د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٥ کسان مړه او ٢٨ نور ټپيان شوي

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٥ کسان مړه او ٢٨ نور ټپيان شوي

Jul 23, 2017 - 14:25

پلخمري (پژواک، د زمري لوړۍ نېټه ٩٦): د بغلان چارواکي وايي چې د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي سيمه کې د مسافرو موټر اوښتو له امله ١٥ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او شا وخوا ٢٨ کسان ټپيان شوي دي.

 د بغلان د ترافيکو ادارې د پېښو امر دويم څارن سهراب پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوې چې د مسافرو ٤٠٤ ډوله موټر له کابل څخه مزارشريف ښار ته پر لارې و، چې د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي سيمه کې له سړک اوښتى او چپه شوى دى.

د بغلان ولايت د عامې روغتيا مرستيال عبدالحليم غفاري وايي چې په ياده ترافيکي پېښه کې ١٥ کسان مړه شوي او ٢٨ نور ټپيان دي، چې ټپيان اوسمهال د پلخمري ښار په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هغه زياته کړه، په مړو شوو کسانو کې درې مېرمنې او درې ماشومان هم شامل دي او دغه راز په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان شته  چې له دې ډلې يې د لسو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع د پېښې په سيمه کې خبريالانو ته وويل،  ياده پېښه  د موټر چلوونکي د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې چې په پايله کې يې موټر چلوونکى له سيمې تښتېدلى دى.

نوموړي زياته کړه: "له دې وروسته ترافيکو ته لارښوونه کېږي، څو يادې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او کوم کسان چې بې احتياطي کوي، هغوى ونيسي او موټر  يې ترې ضبط کړي."

 د غلام علي په نوم يو مسافر چې په ياده پېښه کې يې خپل زوى له لاسه ورکړى، وايي چې موټر چلوونکى د موټر چلولو پر مهال په  عادي حالت کې نه و او له دولت غوښتنه کوي، چې د دا ډول کسانو مخنيوى وکړي، څو پايله کې يې عام خلک د دا ډول پېښو قرباني نه شي.

بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د يادې ترافيکې پېښې له امله چې په پايله کې يې يو شمېر هېوادوال ټپيان او ځينو نورو ژوند له لاسه ورکړى، ژور خپګان څرګند کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement