د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ختيځ کې د مور او ماشوم د مړينې کچې ټيټولو هڅې پيل شوې دي

په ختيځ کې د مور او ماشوم د مړينې کچې ټيټولو هڅې پيل شوې دي

Sep 10, 2017 - 14:57

جلال اباد (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، هڅې يې پيل کړې چې د يوې منظمې برنامې له لارې په دغه ولايت کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه لا راټيټه کړي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د جلال اباد په حوزوي روغتون کې يې داسې يو روزنيز مرکز جوړ کړی چې د لرو پرتو سيمو او د ختيځ زون د نورو ولايتونونو کونړ، لغمان او نورستان قابلې، ډاکټرانې او له دوولسمو ټولګيو فارغ شوو نجونو ته به په کې د ماشوم زېږېدنې پر مهال د مرستو نوې لارې چارې ورښودل کېږي.

د ډاکټر فيروز الدين فيروز په نوم دغه رونيز مرکز او د غونډو تالار د وږي په ۱۹مه د عامې روغتيا وزارت د راغلي پلاوي او د ختيځو ولايتونو د عامې روغتيا مسوولينو له لوري پرانيستل شو.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال غونډې ته وويل چې پر عصري او انلاين وسايلو سمبال دغه روزنيز مرکز د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USIAD) ادارې په مالي مرسته جوړ شوى چې د ختيځو ولايتونو لپاره به ډېر ګټور ثابت شي.

د هغه په وينا، دغه مرکز د جلال اباد په ملکي روغتون کې جوړ شوی چې په جوړېدو سره به یې د زون په کچه د ترینينګونو، ورکشاپونو او سیمینارونو  د جوړولو پر مهال د ځای د نه شتون ستونزه حل شي.

هغه وويل چې اوس به د دغه مرکز له لارې د مور او ماشوم د مړينې د کچې کموالي لپاره قابلې، ډاکټرانې او نورې نجونې او مېرمنې روزل کېږي او په لرو پرتو سيمو کې به د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو لپاره کار کوي.

د نوموړي په وينا، پخوا به په هرو سل زرو ميندو کې ۱۶ سوه مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکولو او اوس ۳۲۷ ته دا کچه راټيټه شوې؛ خو دوی د همدغه مرکز په مرسته هڅه کوي چې دا کچه بېخي صفر ته ښکته کړي.

په همدې حال کې د عامې روغتيا وزارت د ولايتي اړيکو رييس عبدالولي عزيز د ختيځ زون د عامې روغتيا په مسوولينو ټينګار وکړ چې له دغه مرکز څخه سالم ګټه پورته کړي.

ده وويل، د مور د ژوند ژغورلو لپاره د يوې پوهې قابلې او يا ډاکټر اړتيا ده چې دغه مرکز به دغه اړتيا پوره کوي او په ټولو ختيځو ولايتونو کې به د مور او ماشوم د مړينې کچې کموالي لپاره به کار کوي.

هغه زياته کړه، په دغه مرکز کې د انلاين زده کړو زمينه هم برابره شوې او تر ډېره به د مرکز د ورکشاپونو او ټرينګونو ګډونوالو ته په انلاين بڼه د نړيوالو روزونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement