د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د حکمتيار پر لور بوټ واروونکى خوشی شو

د حکمتيار پر لور بوټ واروونکى خوشی شو

Sep 26, 2017 - 18:31

هرات (پژواک، ٤  تله ٩٦): په هرات کې د عبدالواحد دادشاني په نوم ځوان چې د افغانستان اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار په لور يې بوټ وار کړى و، په داسې حال کې د ملي امنيت له بنده راخوشی شو چې د هرات لسګونه اوسېدونکو نن د هغه د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

عبدالواحد دادشاني د جمعې په ورځ (د وږلي ٣١مه) د هرات جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال کله چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وينا کوله، پر نوموړي د بوټ ګوزار وکړ چې د مراسمو د ګډوډۍ سبب شو، له دغه بريد وروسته دادشاني د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.

د عبدالواحد دادشاني له پنځه ورځني بند وروسته نن په هرات کې يو شمېر ځايي اوسېدونکي او مدني فعالان د هرات ولايت د مقام مخکې د هغه د ازادۍ په موخه د اعتراضي ناستې لپاره راټول شول او له ځايي ادارې يې وغوښتل چې نوموړى خوشی کړي.

معترضينو ټينګار درلود چې د عبدالواحد دادشاني نيونه د قانون خلاف ده.

په هرات کې مدنې فعالې عزيزې خير اندېش په دې اعتراضي ناسته کې وويل چې د قانون له مخې هېڅ فرد او بنسټ د معترضينو د نيولو حق نه لري.

  هغه زياته کړه: ((خلک او مدني فعالان باور لري چې د دادشاني عمل يو مدني اعتراض دى، په قوانينو کې د جرمي عمل په توګه نه شمېرل کېږي، په دې اساس د هغه نيول او تر نظارت لاندې نيول، د هېواد له قوانينو سره مخالفت کار دى او بايد ازاد شي.))

د غلام حضرت په نوم يو بل معترض وايي: ((ګلبدين په افغانستان کې جنايات ترسره کړي، د دې پر ځاى چې محاکمه او ونيول شي، يو بې ګناه فرد محاکمه کوي، موږ هم له حکومته غواړو چې ډېر ژر دې ښاغلى دادشاني را خوشی کړي.))

په ورته وخت کې د عبدالواحد دادشاني ورور عبدالصمد دادشاني چې په دې اعتراضي ناسته کې حاضر و، وويل چې حکمتيار يې ورور بښلى او حکومت  دې یې ازاد کړي.

هغه زياته کړه: ((ورور مې ويل چې بښل شوى يم، که وبښل شي او جرم يې نه وى کړى، نو ولى له ملي امنيت سره دى، بايد ازاد شي.))

خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې دادشاني د ملي امنيت رياست له بند نه ازاد شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د ملي امنيت رياست د ښاغلي دادشاني په اړه څېړنې ترسره کړې او نن د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته خوشی شوى او خپل کور ته تللى دى.))

په ورته وخت کې د دادشاني د ترور زوى سيد عبدالعزيز وثيق تاييد کړه چې عبدالواحد دادشاني د ملي امنيت له لوري خوشی شوى دى.

هغه زياتوي چې له ملي امنيت سره په پنځه ورځني بند کې له نوموړي سره نه کوم بد چلند شوى او نه هم شکنجه شوى، اوسمهال له خپلې کورنۍ سره دى.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement