د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" کندوز کې مستحقو بې ځايه شوو ته مرسته شوې پيسې نه دي ورکړل شوې"

ټولنه

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

" کندوز کې مستحقو بې ځايه شوو ته مرسته شوې پيسې نه دي ورکړل شوې"

Aug 23, 2017 - 16:29

کندوزښار(پژواک، د وږي لومړۍ٩٦):د کندوز ولايتي شورا او اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د بېځايه شويو کورنيو لپاره مرسته شوې پيسې د چارواکو له خوا خوړل شوې او مستحقينو ته نه دي ورکړل شوې.

  ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له خوا د کندوز ښار  له دويم ځل سقوط وروسته د دغه ولايت له بې ځايه شويو کورنيو سره ١٤٠ميليون افغانۍ مرسته وکړه چې د دغه ولايت د ځايي چارواکو په وينا، ٧٠ميليونه پر بېځايه شويو کورنيو وېشل شوې او ٧٠ميليونه نورې اوس دغه ولايت ته رسېدلې دي.

 ٧٠کلن سليمان چې له خپلې پنځه کسيزې کورنۍ سره د کندوز ښار په يوه کنډواله کې اوسېږي، ادعا کوي چې د بې ځايه شويو په نامه ډېرى مرستې د دغه ولايت د چارواکو له خوا خوړل شوې دي.

 سليمان زياته کړه:" موږ په دې کنډواله کور کې له ستونزو ډکې شپې ورځې تېروو، د غرمې او ماښام ډوډۍ نه لرو، زما ډېرى ماشومان لمر وهلي او ناروغان دي، حکومت بايد زموږ غم وخوري او زموږ اوښکې دې پاکې کړي. "

د څلورو ماشومانو مور شفيقه هم د دغو بې ځايه شويو له جملې څخه ده.

هغې په داسې حال کې د خپل ژوند له خراب وضعيت څخه شکايت کاوه چې د ولت يې له بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې په برخه کې ناکام وباله.

شفيقې پژواک ته وويل:"زموږ کور وران شو، در په در شوو، ماشومان مو شپه او ورځ ناروغان وي، تر اوسه زموږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې، هر ځل چې مرسته راځي د چارواکو جيبونو ته لوېږي، موږ غريبان وږي او تږي يوو."

د کندوز يوشمېر نورو بې ځايه شويو هم ورته څرګندونې درلودې.

 له بلې خوا ولايتي شورا هم له بې ځايه شويو کورنيو سره پر حيف او ميل سخته نيوکه وکړه او حکومتي چارواکي يې د دغو مرستو پر خوړلو تورن کړل.

د کندوز د ولايتي شورا منشي زرګل عالمي له پژواک سره په خبرو کې ادعا وکړه چې مستحقينو ته مرستې نه رسېږي او د چارواکو په منځ کې حيف ميل کېږي.

 هغه په د ې اړه کوم سند وړاندې نه کړ، خو زياته يې کړه:" پيسې حيف او ميل کېږي، که داسې ونه شي؛ ولې د خلکو چېغې دومره پورته کېږي؛ ولې وايي چې موږ ته نه دي رسېدلې؛ خلک هره  دقيقه شورا ته راځي، موږ دغه مساله جدي څېړوو."

 د کندوز د ولايتي شورا بل غړي صفي الله اميري هم وويل چې مرسته شوې پيسې بې ځايه شويو ته نه دي رسېدلې.

هغه زياته کړه:"تر اوسه دغه ولايت ته له بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې په نوم په ميليونو افغانۍ راغلې دي؛ خو د دغو پيسو  ډېره برخه د چارواکو جيبونو ته لوېدلې ده. "

 دغه ځايي چارواکي ټينګار  وکړ چې دغه بهير بايد روښانه شي او مرستې بايد مستحقو کسانو ته ورسېږي.

خو د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش له بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستو د حيف ميل کېدو په اړه د خلکو او ولايتي شورا د غړي ادعاګانې بې بنسټه وبللې او ويې ويل چې دغه بهير روښانه دى.

د هغه په وينا؛ پر بې ځايه شويو کورنيو د مرستو د وېشلو په کمېټه کې د ولايتي شورا غړى، د ملي امنيت استازى، د ولايت دمقام استازى او د خلکو استازى شتون لري؛ نو هېڅ امکان نه لري چې مرستې دې حيف و ميل شي.

 هغه زياته کړه:" لومړى هغو کسانو ته مرستې ورکول کېږي چې هم بې ځايه شوي و ي او هم زيانمن شوي او په دې اړه د ولايتي شورا او خلکو ټولې خبرې ردوم."

د دانش د معلوماتو له مخې، په دغه پړاو کې ٧٠ميليون افغانۍ پر شپږ زره کورنيو وېشل کېږي چې هرې کورنۍ ته ١١١٣٠افغانۍ ورکول کېږي.

کندوز د افغانستان له نا ارامه ولايتونو څخه دى، په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله د طالبانو له خوا ونيول شو چې د پرله پسې جګړو له امله د دغه ولايت ډېر شمېر استوګن بې ځايه شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement