د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د روغتيا وزارت : د کابل په برید کې ٨٠ تنه وژل شوي او ٤٦٣ ټپيان دي

د روغتيا وزارت : د کابل په برید کې ٨٠ تنه وژل شوي او ٤٦٣ ټپيان دي

May 31, 2017 - 11:40

دويم تعقيب- کابل ښار (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٦):دعامى روغتيا وزارت وايى ، د کابل ښار لسمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې د موټربم په وسيله له ترسره شوي ځانمرګي بریده تر اوسه ٨٠ وژل شوي او ٤٦٣ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

بريد نن سهار اته نيمې بجې د وزير محمد اکبرخان اوولسم سړک او زنبق څلورلارې تر منځ وشو.

د جرمني سفارت او ايګر په نوم د بهرنيو ځواکونو کمپ هم دې ساحې ته نږدې موقعيت لري.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز چې وزيرمحمد اکبر خان روغتون ته د پېښې د ټپيانو پوښتنې ته ورغلى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه پورې (١١:٣٠بجې) د پېښې له ځاى نه ٤٦٣ ټپيان او ٨٠ مړي د وزير محمد اکبرخان، جمهوريت، ايمرجنسي او ابن سينا روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه چې لا هم د ټپيانو او مړو لېږد دوام لري.

نوموړي وويل چې د پېښې ډېر وژل شوي او ټپيان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

په کابل کې د المان سفارت امنيتي مسوول محمد ادريس پژواک ته وويل چې د سفارت دوه افغان ساتونکي هم په وژل شوو کې شامل دي.

هغه زياته کړه چې د سفارت يو افغان کارکوونکی بې درکه دى او څلور نور ژوبل شوي دي.

نوموړي همدارنګه وويل چې د ايګر کمپ ٩ افغان ساتونکي هم په وژل شوو کې شامل دي.

عيني شاهدانو پژواک ته وويل چې په کابل کې د المان سفارت ودانۍ هم يو څه ويجاړه شوې ده.

د کابل امنيه قوماندان شاه حسين فروغ د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې دغه بريد د يوه موټر په وسيله چې د څاګانو فاضله مواد يې لېږدول، ترسره شوى دى.

عيني شاهدان وايي چې بريد کې شاوخوا ٣٠ نقليه وسيلې، د المان سفارت، ايګر کمپ او روشن مخابراتي شرکت ودانۍ ويجاړې شوې دي.

چادونه دومره زوروره وه چې تر پنځه کيلومترۍ پورې يې د ځينو ودانيو ښيښې ماتې کړې دي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي ميرويس ياسيني د پېښې په ځاى کې وويل چې چاودنه دومره زروره وه چې ځمکه يې ١٥متره ژوره کړې ده.

نوموړي  ملي يووالي حکومت ناکاره وباله او وويل چې ولسمشر او د حکومت اجرايي مشر دې استعفا ورکړي، ځکه چې دوى د حکومت په سر کې دي او امنيت نه شي نيولى.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې مسووليت نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement