د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

Jul 17, 2017 - 14:08

جلال اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار ولايت روداتو او کامې ولسواليو کې د باران او توپان له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون  څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل،تېر ماښام د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د باران د سخت ورښت له امله سيلابونه راووتل.

هغه زياته کړه، د سيلاب له امله د روداتو او کامې ولسواليو په مربوطاتو کې يوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي او يو شپېته کلن سړی ټپي شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر ماښام د روداتو ولسوالۍ حصار شاهي سيمه کې د باران او توپان له امله په يوه کور کې د ونې غورځېدو له امله يو ماشوم او مېرمن مړه شوي دي.

په ورته وخت کې کامې ولسوالۍ کې هم د يوې ونې چپه کېدو له امله هم يو ماشوم مړ او يو شپېته کلن سړی ټپی شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې امنيتي مسوولينو د سيمې خلکو په مرسته له نهر څخه د يو ۳۵ کلن ځوان جسد، چې هويت يې څرګند نه دی را ايستلی او عدلي طب ته يې لېږدول دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement