د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکا او ناټو له ۲۰۰۳ کال راهيسې د لس ميليارده ډالرو په لګښت پروژې پلې کړې دي

امريکا او ناټو له ۲۰۰۳ کال راهيسې د لس ميليارده ډالرو په لګښت پروژې پلې کړې دي

Jun 20, 2017 - 16:49

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۶): په کابل کې امريکايي چارواکي وايي، امريکا او ناټو له ۲۰۰۳ زېږديز کال راهيسې تر اوسه په افغانستان کې د لس ميليارده امريکايي ډالرو په لګښت شاوخوا ۱۲۰۰ پروژې پلې کړې دي.

 په افغانستان کې د امريکا د انجنيرۍ د برخې مشر جان کيتکا، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د يادو پيسو د لګښت له لارې تر ډېره د افغانانو په ژوند کې مثبت تغيير رامنځ ته شوى دی.

هغه وويل: "زه تردې وړاندې دوه ځله افغانستان ته راغلی وم او کله چې په درېيم ځل تېر کال افغانستان ته راغلم، نو په افغانستان کې ډېر پرمختګ شوی او زه يې ډېر متاثر کړی يم."

دی زياتوي، تردې وړاندې په افغانستان کې ډېرې ساختماني پروژې د بهرنيانو له لوري اداره کېدې، خو اوس ډېرې پروژې د افغاني ساختماني کمپنيو له لوري پر مخ وړل کېږي.

دی وايي، له ۲۰۰۳ کال راهيسي د امريکا او ناټو له لوري د لس ميليارده امريکايي ډالرو په لګښت ۱۲۰۰ ساختماني پروژې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه، ډېری پلې شوې پروژې په پوځي برخو کې لکه د افغان ملي ځواکونو لپاره د تاسيساتو، دفاعي پوهنتون او ملي اردو په اکاډمۍ کې ترسره شوې دي.

نوموړي همداراز وويل چې دوی په ملکي برخو کې هم يو شمېر پروژې پلې کړې دي چې د بېلګې په ډول يې د عامې روغتيا او برېښنا په وزارتونو کې د پروژو تر څنګ د سړکونو د پخولو په برخه کې ځينې پروژې يادې کړې.

جان کيتکا وايي، دا مهال دوی په ټول افغانستان کې ۵۴ پروژې تر کار لاندې لري او تر دې وروسته به هر کال د ۲۰۰ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت ځينې پروژې چې دوی يې په پام کې لري، پلې کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement