د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اندخوى- شبرغان لويه لار کې د ترافيکي پېښې له امله ٦ کسان مړه شوي

پېښې

ارشيف

د اندخوى- شبرغان لويه لار کې د ترافيکي پېښې له امله ٦ کسان مړه شوي

Aug 29, 2017 - 10:17

ميمنه (پژواک، ٧ وږى ٩٦): سيمه ييز چارواکي وايي چې د اندخوى- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکې پېښې له امله د يوه ماشوم او دوو ښځو په ګدون شپږ کسان مړه شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان رحمت الله ترکستانى وايي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې د اندخوى- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه:((په دې پېښه کې د درېيو نارينه، دوو ښځو او يوه ماشومان په ګډون شپږ کسان وژل شوي چې مړي يې په بشپړ ډول سوځېدلي او د پېژندو نه دي.))

ترکستاني وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې يو کرولا موټر له خپلو ٦ سپرلیو سره کوښښ کاوه له ټېلر موټره مخکې شي، خو ټکر يې وکړ او له امله يې دواړه موټر د اور خوراک شول.

هغه زياته کړه چې د قربانيانو له ډلې يوازې يو کس د پاسپورټ له مخې پېژندل شوى چې ارسلان نومېږي او د اندخوى اوسېدونکى دى، خو پاتې نور د سوځېدو له امله نه پېژندل کېږي.

د اندخوى ولسوال سلطان محمد سنجر د دې خبرې د پخلي تر څنګ وويل چې امنيتي ځواکونه او کومکي پرسونل له اندخوى نه د پېښې ځاى ته استول شوي، څو د قربانيانو مړي خپلو کورنيو ته ولېږدوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement