د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مسعود: د "شهيد اوونۍ" ته بايد درناوى وشي او خلک په کې ونه ځورول شي

مسعود: د "شهيد اوونۍ" ته بايد درناوى وشي او خلک په کې ونه ځورول شي

Sep 06, 2017 - 16:59

 

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٦): د "احمدشاه مسعود بنسټ" مشر خلک ملي يووالي ته راوبلل او د کابل له اوسېدونکو په ځانګړي ډول ځوانانو یې غوښتنه وکړه چې د شهيد اوونۍ ته درناوى وکړي او په ترڅ کې يې بايد  د خلکو د ځورولو مخنیوی وکړي او عامه ذهنونه اندېښمن نه کړي.

د دغه بنسټ مشر احمد ولي مسعود نن په يوه خبري ناسته کې چې د "شهيد اوونۍ" له نمانځنې څخه د چمتووالي په موخه ترسره شوې وه، د هېواد له اوسني وضعيت څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له خلکو غوښتنه وکړه چې د دښمن نفوذ له منځه وړلو لپاره سره يو شي.

هغه د دې خبرې د څرګندولو تر څنګ چې هېواد ژغورنې لپاره له ملي يووالي پرته بله لار نشته، زياته کړه: "زموږ خلک که د هر قوم او ژبې خلک وي، بايد سره يو شو."

نوموړي پر دې سربېره چې په هېواد کې قومي او ژبني تعصبات د دښمن د نفوذ پيدا کېدو لامل وبلل، وې ويل: "د هېواد د وضعيت لپاره بايد ټول سره يو او منظم شو او د ناستو او منبرونو له لارې خلک يووالي، همغږۍ او ورورولۍ ته را وبولو او هېواد له اوسنيو ستونزو را وباسو."

هغه د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د شپاړسمې کاليزې د نمانځنې په پروګرامونو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې فرهنګي شپه او شعر، د ګلانو ګېډۍ د کېښودو مراسم، دولتي رسمي مراسم، ختم او خيرات، د وينې ورکړه او يو شمېر نورو پروګرامونو ترسره کول وبلل او د احمدشاه مسعود له پلويانو يې غوښتنه وکړه چې ياده ورځ د خيرات او ختم مراسمو سره ونمانځي.

نوموړي زياته کړه، يو شمېر کړۍ په بې خبرۍ او يا قصدي توګه له دې ډول مراسمو ناوړه ګټه پورته کوي او په ترڅ کې يې خلک ځوروي.

هغه وويل: "د ملي اتل د شهادت ورځې د کاليزې پر مهال د ګډوډۍ مخنيوى کول د حکومت دنده ده؛ بايد حکومت يې مخه ونيسي."

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو کلونو کې له يادې ورځې د نمانځنې پر مهال يو شمېر ځوانان د کاروانونو او انفرادي ډول په کابل ښار کې تګ-راتګ کوي او دغه کار د خلکو د ځورېدو لامل کېږي، خو د "احمدشاه مسعود بنسټ" همېشه دغه کسان خپلسري او يا له دغې ورځې د ناوړه ګټې پورته کولو کسان بللي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement