د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غنی له چورلکې د سروبي ولسوالۍ سېلاب ځپلې سيمې وليدې

ولسمشر غنی له چورلکې د سروبي ولسوالۍ سېلاب ځپلې سيمې وليدې

Jul 18, 2017 - 18:53

کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): ولسمشرغنی له چورلکې د کابل سروبي ولسوالۍ سېلاب ځپلو سيمو تر ليدو وروسته له سېلاب ځپلو سره د مرستې او د سېلابونو د زيانونو کمولو لپاره د اړينو کړنو امر وکړ.

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د چنګاښ په ٢٥ مه د سيلابونو له امله ١٧ تنه مړه او يو شمېر ټپيان شول او درانه مالي زيانونه يې واړول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار له یو شمېر چارواکو سره يوځاى د سروبي ولسوالۍ د وروستیو سېلابونو له امله ځپل شوې سیمې له چورلکې څخه ولېدلې.

سرچينه ليکي چې غنې وروسته په ارګ کې په جوړه شوې غونډه کې په سروبي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه د اړوندو مسوولینو راپور واورېد.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د راپور تر اورېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو شویو کورنیو ته د رسېدنې په موخه ژر بېړنۍ مرستې وکړي.

ولسمشر ويلي چې سروبي کې د سېلابونو له زیانونو او مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه تخنیکي مطالعې ته اړتیا ده.

د ده په وينا، سروبي ولسوالي دې په یوه پلاني سیمه بدله او له سیلابونو څخه دې د خونديتوب لپاره ورته لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د کلیو پراختیا او ښار جوړولو وزیرانو او د پایتخت زون د پراختيا ادارې مسوول ته لارښوونه وکړه چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ سیمې مطالعه او تشخیص کړي او تر ګواښ لاندې سیمو کې د کورونو جوړولو پرځای دې له خلکو سره په مشوره د کورونو جوړولو لپاره بدیلې سیمې مشخصې کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement