د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګه د پارلمان ودانۍ ته د شکمنو کسانو د ننوتو څرنګوالى څېړي

مشرانو جرګه د پارلمان ودانۍ ته د شکمنو کسانو د ننوتو څرنګوالى څېړي

Jul 16, 2017 - 16:55

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٦): مشرانو جرګه د دې جرګې پر مشر هغه لګېدلي تورونه رد کړل چې ګواکي له هغو شکمنو کسانو سره د مرستې په اړه ورباندې لګېدلي چې غوښتل يې د پارلمان ودانۍ ته ننوځي او د دې موضوع د څېړنې لپاره يې پلاوى وټاکه.

د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون مشر، ميرداد نجرابي تېره اوونۍ ويلي وو، يو شمېر شکمن کسان چې احتمالاً ترهګر دي، غوښتل يې د پارلمان ودانۍ ته داخل شي چې د امنيتي کسانو له خوا نيول شوي دي.

د نجرابي په وينا، د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار د دې کسانو له نيولو وروسته، پرته له دې چې معلوم شي ياد کسان د کومې موخې لپاره پارلمان ته د ننوتلو نيت درلود، څو ځلې اړيکه نيولې او ويلي يې دي چې هغوى بايد خوشي کړى شي.

د هغه په وينا، نيول شوو کسانو غوښتل چې د ولسي جرګې له غړي، حضرت علي سره د ليدنې په پلمه د پارلمان ودانۍ ته ننوځي؛ خو حضرت علي د پارلمان امنيتي مسوولينو ته ويلي چې دغه کسان شکمن دي او بايد ونيول شي.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د دې موضوع په اړه بحث شوى دى.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې پر ده لګېدلي تورونه بې اساسه وبلل او ويې ويل چې د ولسي جرګې اداري پلاوي د دې جرګې غړو ته اجازه نه ده ورکړې چې له اسنادو او شواهدو پرته د يوه غړي يا پارلمان په اړه خبرې وکړي.

هغه وويل چې بايد د شکمنو کسانو د داخلېدو او د هغوى د ازادېدو موضوع وڅېړل شي.

د دې جرګې يو شمېر نورو غړو هم پر مسلميار لګېدلي تورونه رد کړي او د دې موضوع د څېړنې غوښتنه يې کړې ده.

مشرانو جرګې بالاخره د دې جرګې د لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار په مشرۍ يو نهه کسيز پلاوى وټاکه څو دغه موضوع وڅېړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد نذير احمدزي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې شکمن کسان د حضرت علي له خبرېدو وروسته نيول شوي او رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دې موضوع څېړل د کشفي او استخباراتي ارګانونو  مسووليت دى او تر اوسه پورې داسې اسناد او شواهد نه دي ترلاسه شوي چې مسلميار دې له شکمنو کسانو سره مرسته کړې وي.

د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي هم خبريالانو ته ويلي چې تېره اوونۍ د شورا امنيتي موظفينو له ده سره اړيکه نيولې او ويلي دي چې پنځه شکمن کسان چې يوه يې ځان د ده وراره معرف کړى دى، د شورا انګړ ته داخل شوي دي.

هغه زياته کړه چې هغه د شورا امنيتي موظفينو ته دنده سپارلې څو کسان ونيسي؛ ځکه هېڅ تړاو نه ورسره لري.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې ياد کسان په ضمانت خوشي شوي او بايد دغه موضوع د کشفي او استخباراتي ارګانونو له خوا وڅېړل شي.

د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون مشر ميرداد خان نجرابي نن د ملي شورا په انګړ کې خبريالانو ته وويل چې ده دغه موضوع له حضرت علي سره د اړيکې پر اساس له جرګې سره شريکه کړې او مسلميار يې نه دى تورن کړى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement