د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې ١٢١ سړې خونې جوړې شوې دي

کابل کې ١٢١ سړې خونې جوړې شوې دي

Sep 20, 2017 - 16:30

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۹۶): د کابل ولايت په پنځو ولسواليو کې د څه باندې ۵۵ ميليونه افغانيو په لګښت د پيازو د ساتنې لپاره ۱۲۱ سړې خونې جوړې شوې دي.

د دغو سړو خونو د پرانيستې مراسم نن د کابل چهار اسياب ولسوالۍ کې جوړ شوي وو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزير په دې مراسمو کې وويل چې  له يادو سړو خونو ۶۱ په موسهي، ۲۷ په قره باغ، ۱۶ په چهار اسياب، ۱۴ په خاکجبار او درې په بګراميو ولسوالۍ کې په شپږو مياشتو جوړې شوي دي.

هغه وويل چې د دې سړو خونو د لګښت ٥٠ سلنه خلکو او پاتې نور د کرنې وزارت ورکړى.

د ده د معلوماتو له مخې، له يادو سړو خونو ۱۱۶ يې کوچنۍ او نورې يې سترې سړې خونې دي.

د ضمير په وينا، له وړو سړو خونو کې له ١٢ تر ١٥ متريک ټنه او په لويو سړو خونو کې له ٥٠ تر ٦٠ متريک ټنه پياز ساتل کېداى شى. دى وايي چې له دې خونو کېداى شي د کچالو د ساتنې لپاره هم کار واخيستل شي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د سيمې د پراختيايي شورا په مشوره وړې خونې د يو تن لپاره دي او هماغه کس به ګټه ترې اخلي ځکه چې له يوې خوا يې نيمايي لګښت ورکړى او له بلې خوا يې خپله ځمکه ورته ځانګړې کړې ده.

خو سرچينه زياتوي چې هره لويه سړه خونه د ٧ کسانو شريکه ده او دغه کسان هم د سيمې د پراختيايي شورا په مشوره ټاکل شوي دي.

د چهار اسياب ولسوال عبدالخليل مقتدر د يادو سړو خونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه، خو د جزئياتو له ورکولو پرته يې وويل چې چهاراسياب کې نورو سړو خونو ته هم اړتيا ده.

د سيمې اوسېدونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د يادې  ولسوالۍ د خيراباد ولسوالۍ يوه بزګر خيرالدين چې په وينا يې شاوخوا لس جريبه کرنيزه ځمکه لري او د کرنې وزارت يوه کوچنۍ سړه خونه ورته جوړه کړې وويل چې تر اوسه  يې د پيازو او کچالو د ساتنې مناسب ځای نه درلود او د پيازو نږدې نيمايي برخه به يې له منځه تله.

هغه زياتوي: "زموږ د شورا مشر په کلي کې ډېرو کسانو ته وويل چې څوک اماده دي چې د سړې خونې د جوړېدو لپاره مځکه ورکړي خو چا تيارى ونه ښود، بيا ما ورته وويل چې زه تيار يم او اوس خوشاله يم چې سړه خونه لرم."

خو د يادې ولسوالۍ د چهل دختران سيمې يوه بزګر عبدالروف سره له دې چې د سړو خونو پر جوړېدو خوښ دى خو دعوه کوي چې سړې خونې يا ملکانو او يا هم هغو کسانو ته جوړې شوې چې  له ملکانو او د سيمې د پراختيايي شورا له غړو سره نږدې اړيکې لري.

هغه زياته کړه: "ټول کارونه د واسطې او رابطې له مخې ترسره کېږي، په تېرو شپاړلسو کلونو کې ما ته يوازې يو د دواپاشۍ ماشين راکړل شوى، نور مو هېڅ شي نه دي ليدلي."

خو د کابل ولايت د کرنې رياست مشر عمر منګل تر ډېره برېده دا څرګندونې ردوي او وايي چې سړې خونې د هرې سيمې د پراختيايي شورا په سلا او هوکړې جوړې شوې دي.

د کابل په يادو ولسواليو کې په داسې حال کې يادې سړې خونې جوړې شوې چې د راپورونو له مخې،  په همدې سيمو کې ډېر پياز د سړو خونو د نه شتون له امله يا ضايع کېږي او په ټيټه بيه پلورل کېږي.

ورته ستونزه د هېواد په ځينو نورو سيمو کې شته، خو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه د پياز او کچالو د ساتنې څه باندې ٢٨٠٠ سړې خونې جوړې شوي چې په ټوليز ډول د څه باندې ۶۳ زره متريک ټنه پيازو او کچالو د ساتنې وړتيا لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement