د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې دې بدلون راشي"

"د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې دې بدلون راشي"

Aug 16, 2017 - 16:59

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ لسګونو کارکوونکو د ادارې مشرتابه پر غير مسلکي چلند تورن کړ او له حکومته يې د رهبرۍ د بدلون غوښته وکړه.

د کرکټ بورډ د رسنيو مسوول او وياند عزيز غروال، د لوبې د پرمختيايي چارو مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي او د کورني کرکټ مسوول داوود بابر د زمري په ٢٥مه د نورو په استازيتوب خبريالانو سره خبرې وکړې.

غروال وويل، کله چې موږ کاري تړون لاسليک کاوو، نو دا ژمنه مو وکړه چې د کرکټ لوبې د پرمختګ لپاره کار کوو او د دې لوبې ساتنه او پالنه به يې لومړى شرط وي.

هغه زياته کړه، کله چې عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس په توګه وګومارل شو؛ نو د اصلاحاتو او له مسلکي کدرونو څخه د کار اخيستلو ژمنې وکړې.

د نوموړي په وينا، خو د وخت په تېرېدو سره مشعل مسلکي کسان له دندو لرې کول او پر ځاى يې  د اداري او منابع بشري قوانينو پر ضد خپل کسان پر دندو ګومارل.

غروال وايي، له بده مرغه  د کرکټ په اداره کې داسې منفکۍ، ګومارنې او بدلونونه وشول چې د کرکټ ادارې او لوبې ته يې زيان رساوو.

د نوموړي په وينا، په همدې غبرګون د دې ادارې تر ٢٥ زيات برحاله مامورين او يو شمېر منفک شوو کسانو له دې ادارې سره پرېکون اعلان کړ.

هغه وايي: ((د هېچا دنده خوندي نه وه، هره ورځ به يو شمېر کسان منفک کېدل او ځينې نور به نورو څانګو ته چې هلته به يې کاري تجربه نه درلوده، لېـږل کېدل.))

دى وايي، د دوى د کاري پرېکون د کرکټ ژغورنه ده، هېڅ ډول سياسي اهداف نه لري.

نوموړي له ولسمشر، اجرائيه رييس، د کرکټ بورډ له غړو او له ملي شورا وغوښتل چې د دې ستونزې په هواري کې مرسته وکړي.

د کرکټ بورډ بل کارکوونکي مشرف شېرزاد وويل چې د ادارې مشر شکرالله عاطف مشعل داسې کسان له دندو لرې کړل چې د ماسټرۍ تر کچې پورې يې لوړې زده کړې او داسې کسان يې راوستي چې تر دوولسم پورې يې زده کړې دي.

هغه د مشعل له خوا پر کارکوونکو د فساد تورونه رد کړل او هغه يې وننګاوه چې که اسناد لري نو دوى رسنيو او محاکمو ته ورکړي او دوى دې څارنوالۍ ته وسپاري.

شېرزاد وويل چې عاطف مشعل په لومړيو کې د ادارې د تفتيش ژمنه کړې وه، اوس شپږ مياشتې تېرې شوې، تفتيش يې د هغه په وينا، بشپړ کړى، خو د رسنيو په واک کې يې نه ورکوي.

هغه زياته کړه چې له مشعل  څخه يې هر وخت د ستونزو د هواري لپاره د وخت غوښتنه کوله، خو هغه وخت نه ورکاوه.

نوموړي تور پورې کړ چې مشعل يو شمېر قراردادونه د تدارکاتو له اصولو خلاف کړي او دوى يې اسناد هم لري.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، د بورډ کار کوونکو چې له ادارې سره یې پرېکون اعلان کړی، دوی ته يې رسماً هېڅ نه دي ویلي او دا يې نامسلکي او بې قانونه عمل وباله.

هغه زياته کړې، دوی پر دې هم نه دي خبر چې پرېکون کوونکو استعفا کړې او که نه او نه يې هم له دوى سره خپلې ستونزې شريکې کړې دي.

مشعل وویل، ځیني کسان چې مخکې له دندې ګوښه شوي، دوى يې په اړه د فساد ثبوتونه لري او ژر به یې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

نوموړي زياته کړې: ((په اداره کې اصلاحات د ځینو خوښ نه دي؛ ځکه بیا دغه ډول منفي تبلیغات کېږي.))

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement