د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو په لوګر کې د ځینو پرمختیايي پروژو چارې درولې دي

بيارغونه

ارشيف

طالبانو په لوګر کې د ځینو پرمختیايي پروژو چارې درولې دي

Aug 08, 2017 - 16:32

پل علم (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د ځينو پرمختيايي پروژو چارې بندې کړې دي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د محمد اغې ولسوالۍ يوه قومي مشر سراج احمد د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څه موده وړاندې د سرخاب- پل کندهاري، دهنو- پل کندهاري او سرخاب- برګ سيمو د سړک جوړونې چارې پيل شوې.

هغه وايي: ((خلکو ډېرې هلې ځلې وکړې چې حکومت دغه پروژې شروع کړي؛ ځکه سړکونه ډېر خراب وو، بالاخره پس له ډېره وخته دغه پروژې شروع شوې.))

خو دى وايي چې له تېرو څو اونيو راهيسې وسله والو طالبانو د دغو سړکونو د جوړونې چارې بندې کړې دي.

دغه راز د احمدزيو د کلي قومي مشر محراب الدين هم ورته څرګندونې وکړې او يې ويل چې طالبانو څه موده وړاندې په دې سيمه کې د يادو شرکتونو څلور موټر هم وسوځول.

هغه وايي: ((طالبانو دې شرکتونو ته ويلي وو چې کار بند کړي کله چې کار بند نه کړ طالبانو يې هم موټر وسوځول.))

دغه راز د سرخاب سيمې اوسېدونکي علم ګل پژواک ته وويل چې دغه پروژې د خلکو د لومړيتوبونو پر بنسټ پيل شوې وې.

هغه زياته کړه: ((زموږ سړک ډېر خراب دى، د نيم ساعت لاره موټر په يو نيم ساعت کې وهي، مريضان شفاخانې ته نه رسېږي، کرنيز حاصلات په سمه توګه بازار ته نه رسېږي، بېخي خلک په مشکل کې دي.))

يادو او د دې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو له طالبانو غوښتنه وکړه چې دې ټولګټو پروژو ته اجازه ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې پر ياده موضوع خبر دى او خلکو په دې برخه کې ولايتي شورا ته شکايتونه کړي دي.

د ستانکزي په وينا، سيمه ييز حکومت تر اوسه پر دې نه دى توانېدلى چې دغه ستونزه هواره کړي.

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح هم پژواک ته وويل چې په محمد اغې ولسوالۍ کې طالبانو د پرمختيايي پروژو چارې بندې کړې دي.

صالح وايي چې حکومتي چارواکو د قومي مشرانو په منځګړتوب هلې ځلې پيل کړي څو دغه ستونزه هواره کړي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په محمد اغه کې طالبانو د يو شمېر پروژو چارې بندې کړې دي.

هغه وايي: ((هر شرکت چې په لوګر کې کار کوي، بايد زموږ د موسساتو له کمېسيون سره خپل ټول اسناد شريک کړي چې د پروژې کيفيت څنګه دى، پيسې له چا نه اخلي، پروژه په کوم ځاى کې تطبيقوي او څوک په کې کار کوي او نور.))

د مجاهد په وينا، يادو شرکتونو خپل اسناد د دوى له کمېسيون سره نه وو شريک کړي نو ځکه يې چارې هم بندې شوې دي.

محمداغه د مرکز پل علم شمال ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې په دې وروستيو کې يې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement