په دولتي او خصوصي ادارو کې جنسي ځورونو د مېرمنو د کار مخه نيولې
په دولتي او خصوصي ادارو کې جنسي ځورونو د مېرمنو د کار مخه نيولې
کندوز ښار(پژواک،٢٦زمرى٩٦): د کندوز يوشمېر مدني فعالين وايي چې جنسي ځورونو په دولتي او خصوصي ادارو کې د مېرمنو د کار مخه نيولې ده.
د شمال ختيځ زون د مدني فعالينو يوې ډلې په يوه خبري غونډه کې، په شمال ختيځ زون کې د مېرمنو جنسي ځورونې د اندېښنې وړ بللې او و يې ويل چې مېرمنو د جنسي ځورونو له امله په دولتي ادارو کې خپل کارونه پرېښي دي.
په دغه غونډه کې د شمال ختيځ زون د څلورو ولايتونو مدني فعالينو ګډون کړى و او د مېرمنو پر جنسي ځورونو يې اندېښنه په ډاګه کړه او له د ولت څخه يې وغوښتل چې د پوهاوي په برخه کې دې مسوولينو ته ورکشاپونه جوړ کړي.
د کندوز ولايت يوه مدني فعاله حبيبه ګلستاني د کندوز ولايت په دولتي ادارو او واټونو کې د مېرمنو پر اوسني وضعيت اندېښنه په ډاګه کړه.
ګلستاني وايي:" دغه غونډه چې نن د مېرمنو د ځورونې د مخنيوي په نوم ترسره شوه، د پوهولو لپاره د داډول پروګرامونو جوړېدل ښه دي، ډېرى مېرمنې په کار ځايونو، واټونو او نورو ځايونو کې ځورول کېږي او په همدې دليل مېرمنې د کار پرېښودلو ته اړ کېږي او موږ په دې اړه سخته اندېښنه لروو. "
يوه بله مدني فعاله،راضيه نوري چې په ياده غونډه کې يې له بغلان ولايت څخه ګډون کړى و، وايي چې بغلان ولايت په ادارو کې د مېرمنو وضعيت نسبتا ښه دى، خو تر اوسه هم جدي ستونزې شته دي.
نوري وايي:" به ادارو کې ځورونې نسبتا کمې دي، خو په واټونو او سړکونو کې لا هم ځورونې شته دي او د دې اړتيا ده چې خلک د رسنيو له لارې وپوهول شي."
فرزانه حکيمي بله مدني فعاله ده چې په ياده غونډه کې يې له تخار ولايت څخه ګډون کړى، هغې په دولتي او خصوصي ادارو کې د مېرمنو ځورونې جدي وبللې او دولت يې مکلف وباله چې ددې کار مخه ونيسي.
په شمال ختيځ کې د مېرمنو د وړتياينې ددفتر استازي نصير حيران وايي چې د جنسي ځورونې د منع کېدو په نامه ننۍ غونډه کې چې ددغه دفتر له خوا له خوا جوړه شوې او په دغه پروګرام کې د څلورو ولايتونو د مدني بنسټونو استازو ګډون کړى دى.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ