د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان نولس کلنې لوبډلې په کرکټ کې مالیزیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

افغان نولس کلنې لوبډلې په کرکټ کې مالیزیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

Jul 21, 2017 - 12:27

کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٦): د کرکټ مسوولين وايي چې افغان نولس کلنو ملي لوبډلې د ماليزيا لوبډلې ته په لسو ويکټو ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ د رسنیو د اړیکو مسوول فرید هوتک پژواک ته وویل د لوبې پچه ماليزيا وګټله او خپله يې توپوهنه پيل کړه چې د ۲۲،۲ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۵۸ منډې جوړې کړې.

ده زياته کړه، د افغان نولس کلنو له لوري مجيب ځدراڼ ۶، طارق ستانکزي ۲، وفادار مومند او يوسف ځاځي يو يو لوبغاړي وسوځول.

خو د ده په خبره، افغان لوبډلې وکولی شو چې ورکړل شوی هدف په اسانۍ سره په ۵،۴ اور کې پوره کړي چې دروېش رسولي ۳۸ او نويد عبيد ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او ماليزيا لوبډلې ته يې په ۱۰ ويکټو ماتې ورکړه.

دى وايي، د لوبې غوره لوبغاړی مجيب ځدراڼ چې د مقابلې لوبډلې ۶ لوبغاړي يې وسوځول، وټاکل شو.

له دې مخکې افغانستان نیپال، سينګاپور او مالیزیا ته ماتې ورکړې وې.

په دې سیالیو کې هره لوبډله له بلې سره دوه دوه لوبې کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement