د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په پروان کې اورلګېدنې سلګونه زره افغانۍ زيان واړاوه

په پروان کې اورلګېدنې سلګونه زره افغانۍ زيان واړاوه

Sep 02, 2017 - 10:58

چاريکار (پژواک، ۱۱ وږى ۹۶): د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ګازو په هټيو کې د اور لګېدنې له امله هټۍ والو ته سلګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى.

د سياه ګرد ولسوال نوراقاسامع پژواک ته وويل، دغه اور لګېدنه تېره ورځ مازيګر مهال په يوه هټۍ کې د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده .

ده وويل چې په دغې پېښې کې د لرګيو، خوارکي توکو، لباس او تېلو هټۍ سوځېدلې دي او مالکانو ته يې سلګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى .

ده وويل، دغې اورلګېدنې څو ساعته دوام درلود .

د پروان د ولايتي شورا غړي عبدالرحمن احمدي پژواک اژانس ته وويل چې د دغه اور د کنټرول لپاره دوى اړ شول چې له کاپيسا او پنجشېر ولايتونو څخه مرسته وغواړي .

يوې سرچينې وويل چې د اطفايې د ناوخته رسېدو له امله يوشمېر هټۍ وسوځېدلې .  

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement