د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناامني، ناسم دودونه او د مالي امکاناتو کموالى د ښځو پر وړاندې مهمې ستونزې وبلل شوې

ناامني، ناسم دودونه او د مالي امکاناتو کموالى د ښځو پر وړاندې مهمې ستونزې وبلل شوې

Aug 08, 2017 - 18:06

کابل(پژواک، ۱۷ زمری ۹۶): د کابل يوه ناسته کې ناامني، ناسم دودونه او د مالي امکاناتو کموالى د افغان ښځو پر وړاندې له مهمو ستونزو وبلل شول او د لرې کولو لپاره يې د کورنيو او بهرنيو اړوندو ادارو پر همغږۍ ټينګار وشو.

دغه ناسته د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر د سلاکارې فرخنده زهرا نادري په نوښت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو مشرې او هېواد کې د ښځو د حقونو فعالانو په ګډون نن کابل کې جوړه شوې وه.

فرخندې وويل:"د دې ناستې اساسي موخه دا ده چې په ټوليز ډول د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او په افغانستان کې د مدني ټولنو او ښځو حقونو لپاره د جوړو شويو ادارو تر منځ همغږي پياوړي شي، تر څو د ښځو ژوندانه د لاښه والي په برخه کې ګټورې لاسته راوړنې ولرو."

د افغان مېرمنو شبکې مشرې حسينه صافۍ د مېرمنو اړوند د مدني ټولنو په استازيتوب وويل، له دې سره سره چې په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان کې د ښځو چارو په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي خو لا هم ډېرې مېرمنې له بېلابېلو تاوتريخوالو او ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

هغې زياته کړه، په هېواد کې ناامني، د ښځو د ملاتړ سېسټم نشتوالى، فرهنګي ستونزې او په ډېرو برخو کې د مالي امکاناتو کموالی هغه څه دي چې له امله يې د افغان ښځو په ژوند په تېره په لرې پرتو سيمو کې مثبت بدلون نه دی رامنځته شوى.

صافۍ د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو له څانګې وغوښتل چې د دې سازمان اړوند ټولې هغه ادارې چې د ښځو په برخه کې فعاليت لري خپلې کړنې همغږې کړي او د افغان ښځو د ژوند د ښه والي لپاره پلانونه يې په افغانستان کې د مېرمنو چارو له اړوندو ادارو سره په همغږى جوړ کړي، تر څو په پلي کولو کې يې ستونزې رامنځته نه شي.

هغې په افغانستان کې د مېرمنو اړوند ټولنو هم وغوښتل چې خپلې کړنې همغږۍ کړي تر څو کړنې يې ښې پايلې ولري او وکولی شي له هغو مرستو ښه څارنه وکړي چې نړيواله ټولنې يې په دې په دې برخه کې کوي.

د هغې په وينا، نړيوالې ټولنې افغانستان سره د ښځو په برخه کې ډېرې مرستې کړي، خو له دې امله چې په پراګنده ډول لګول شوي، تر ډېره بريده څرګندې پايلې نه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو مشرې ربيکا تاورس (Rebecca Tavares) وويل چې د دوی موخه په افغانستان کې د ښځو د ژوندانه ښه والی او د تاوتريخوالي له منځه وړل دي.

هغه وايي، ملګري ملتونه ژمن دي چې په دې برخه کې له افغان حکومت، مدني ټولنو او ښځو د حقونو له فعالانو سره کار او مرسته وکړي.

دې د افغان ښځو وړانديزونه مهم وبلل او ويې ويل چې ملګري ملتونه کولاى شي دې وړاندېزونو ته په پام د افغان ښځو د ستونزو لرې کولو لپاره موثرې کړنې وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement