د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د افغانستان د کرکټ بورډ مشران بايد له قانون سره سم وټاکل شي"

"د افغانستان د کرکټ بورډ مشران بايد له قانون سره سم وټاکل شي"

Aug 20, 2017 - 16:45

کابل (پژواک، ۲۹ زمرى ٩٦): ځيني مدني فعالان وايي، د کرکټ په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه بايد د کرکټ بورډ چارواکي د کرکټ نړيوالې ادارې له قوانينو سره سم وټاکل شي.

د ولسمشر د ځانګړو فرمانونو له مخې، شکرالله عاطف مشعل تېر کال په ليندۍ کې د کرکټ بورډ د عمومي رييس او شفيق الله ستانکزى د ١٣٩٣ کال په ليندۍ کې د کرکټ بورډ اجرايي رييس ټاکل شوي دي.

د "تغيير امېد" ټولنې مرستيال عنايت ناصر نن په کابل کې له ځينو نورو مدني ټولنو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل: "کومې څېړنې چې موږ کړي دا را معلومه شوه چې کرکټ بورډ په يوه سياسي اداره بدل شوی، عمومي رييس او اجراييوي رييس يې د کرکټ نړيوالې ادارې (ICC) قوانينو خلاف ټاکل شوي او په دې اړه ولسمشر ته ناسم معلومات ورکول کېږي."

د "تغيير امېد" ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې له کرکټ بورډ سره د دې ادارې د يو شمېر کارکوونکو پرېکون د دې ښکارندويي کوي چې په دې اداره کې ستونزې شتون لري.

د کرکټ بورډ لسګونو کارکوونکو څلور ورځې مخکې له دې ادارې سره پرېکون اعلان کړ.

دغو کسانو د کرکټ بورډ مشرتابه پر غير مسلکي چلند او له دندو د مسلکي کسانو په لرې کولو تورن کړ او د مشرتابه د بدلون غوښتنه يې کوله.

د تغيير اميد ټولنې غوښتنه کړې چې د کرکټ بورډ رييس بايد د بورډ د خپلمنځي ټاکنو له لارې او د کرکټ بورډ اجرايوي مشر بايد د ازادو سياليو له لارې وټاکل شي.

د ناصر په اند، که په دې برخه کې اصلاحاتو او قانوني کړنو ته پاملرنه ونه شي نو له يوې خوا به کرکټ بورډ نړيوال وياړونه له لاسه ورکړي او له بلې خوا به دغه اداره هغه فرصتونه هم له لاسه ورکړي چې تر اوسه ورته مساعد شوي دي.

سرچينه زياتوي چې که وړانديزونه يې ونه منل شي نو پراخ مدني حرکتونه به پيل کړي.

د ځوانانو د ثقافت اسلامي ټولنې د لوبو چارو مسوول محمدګل بابکرخېل هم په نننۍ ناسته کې وويل چې د  لوبو اړوند ادارو چارې غير مسلکي کسانو ته سپارل شوي او دې کار ستونزې رامنځته کړي دي.

هغه دعوه کوي چې د لوبو ادارې په ځانګړي ډول کرکټ بورډ منظمه تګلاره او سيستم نه لري او پرېکړې په کې اشخاص کوي.

دغه راز د شېرخان بابا د ادبي او اجتماعي ټولنې موسس حنيف ناشر هم ورته نظر درلود، ويې ويل چې په کرکټ بورډ کې اصلاحاتو ته اړتيا ده او چارواکي يې بايد له نړيوالو قوانينو سره سم وټاکل شي.

د کرکټ بورډ ادارې په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل پژواک ته ويلي وو چې د بورډ کار کوونکو چې له ادارې سره يې پرېکون اعلان کړی، دوی ته يې رسماً هېڅ نه دي ويلي او دا يې نامسلکي او بې قانونه عمل وباله.

هغه زياته کړې وه، دوی پر دې هم نه دي خبر چې پرېکون کوونکو استعفا کړې او که نه او نه يې هم له دوى سره خپلې ستونزې شريکې کړې دي.

مشعل ويلي وو چې ځيني کسان چې مخکې له دندې ګوښه شوي، دوى يې په اړه د فساد ثبوتونه لري او ژر به يې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

نوموړي زياته کړې وه: ((په اداره کې اصلاحات د ځينو خوښ نه دي؛ ځکه بيا دغه ډول منفي تبليغات کېږي.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement