د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"کابل د اوبو د کمښت له کړکېچ سره مخ دى"

"کابل د اوبو د کمښت له کړکېچ سره مخ دى"

Sep 25, 2017 - 19:50

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٦): د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د اوبو ناسمه کارونه د کابل ښاریان د اوبو له اړخه له ستونزې سره مخ کړي او که سم مديريت نه شي، تر راتلونکو پنځو کلونو به دغه ستونزه د ژوند پر چاپېريال بدې اغېزې ولري.

د اوبو او برېښنا وزير انجنير علي احمد عثماني نن په کابل کې يوې خبري غوندې ته چې په دغه ښار کې د پاکو اوبو د کمي او کيفي وضعيت څېړلو په موخه جوړه شوې وه، وويل چې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو وضعيت ښه نه دى او د اوبو کمښت د کابل ښاريانو لپاره يو بحران رامنځته کړى دى.

نوموړي زياته کړه که تر ځمکې لاندې اوبو د مديريت او د سطحي اوبو د کارونې لپاره دقيقه او هر اړخيزه پانګونه ونه شي، دغه ستونزه به تر پنځو راتلونکو کلونو پورې جدي شي او ښايي هغه وخت د ژوند پر چاپېريال بدې اغېزې ولري.

هغه وويل: "کله چې موږ له ٤٠ سلنه ډېرو بيا را پيدا کېدونکو  (باراني) اوبو څخه کار اخلو، د اوبو ظرف له منځه ځي؛ ځمکه کېني او اوبه د ځمکې تل ته نفوذ نه کوي او کله چې اوبه د ځمکې تل ته لاړې نه شي، هغه وخت په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبه کمېږي او دا بیا د ژوند پر چاپېريال بدې اغېزې لرلای شي."

عثماني په ډاګه کړه چې کابل د اوبو له اړخه پر څلورو برخو وېشل شوى او هرکال د دغه ولايت تر ځمکې لاندې  کابو ٢٩ميليونه مکعب متره اوبه ذخيره کېږي؛ خو تر ځمکې لاندې اوبو څخه کار اخيستل کابو ٣٢ميليونه میلیونه مکعب متره دی چې دا د اوبو د لګښت لپاره يو منفي بيلانس دى.

د هغه په وينا، د کابل شمال او سیندونو په چاپېر کې تر ځمکې لاندې د اوبو وضعيت لږ ښه دى؛ خو د څلورمې کارتې او دارالامان په شمول په نورو سيمو کې وضعيت د ډاډ وړ نه دى.

د هغه په وينا: "د اوبو په مديريت کې دوې تطبيقوونکې برخې شته چې يوه د اوبو او برېښنا وزارت چې د اوبو د خونديتوب مسووليت پرغاړه لري."

عثماني وويل چې په کابل کې د اوبو د وضعيت د ښه کېدو، د "شاه وعروس" او شاتوت بندونو د جوړېدو پلان تر لاس لاندې دى.

د هغه په وينا، د شاه توت بند د تفصيلي مطالعاتو کار چې د چهار اسياب ولسوالۍ په للندر سيمه کې موقعيت لري، تېر کال پاى ته ورسېد او د ١٣٩٦کال په تدارکاتي پلان کې شامل شوى دى او هندوستان د دغه بند جوړولو او تمويل لپاره علاقه مندي ښودلې ده.

د راپورونو له مخې، د کابل ولايت په شکر درې ولسوالۍ کې د "شاه و عروس" بند جوړولو کار په ١٣٩١کال کې پيل شوى او هغه مهال چارواکو ويلي وو چې د دغه بند کار په درې کلونو کې بشپړېږي؛ خو تر اوسه نه  دى بشپړ شوى.

عثماني وويل: "تر ځمکې لاندې اوبو څخه په هر صورت ګټه پورته کېږي او دغه اندېښنه د اوبو او برېښنا وزارت او موږ د اوبو مديرانو ته متوجې ته چې تر ځمکې لاندې اوبو د استفادې کچه کمه او د سطحي اوبو زياته کړو."

هغه زياته کړه چې له کابل څخه اوونيز او مياشتني راپورونه ښيي چې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه هره ورځ ښکته ځي، د اوبو کيفيت لا خراب شوى او د تروې او ککړې اوبه د پاکو اوبو پر لور حرکت کوي.

د عثماني په وينا، په يو دوو تېرو کلونو کې د دغه وزارت ډېره پاملرنه د برېښنا او انرژ‌ۍ برابرولو په برخه کې هوساينې او خونديتوب ته وه؛ خو سږ کال به پنځه کلن پلان په پام کې نيولو سره د اوبو برخې ته پاملرنه زياته کړي.

د کرنې او پراختيايي چارو په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار انجنير عبدالحميد هلمندي وويل چې د کابل اوبه پر يوه کړکېچ بدلې شوې دي؛ خو هيله يې څرګنده کړه چې په نننۍ غونډه کې د دې ستونزې د حل لپاره مناسبه لار ولټول شي.

هغه زياته کړه چې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د بډايه ساتنې يوه لاره تر ځمکې لاندې بندونو جوړېدل دي چې تر ځمکې لاندې اوبو د وتلو مخه ونيول شي.

د ده په وينا په پام کې ده چې ډېر ژر د پل ارتل په سيمه کې تر ځمکې لاندې بند جوړ شي چې د پغمان او لوګر تر ځمکې لاندې اوبه به کنټرول کړى شي.

خو د اوبو او برېښنا وزير انجنير علي احمد په دې اړه وويل چې ياد وزارت په افغانستان کې تر ځمکې لاندې بندونو د مطالعې پلان نه پيل کړى او نه يې ترسره کړى؛ ځکه اوسمهال پاملرنه د افغانستان د سطحي بندونو جوړېدو ته ده؛ خو تر ځمکې لاندې بندونه په نړيواله کچه يوه معمول ښکارنده ده او د سطحي بندونو په کچه اغېزمنتوب نه لري.

دده په خبره تر ځمکې لاندې بندونو جوړېدل ډېرو مطالعاتو ته اړتيا لري او د جوړېدو پړاوونه يې ډېر پېچلي دي او د اوبو د وتلو چاپېريالونو پېژندل هم وخت ونيسي.

د افغانستان د ښاري کاناليزاسيون او اوبو رسولو شرکت مشر انجنير حميدالله يلاني وويل چې د اوبو د کمښت اندېښنې د کابل په شمول په ټول هېواد کې شته دي چې د کابل ښار په ځينو سيمو کې د اوبو د سطحې په ښکته کېدو سره د اوبو څاګان وچ شوي دي.

د هغه په وينا، له اوبو څخه ناسمه استفاده چې اوسمهال دوام لري، تر ځمکې لاندې اوبو ته يې زيان رسولى دى او بايد په دې اړه پوهاوى ډېر شي؛ ټو تر ځمکې لاندې اوبه په سمه توګه مديريت شي.

نوموړي زياته کړه چې په دې غونډه کې به پرېکړه وشي چې د اوبو د مديريت سټراټيژي برابره شي څو د يوه معلوم ماسټر پلان له مخې، تر ځمکې لاندې اوبو څخه کار واخيستل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement