د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسي جرګې غړې پروين نورستانۍ په ترافيکي پېښه کې مړه شوه

د ولسي جرګې غړې پروين نورستانۍ په ترافيکي پېښه کې مړه شوه

Jul 31, 2017 - 17:22

جلال اباد (پژواک، ٩ زمرى ٩٦) : په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازې پروين نورستانۍ په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوه .

په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازي مولوی احمدالله موحد د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، پروين نورستانۍ نن مازيګر شاوخوا ۴ بجې له کابله جلال اباد ته پر لاره وه چې په يوه ترافيکي پېښه کې يې ژوند له لاسه ورکړ.

هغه زياته کړه، پېښه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړونده د درونټې په سيمه کې رامنځته شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان هم دي.

يوې بلې سرچينې هم پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار  د عامې روغتيا روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله شينواري پژواک اژانس ته وويل، د پروين نورستانۍ جسد او يو بل ټپي روغتون ته را وړل شوي دي.

ډاکټر پروين نورستانۍ د عبدالقدير لور، چې په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د نورستان ولايت په ويګل ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. خپلې ثانوي زده کړې يې په کابل کې د ابوالقاسم فردوسي لېسه کې په ۱۳۶۹ لمريز کال کې ترسره کړي او په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د کابل د طب له پوهنتون څخه فارغه شوې.

نوموړې په ۱۳۷۵- ۱۳۸۰ کلونو کې د نورستان د وايګل په ښوونځي کې تدريس کړی او په ۱۳۸۱-۱۳۸۷ کلونو کې، په کابل پوهنتون کې د زده کړې ترڅنګ يې د نورستان د ښځو چارو په رياست کې دنده هم درلوده.

پروين نورستانۍ د کابل طب څخه تر فراغت وروسته يې د نورستان په روغتونونو کې د دوو کلونو لپاره دنده ترسره کړې. مورنۍ ژبه يې نورستاني وه او په انګليسي ژبه هم پوهېده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement