د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې تېرې ١٢ مياشتې نږدې ٢٤٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېرې ١٢ مياشتې نږدې ٢٤٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Aug 03, 2017 - 16:16

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): په افغانستان کې په تېرو ١٢ مياشتو کې د بېلابېلو بريدونو له امله په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې څلورمه برخه په اکټوبر او جولاى کې ده.

د پژواک خبري اژانس ورځني خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوي، ښيي چې د ٢٠١٦ ميلادي کال په وروستيو پنځو او د روان ٢٠١٧ کال په لومړيو ٧ مياشتو کې ټول ١٩٣٢ بېلابېل بريدونه شوي چې له امله يې ١٣٩٩٧ تنه وژل شوي او ١٠٤٨٩ نور ټپيان دي.

د دې مرګ ژوبلې تر ټولو ډېره په ترتيب سره په مخامخ نښتو، هوايي او ځانمرګو بريدونو کې اوښتې ده.

شمېرې ښيي چې له هرو ١٤ تنو اتو ته په مخامخ نښتو، درېيو ته په هوايي بريدونو، دوو ته په ځانمرګو بريدونو او يوه، يوه ته په هدفي بريدونو او بېلابېلو چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوځي شنونکی او متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت پژواک خبري اژانس ته وويل، په مخامخ نښتو کې ځکه د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده چې تر نورو بريدونو مخامخ نښتې ډېرې دي او په دا ډول نښتو کې د ښکېلو غاړو د کسانو تر څنګ، ځیني وخت ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د پژواک راپورونه ښيي چې له هرو ١٩ بريدونو ٨ مخامخ نښتې دي، څلور د هدفي وژنو بريدونه، درې، درې چاودنې او هوايي بريدونه او يو ځانمرګې بريد دى.

طاقت وايي، د هوايي بريدونو مرګ ژوبله ځکه ډېره وي چې په دې ډول بريدونو کې د پوځي هدف تر څنګ نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړي؛ ځکه چې د تخريب ساحه يې ډېره وي او کېداى شي ځيني پر هدف ونه لګي.

د پژواک راپورونه ښيي چې په تېرو ١٢ مياشتو کې تر ټولو ډېر (٣٢٩) بريدونه په ننګرهار، ١٦٧ په فارياب، ١٥٢ په هلمند، ١٤٦ په کندهار، ٨١ په فراه او ٧٣ په پلازمېنې کابل کې ترسره شوي دي.

تر ټولو لږ بريدونه په غور، ميدان وردګو، سمنګانو، بادغيس، نورستان او باميانو ولايتونو کې ترسره شوي خو په تېرو ١٢ مياشتو کې له پنجشېر او دايکنډي ولايتونو پژواک د بريد راپور نه دى تر لاسه کړى.

چارواکي او شنونکي د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو تر څنګ ځيني نور عوامل هم په ځينو ولايتونو کې د جګړې د ډېروالي لاملونه بولي.

پوځي شنونکي عبدالواحد طاقت وويل چې په ننګرهار کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو او وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې مرکزيت، د هېواد شمالي ولايت فارياب له لارې مرکزي اسيا ته د داعش ډلې د رسولو هڅې د دې لامل شوي چې دغه ولايتونه ډېر نا امن شي.

هغه ونه ويل چې څوک غواړي د داعش ډله مرکزي اسيا ته ورسوي.

دغه راز دى وايي چې په هلمند او کندهار کې د وسله والو مخالفينو د شتون تر څنګ د نشه يي توکو د کښت، د دغو توکو د قاچاق د سترو مرکزونو او هيروينو د توليدي فابريکو شتون د جګړو د ډېروالي لاملونه دي.

د هغه په اند، له ايران سره پر پوله پروت فراه ولايت کې د بهرنيو لاسوهنو له امله نا امنۍ ډېرې دي.

طاقت پر کابل ښار د بريدونو په اړه وويل: "وسله والو ډلو ته له سياسي پلوه کابل ډېر ارزښت لري نو ځکه غواړي په دې ښار کې خپلو بريدونو ته زور ورکړي، د افغانستان حکومت وننګوي او نړيوالو ته دا وښيي چې ګني دوی پياوړي دي او کولای شي چې په پلازمېنه کې هم وسله وال فعاليتونه لري."

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري په کابل، ننګرهار، هلمند او کندهار کې د بريدونو د ډېروالي او په پنجشېر او دايکڼدي کې د بريدونو د نه شتون د لاملونو په اړه ورته نظر لري او وايي چې سرحدي ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو اسانه اکمال هم د جګړې پر ډېروالي اثر لري.

 خو هغه وايي، فارياب کې ځکه جګړې ډېرې وې چې ځينې سيمې يې غرنۍ او په ځنګلونو پوښلې دي، هلته د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو لپاره زمينه برابره ده او دولت يې هم پر ضد عمليات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ډېر نور ولايتونه لکه نورستان، باميان او نور هم غرني دي خو د پژواک د راپورونو له مخې، په تېرو ١٢ مياشتو کې هلته ډېر لږ بريدونه شوي دي.

په تېرو ١٢ مياشتو کې يواځې د ٢٠١٦ کال د ډسمبر مياشتې په ٢٢مه او ٢٧مه پژواک د بريد راپور نه دى ترلاسه کړى.

د راپورونو له مخې، په تېرو ١٢ مياشتو کې تر ټولو ډېر بريدونه (١٥) د روان ميلادي کال د مې په ١٥مه ترسره شوي او تر ټولو ډېرو کسانو (٥٦٧ تنو ته) هم د همدې مياشتې په ٣١مه مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې ١٣٩٩٧ تنه وژل شوي او ١٠٤٨٩ نور ټپيان دي او دې شمېرو ته په پام په ياده موده کې په هر بريد کې په منځنۍ کچه ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د مرګ ژوبلې شمېر ته پام په تېرو ١٢ مياشتو کې هره ورځ په منځنۍ کچه ٦٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په تېرو ١٢ مياشتو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ترتيب په ننګرهار، هلمند، کابل، فارياب او اروزګان ولايتونو او تر ټولو لږ په باميانو، سمنگان، نيمروز، بادغيس او ميدان وردګو ولايتونو کې اوښتې ده.

د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې په تېرو ١٢ مياشتو کې د روان کال تېره جولاى مياشت هم خونړۍ ده خو د مرګ ژوبلې کچه يې د تېر کال اکتوبر مياشتې ته نه ده رسېدلې او په دې موده کې ټر ټولو ډېره مرګ ژوبله په تېر اکتوبر کې اوښتې ده.

تجربو ښودلې چې پخوا به د هوا په سړېدو سره په تېره بيا په ژمي کې جګړې او مرګ ژوبله يې کمېدله او تېر کال تر اکټوبر وروسته هم د هوا په سړېدو سره جګړې او مرګ ژوبله يې کمه شوې، خو  په ژمي کې يې بيا زور اخستى او ورځ تر بلې ډېرې شوي دي.

افغان وژنه بنده کړئ!

د جګړې قربانيان له ښکېلو ډلو غواړي چې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د سپين جومات سيمې اوسېدونکې ۱۳ کلنه نورزيه چې تېره مياشت يې په چاودنه کې دوې پښې پرې شوې، د جګړو بندېدل غواړي.

هغه چې له ژونده سخته ناهيلې ده، وايي که جګړې همداسې دوام وکړي، نو ډېرې همځولې به يې د دې په څېر د بدن غړي له لاسه ورکړي، ډېر افغانان به ووژل شي او ډېر ماشومان به يتيمان شي.

د فراه د مرکز د ګنهکان سيمې اوسېدونکي محمدهوتک وايي، د تره زوى يې بسم الله چې د دغه ولايت په مستوفيت کې مامور و، دوې مياشتې وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا له حکومته د ملاتړ په تور ووژل شو او شپږ ماشومان يې يتيمان شول.

د ده په وينا، د بسم الله درې کلن ماشوم هره ورځ له خپلې مور د پلار پوښتنه کوي خو مور يې پرته له دې چې اوښکې تويې کړي، خپل ماشوم ته نور څه نه لري.

هغه وايي: "کله چې د دې کورنۍ غم او خپګان ګورم، واقعاً د زغم نه دی؛ د جګړې له ښکېلو خواوو غواړو چې د خدای په خاطر دې نور جګړې ته د پای ټکى کېږدي، نور دې بېوزلې مېرمنې نه کونډوي او معصوم ماشومان دې نه يتيموي."

د جګړې د مخنيوي لارې

د چارو شنونکي هم جګړه د حل لار نه بولي او د بندېدو لپاره يې بېلابېل وړانديزونه لري.

عبدالواحد طاقت وايي چې په افغانستان کې د جګړې د پاى لپاره اړينه ده چې بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي خو له افغانستان سره دې د خپلو لوژستيکي او اقتصادي مرستو لړۍ جاري وساتي.

دی زياتوي، کله چې له افغانستانه بهرنيان ووځي، د جګړې د دوام لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو پلمه له منځه ځي، تر ډېره به له مخالفينو سره د هغوی د بهرنيو مرسته کوونکو مرستې هم ټکنۍ شي او د جګړې د پاى لامل به شي.

خو د سياسي چارو شنونکی محمد يونس فکور وايي: "په افغانستان کې هغه وخت د جګړې پای ته رسېدل او د سولې ټينګښت ممکن دی چې امريکا او د ناټو غړي هېوادونه په ګډه داسې ستراتيژي جوړه کړي چې له مخې يې هم په سياسي برخه کې د سولې د ټينګښت لپاره ممکنه لارې سنجول شوې وي او هم پر پاکستان او استخباراتو يې داسې فشار راوستل شي چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت او جګړې ختمول ومني."

د ده په وينا، تر څنګ يې بايد د افغانستان د حکومت مشران او ټول چارواکي په يوه خوله شي او په واقعي ډول د هېواد ستونزو ته د حل لار ولټوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement