د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ويسټ انډيز له افغانستان څخه لومړۍ شل اووريزه لوبه وګټله

ويسټ انډيز له افغانستان څخه لومړۍ شل اووريزه لوبه وګټله

Jun 03, 2017 - 11:24

کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٦): ويسټ انډيز د کرکټ په لومړۍ نړيواله شل اووريزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د پيشمني مهال د  ويسټ انډيز په بسيټيري ښار کې پيل شوه او سهار مهال د ويسټ انډيز په بريا پاى ته ورسېده.

د دې لوبې پچه د افغانستان لوبـډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. 

د افغانستان لوبـډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ١١٠ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې ۳۳ منډې راشد خان او ۲۱ حمزه هوتک  وکړې.

د ويسټ انډيز لوبډلې ياد هدف په اتلسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري شاه پور ځدراڼ دوه، راشد خان او کريم جنت يو يو لوبغاړى وسوځولو.

د افغانستان  کرکټ لوبډله د درېيو شل اووريز او درېيو يو ورځنيو نړيوالو لوبو ترسره کولو لپاره ويسټ انډيز ته تللې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement