د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک د اومنې ولسوالۍ له پوليسو شکايت لري

ټولنه

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

خلک د اومنې ولسوالۍ له پوليسو شکايت لري

Sep 16, 2017 - 15:51

ښرنه (پژواک، ٢٥ وږى ٩٦) : د پکتيکا ولايت د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ملي پوليس په اخلاقي فساد سربېره په ودونو کې ډزې کوي او له خلکو پيسې اخلي .

خو د دې ولايت امنيتي چارواکي بيا ياد تورونه ردوي او وايي چې دغې ستونزې ته يې حل لارې لټولې دي.

د اومنې ولسوالۍ د ځواکې کلي قومي مشر عبدالمجيد پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال وويل، د دې ولسوالۍ ملي پوليس خلک ‌ځوروي او په ودونو کې په خپل سر ډزې کوي او له خلکو پيسې هم اخلي.

هغه زياته کړه: ((پوليس دغه راز د کلي پر ماشومانو پوستو ته اوبه خېژوي ، د کلي په ګودرونو ولاړ وي او په خلکو سهار او ماښام په زوره ډوډۍ پخوي چې له امله يې خلک پزې ته رسېدلي دي.))

د نوموړي په وينا، د موضوع دحل په موخه يې دپکتيکا ولايت له رهبرۍ سره هم اړيکې نيولي، خو تر اوسه دا ستونزه نه ده هواره شوې.

د ځواکې کلي يو بل قو مي مشر سليمان خروټي هم پژواک ته وويل، پوليس د دې پر ځاى چې د خلکو خدمت وکړي پر وړاندې يې دريږي او هغوى ته بېلا بېل ډول ځورونه ورکوي.

سرچيني زياته کړه، دغه ملي پوليس چې په کلي کې پراته دي ولسوالۍ يې سقوط وکړ اوس يې يوازې دولسوالۍ د نامه ساتلو په موخه په ځواکه کې پوستې جوړې کړې نور هرڅه له يحيى خېلو ولسوالۍ څخه کنټروليږي.

د خروټي په خبره، چې پوليس دنورو بد بختيو ترڅنګ پر خلکو د سوځولو لپاره بوټي راوړي په زوره ډوډۍ پخوي، په ودونو کې ډزي کوي بيا له خلکو پيسې غواړي.

د دې ولسوالۍ يوبل قومي مشر عبدالله پژواک ته وويل : (( د اومنې ولسوال په يحيى خېلو ولسوالۍ کې وي، که څوک غواړي عريضه وکړي، تذکره جوړه کړي بايد يحيى خېلو ولسوالۍ ته ولاړ شي.))

د پکتيکا ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال دادلله خان هوتک په دې اړه لګېدلي تورونه رد کړل او دايې تش تبليغات وبلل.

هغه زياته کړه، پوليس د ټولنې خدمت ګار دي،  او تل د خلکو خدمت کوي که دا ډول کړنې ترسره کړي، دوی به له قانون سره سمه سزا ورکړي.

نوموړى وايي، له قومي مشرانو سره يې ليدلي او هغوى ور سره ژمنه کړې چې سيمه ييز پوليس به ورکوي، کله چې سيمه ييز پوليس ورکړل شي دوی به د ملی پوليسو پوستې ولسوالۍ ته ولېږدوي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement