د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پوهنې درېم ملي سټراټيژيک پلان وړاندې شو

د پوهنې درېم ملي سټراټيژيک پلان وړاندې شو

Sep 24, 2017 - 20:11

کابل (پژواک، ٢ تله ٩٦): د پوهنې درېم ملي ستراتيژيک پلان په داسې حال کې وړاندې شو، چې لا هم ٣،٥ ميليون ماشومان ښوونځي ته له تللو محروم دي، د حاضرو ٢١ سلنه ثبت شوي زده کوونکي دايمي غيرحاضر دي او له نيمايي زيات ښوونکي يې د تدريس بشپړه وړتيا نه لري.

د پوهنې وزارت د پاليسۍ او پلان عمومي رييس عبدالواسع ارين، نن په کابل کې د پوهنې لړۍ د درېم ملي ستراتيژيک پلان د وړاندې کولو په ناسته کې وويل، په ١٣٨٠ لمريز کال کې له يو ميليون کم ماشومان ښوونځيو تلل، خو په ١٣٩٥ کال کې دغه لړۍ ٩،٢ ميليون زده کوونکو ته لوړه شوې ده.

نوموړي په ١٣٩٦ لمريز کال کې د ښوونځيو د زده کوونکو شمېر په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې د ١٣٨٠ کال په پرتله د ښځينه زده کوونکو د يو سلنې شمېر په ١٣٩٥ لمريز کال کې ٣٩ سلنې ته لوړ شوى او دغه راز د ښوونځيو شمېر هم له ٣٤٠٠ څخه ١٦٤٠٠ ښوونځيو ته لوړ شوى دى.

نوموړي څرګنده کړه، نوى ملي ښوونيز نصاب په ښوونځيو کې په داسې حال کې د پراختيا او عملي کولو په حال کې دى او د ښوونځيو ٥٠ سلنه ښوونکي څوارلسم پاسان دي، چې د دغې اندازې يې ٣٣ سلنه ښځينه تشکيلوي.

خو د پوهنې وزارت د پلان او پاليسۍ عمومي مشر ومنله، چې د پوهنې نظام څومره چې اړينه ده، هغومره ځوانان د کار بازار ته نه دي وړاندې کړي. هغه وويل، زده کوونکي له ښوونيزو معيارونو سره سم درسونه نه زده کوي.

هغه زياته کړه، په اټکليز ډول شاوخوا ٣،٥ ميليون ماشومان چې ډېرى يې نجونې تشکيلوي، ښوونځيو کې نه دي شامل شوي، په حاضرۍ کې ٢١ سلنه ثبت زده کوونکي دايمي غيرحاضرين دي، له دې جملې يې ٤٨ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ١٠٠٧ ښوونځي بيا د ناامنۍ په ګډون د بېلابېلو دليلونو له امله تړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د يادې اندازې شاوخوا نيم ښوونکي د توقع وړ وړتيا نه لري او په کليو او بانډو کې د د ښځينه ښوونکو کمښت موجود دى.

د هغه په وينا، د زده کوونکو د روزنيزو لاسته راوړنو د ارزونې معياري سيستم نشته او دغه راز د پوهنې وزارت جوړښت او ظرفيت د باکيفيته ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو برخه کې پاتې راغلى دى.

د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو مرستيال محمد ابراهيم شينواري وويل، د دغه پلان په پلي کېدو سره به د پوهنيز ډګر نيمايي ستونزې حل شي.

هغه زياته کړه، د دغه پلان يوه عمده برخه په مديريت کې د روڼتيا او اغېزمنتيا رامنځته کول دي، چې پر بنسټ به يې د پوهنې وزارت ټول فعاليتونه په ټولو ډګرونو کې راڼه وي.

نوموړي وويل، د ياد پلان د عملي کولو لپاره يوه ګډه کمېټه رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، د پوهنې د درېم ملي ستراتيژيک پلان په عملي کېدو سره به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د ښوونځيو د کابو سل زره ښوونکو او ١٥ زره مديرانو مسلکي مهارتونه د تصديق ورکولو د پروګرام له لارې پراختيا مومي.

د هغه په وينا، دغه پلان به ٥٠٠ زره کسانو باسواده کېدو او ښوونځيو ته د شاوخوا ٢،٤ ميليون بهر ماشومانو په راوستو کې مرسته وکړي او دغه راز به ٧٤ زره زده کوونکي د دغه وزارت د مسلکي کاري زده کړو په پروګرامونو کې شامل شي.

هغه څرګنده کړه، د دغه پلان پر بنسټ د هېواد په کچه ١٤٥٠٠ درسي ټولګي جوړېږي او ٢٥٠٠ ښوونځي به په نوې ټکنالوژۍ او نورو وسايلو سمبال او ٥٨ ميليون کتابونه چاپ شي.

شينواري څرګنده کړه، چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به د پوهنې وزارت د ډېرو پرمختګونو شاهد وي.

دغه راز د حکومت د اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري په رالېږل شوي پيغام کې چې د نوموړي د افتخاري سلاکار يوسف نيازي له لوري ولوستل شو، راغلي چې دغه پلان په هېواد کې د پوهنې ډګر د پرمختګ لپاره ترتيب شوى او ټولې دولتي ادارې په خپلو اړوند سيمو کې د غوره عملي کولو مسووليت لري.

اجرائيه مشر دغه راز له خصوصي سکټور، عالمانو، کورنيو او رسنيو هم غوښتنه کړې، چې له پوهنې وزارت سره د دغه پلان د عملي کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د هغه په وينا، د ياد پلان په پلي کېدو سره به د پوهنې ډګر ډېرى ستونزې حل شي او د پوهنې وزارت بايد د ښوونځيو دروازو د خلاصون، د زياتو هلکانو او نجونو د جذب او د ملي خبرو اترو له لارې دغو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement