ډېرې پيسې ورکول کېږي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند لطف الله راشد هم ومنله چې په پخواني حکومت کې د دغه وزارت ظرفيتونه په ټيټه کچه وو، خو د نوي حکومت په راتګ سره دغه نيمګړتيا تر يوې کچې حل شوه او د ښه کېدو په حال کې ده.

هغه هم په تېر کال کې د کرنې وزارت د اتيا سلنې پراختيايي بوديجې لګولو ته اشاره وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دغه وزارت به وکولى شي د هېواد د کرنې پراختيا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري؛ ځکه چې کرنه د هېوادن د اقتصاد مهم سکتور دى او کولى شو له دې لارې د خلکو د اقتصاد ښه کولو او وزګارتيا کمولو لپاره مهم ګامونه پورته کړو.

د پانګونې فرصتونه

د افغانستان د کرنې په برخه کې د خصوصي او دولتي سکتور پانګونه ناڅيزه ده، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته او د کرنيزې پراختيا د اړتياوو او کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لپاره هم په شدت محسوسېږي.

د ميليونونه هکتاره ځمکې شتون چې د کرلو وړ ده، خو د زيربناوو او اړينو امکاناتو د نشتوالي په سبب نه کرل کېږي، يا هم تر اوسه پورې کر ته نه ده چمتو شوې، په دې برخه کې د پانګونې له فرصتونو څخه ګڼل کېږي.

 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړيوال سازمان (FAO) او د افغانستان د اوبو او مالدارۍ وزارت د راپور (پوشش زمين افغانستان) له مخې، د هېواد ځمکې په ١١ ډوله (څرځايونه، شاړې، ريکزارې، للمې، اوبېزو، جبه زارو، ځنګلونو او بوټو، د تل لپاره په واورو پوښل شوو، په ودانيو پوښل شوو، مېوه لرونکو ونو او تاکونو پوښل شوې) وېشل شوې دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د نړۍ څه باندې درې عشاريه اته ميليون هکتاره ځمکه چې په تاکونو، مېوه لرونکو ونو، للميو او اوبېزو ځمکو پوښلې، کرل کېږي، ٢١ عشاريه يو ميليون هکتاره يې شاړې ځمکې، ځينې يې للمي او اوبېزې ځمکې نيسي، د کرنې وړ ځمکې اوسمهال نه کرل کېږي او يا تر اوسه هم د کر لپاره نه دي چمتو شوې او څه باندې ٣٩ عشاريه څلور هکتاره ځمکه چې رېګونه، څرځايونه، جبه زارې، ځنګلونه او په دايمي واورو پوښل شوې ځمکې شاملې دي چې د کر وړ نه دي.

د کرنې وزارت وياند وايي چې پر يادو ځمکو سربېره، د پرېمانه اوبو شتون او کابو کول يې په افغانستان کې د سړو خونو، د خوراکي توکو د پروسس فابريکو، د کاري ځواک او کرنې لپاره مساعدې هوا او د ميلياردونو ډالرو ګټه راوړونکې پانګونې مناسب فرصت مساعدولو ته جدي اړتيا لري.

د هغه په خبره، په هېواد کې کرنيزو محصولاتو ته اړتيا هم د کرنيزې پراختيا او په دې برخه کې پانګونې ته د زمينې له برابروونکو مواردو ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مشر عتيق الله نصرت وويل چې افغانستان په ١٣٩٥ کال کې د اوو ميلياردو امريکايي ډالرو په لګښت واردات او شاوخوا ٥٠٠ ميليونه امريکايي ډالر صادرات لرل چې اويا سلنه صادراتي او ٥٧ سلنه وارداتي توکي يې کرنيز محصولات جوړول.

د نصرت په خبره چې په کرنيز سکتور کې ناڅيزه پانګونه او د دولت نه پاملرنه، د هېواد د صادراتو او وارداتو په کچه کې د زيات توپير عمده لامل ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرو ښځو ټولنې مشره خانم ګل جان هم په دې اړه ورته نظر لري او وايي: ((شرم دى چې موږ اوس هم رومي بانجان، هوږه او سبزيجات له نورو هېوادونو واردوو او يا هم وايو چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى.))

د هغه په خبره، د کرنې په برخه کې د پانګونې زمينه حتى ښځو ته هم مساعده ده، خو دا چې اړينه پاملرنه نه ده شوې، د افغانستان خلک لا هم د نورو هېوادونو کرنيزو محصولاتو ته اړ دي.

له پرېمانه اوبو کمه ګټه اخيستنه

د اوسنيو اوبو کچه د افغانستان اوسني نفوس او د هېواد پراختيايي اړتياوو ته په پام سره د پام وړ کچه ده چې د موثر مديريت په صورت کى کولى شي د کرنې برخې د پراختيا لپاره يو محرک شي.

د اوبو او برېښنا وزارت وياند عبدالبصير عظيمي وويل چې افغانستان د غرنيز طبيعت په لرلو سره تر ځمکې لاندې د اوبو روانې او بهانده سرچينې لري. د هغه په خبره، اوسمهال په هېواد کې د پنځو اوبيزو حوزو په لرلو سره هر کال ٥٧ ميليارده متره مکعب روانې اوبه او ١٨ ميليارده متره مکعب تر ځمکه لاندې اوبه لري.

خو هغه زياته کړه چې په تېر کې د ناسم مديريت له امله، اوسمهال د هېواد د اوبو يوازې ٣٠ سلنه کارول کېږي او پاتې يې ګاوڼډيو هېوادونو (ايران او پاکستان) ته بهېږي او يا ضايع کېږي.

عظيمي څرګنده کړه چې اوسمهال دولت د اوبو مديريت او کارونې ته اړينه پاملرنه کوي او د ځينو بندونو کار هم روان دى.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، تېر کال د کب په مياشت کې په هېواد کې د اوبو ٢١ بندونو جوړولو ته په اشارې سره وويل چې د کرنې وده او د افغانستان د اوبو کابو کول يې د حکومت په کاري لومړيتوبونو کې دي.

د پژواک خبري اژانس يو راپور هم څرګندوي چې د ٢١ کوچنيو او منځنيو بندونو لومړنۍ څېړنې ترسره شوې، اووه کاله نيسي او له لارې به يې په هېواد کې د ٥٠٠ زره هکتاره کرنيزې ځمکې د ابادولو زمينه مساعده شي. د دغو بندونو جوړولو لګښت ۲،۱ ميليارده امريکايي ډالر اټکل شوى دى.

د چټکې اقتصادي ودې ظرفيت او کارموندنه

د ٢٠١٦ کال د بروکسل په ناسته کې د افغانستان په اړه د نړيوال بانک وړاندې کړى تحليل څرګندوي چې د اقتصادي ودې لپاره بالقوه ظرفيت او په کرنيزه برخه کې د کار موندل، د نورو برخو په پرتله ډېر دي.

هغه تحليل چې نړيوال بانک په ٢٠١٦ زېږديز کال کې د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس ته وړاندې کړى، په کې راغلي چې د اساس سناريو سره سم (د اوسني وضعيت دوام) د افغانستان اقتصادي وده تر ٢٠٣٠ کال پورې ۳،۸ سلنې ته رسېږي.

د ياد راپور د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٦ کال کې د افغانستان اقتصادي وده شاوخوا صفر عشاريه پنځه سلنه بلل شوې ده.

د ياد شوي تحليل له مخې، دې ته په پام سره چې په لنډه موده کې د مرستو کچه لوړه ده، خو د کورنيو عوايدو په زياتېدو سره په چټک ډول کمېږي، مالي او اصلاحاتي پروګرامونه د کانونو سکتور پراختيا او کرنې د چټکې ودې سبب ګرځي، پر بشري ځواکونو د دولت د لګښتونه د ټولو نا پوځي لګښتونو له ٣٥سلنې ٥٠ سلنې ته لوړېږي، د کډوالۍ مديريت شوي پروګرامونه (له هېواده بهر د افغانانو کار) معرفي کېږي، چټکه وده تر ٢٠٣٠ کال پورې ۶،۵ سلنې ته رسېږي.

نړيوال بانک په خپل دغه تحليل کې له شمېرو پرته ليکلي چې کرنيز سکتور د نورو سکتورونو په پرتله د کارموندنې ډېر ظرفيتونه لري، خو په دې برخو کې د نورو سکتورونو په پرتله د پانګونې خطرونه کم دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس وزګارتيا د افغانستان له جدي ستونزو ګڼل کېږي.

 

د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د وګړو شمېر ۲۹،۲ ميليون کسانو ته رسېږي.

د يادې ادارې مرستيال حسيب الله موحد وايي چې د هېواد د وګړو څه باندې ٥٥ سلنه (څه باندې ۱۳،۱ ميليون کسان) د کار پر شرايطو برابر دي چې په وينا يې له دې ډلې اوسمهال ۸،۲ سلنه (شاوخوا ۲،۴ ميليونه) پر شرايطو برابر کسان وزګار ګرځي.

هغه زياته کړه چې د کار پر شرايطو برابر نږدې ٣١ سلنه کسان (څه باندې ۸،۹ ميليونه) په افغانستان کې کم کار لري او يا هم د ډېر کار غوښتنه کوي؛ ځکه چې اوسنى کار يې د ژوند اړتياوې نه شي پوره کولى.

هغه وويل چې د نړيوال تعريف له مخې، څوک چې له سروې يوه اوونۍ مخکې يو ساعت کاري فرصت ولري، وزګار نه ګڼل کېږي. د ملي تعريف له مخې، هر وخت چې يو کس له سروې يوه اوونۍ وړاندې اته ساعته کار ولري، په وزګارانو کې نه راځي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کيميا، بيولوژي او کرنيزو چارو د مرکز مشر سرڅېړونکي ډاکتر سکندر حسيني، وزګارتيا د افغانستان لپاره ستره ننګونه وبلله.

هغه وويل چې وزګارتيا په افغانستان کې د نا امنيو او جرايمو د زياتېدو له عمده عواملو ګڼل کېږي؛ ځکه چې يو شمېر وزګار کسان د وسله والو مخالفينول له ليکو سره يو ځاى کېږي او ځيني يې جنايي جرمونو ته مخه کوي.

نوموړي د شمېرو له وړاندې کولو پرته وويل چې په وروستيو کلونو کې ګن شمېر افغان ځوانان د وزګارتيا په سبب د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او يو شمېر نور يې اروپا ته د قاچاقي لارو په اوږدو اوبو ډوب کړي دي.  

د هغه په باور، دولت بايد د کرنيز سکتور پراختيا ته داسې پاملرنه وکړي، څنګه چې د امنيت خوندي کېدو ته پاملرنه کوي؛ ځکه چې کرنيزه پراختيا د نورو برخو په پرتله د بېکارۍ لرې کولو او د خلکو د اقتصادي وضعيت پر ښه کېدو مثبت اغېز لري.

 په بهر کې د پناه غوښتونکو افغانانو د شمېرو په اړه تر اوسه کوم تازه راپور نه دى خپور شوى، خو يو راپور چې د ١٣٩٤ کال په وروستيو کې خپور شوى، څرګندوي چې په ٢٠١٥ زېږديز کال کې ٢٥٠ زره افغانانو د نړۍ په ٤٤ زره هېوادونو کې د پناه غوښتنليکونه ورکړي دي.

د راپورونو له مخې، اوسمهال څه باندې څلور ميليونه افغان کډوال له هېواده بهر ژوند کوي چې ډېرى يې په پاکستان او ايران کې مېشت دي.

ځيني خلک د کار د نشتوالي او دې برخې ته د دولت د پاملرنې نه کولو په اړه هم شکايت لري.

په کابل کې د ميوند په نوم خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي فارغ احمد قيس چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې دنده درلوده، وويل: ((خوښ وو چې اوسنى ولسمشر يو اقتصاد پوه دى، د ځوانانو وضعيت ته به پاملرنه وکړي، خو داسې ونه شول، زما په څېر سلګونه زره ځوانان وزګار دي.))

هغه زياته کړه چې له دوو کلونو راهيسې وزګار دى، په دې موده کې يې لسګونه پستونو ته غوښتنه ورکړې، خو دا چې واسطه يې نه وه، بريالى نه شو او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دى.

هغه هم وويل چې وزګارتيا او اقتصادي ستونزې د جرايمو لامل کېدلى شي.

نوموړي زياته کړه چې په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې د نړيوالې ټولنې ميلياردونه ډالر مرستې په افغانستان کې د فساد له امله برباد شوې، يا هم په بنسټيزو برخو لکه کرنه او نورو کې د لګېدو پر ځاى په داسې کارونو ولګېدې چې د خلکو درد نه شي دوا کولى.

وړانديزونه

په اوسني مديريت سره له شته امکاناتو ګټه اخيستل کولى شي چې د افغانستان کرنې ته پراختيا ورکړي او افغانستان د کرنيزو محصولاتو پر يوه صادروونکي هېواد بدل کړي.

د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز په (افغانستان په يوه نيمه لسيزه [١٣٨٣-١٣٩٤ لمريز]) په نوم راپور کې چې د تېر کال د وږي په مياشت کې خپور شو او يوه کاپي يې پژواک ته رسېدلې وه، وړانديز کوي چې کرنه د افغانستان په اقتصادي لومړيتوبونو کې ځاى ولري، د کرنې د برخې بوديجه زياته شي، دې برخې ته بهرنۍ پانګونې راجذب شي او د هېواد کرنيز سيستم مکانيزه او ماشيني شي.

سرچينې زياته کړې چې په هېواد کې د کرنيزې ودې او کرنيزو ځمکو د پراختيا لپاره د اوبو پر مديريت ټينګار وکړ او له دولته غواړي چې د هېواد د پر ځان بسياينې په برخه کې د کرنيزو محصولاتو، د محصولاتو د کيفيت لوړولو، صادراتو، په سيمه او نړۍ کې د يادو شوو محصولاتو د بازارموندنې لپاره اړينې هڅې وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement