د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د برهان الدين رباني د ترور شپږمه کاليزه ونمانځل شوه

د برهان الدين رباني د ترور شپږمه کاليزه ونمانځل شوه

Sep 28, 2017 - 18:40

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٦): د افغانستان د پخواني ولسمشر او د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني د وژلو شپږم تلين په مراسمو کې په هېواد کې د سولې او امنيت پر ټينګښت او د افغانانو پر يووالي ټينګار وشو.

دغه مراسم چې د لويې جرګې په مراسمو کې ترسره شول، په کې يو شمېر سياسي او جهادي شخصيتونو، اوسنيو او پخوانيو دولتي چارواکو، د سياسي ګوندونو استازو او د رباني سلګونه کسانو ګډون کړى و.

د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني په پيغام کې چې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست ويس برمک له لوري ولوستل شو، له برهان الدين رباني د افغانستان د اوسني عصر د کم مثاله سياسي څېرې په توګه يادونه شوې ده.

ولسمشر په دغه پيغام کې ويلي: "د هغه نوم به زموږ په تاريخ کې ژوندى وي. شهيد استاد، د ډګر او جهاد سړى و، د علم د ډګر معلم، د سياست د ډګر پېژندل شوې څېره او د افغانستان د سولې د لارې شهيد، دا ټولې ځانګړتياوې هغه څه دي چې استاد يې بې مثاله او ځلولى دى."

د هغه په وينا، له برهان الدين رباني هېڅکله هم جنجال رامنځته کوونکې خبرې نه دي اورېدل شوې؛ ځکه هغه د افغانانو پر اتفاق او اتحاد باور درلود او په دې برخه کې يې هلې ځلې خپل مسووليت باله. هغه د جګړې د پاى ته رسېدو او د هېواد د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او دا هلې ځلې يې ترې دې کچې وې چې په دې لاره کې يې خپل ژوند هم قربان کړ.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو مراسمو کې د وينا پر مهال وويل: "شهيد استاد ته تر ټولو غوره درناوى دا دى چې بايد لاره يې تعقيب کړو او په اوسنيو شرايطو کې دې ته اړتيا ده، چې د قومونو ترمنځ اتحاد ټينګ شي."

کرزي زياته کړه: "زموږ د وطن اتحاد تر بهرني يرغل لاندې دى، اى کاش اوس استاد وى، څو په دغه برخه کې يې له افغانانو سره مرسته کړې وى او کله چې موږ خپل وطن وساتو، هغه ورځ  به امنه واوسو او دا د شهيد استاد له هيلو څخه و."

دغه راز پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سياف هم د افغانانو د جهاد پر مهال د استاد رباني له رول يادونه وکړه او ويې ويل، په دې وروستيو کې يو شمېر کسان په رسنيو کې مجاهدينو ته د هېواد پلورونکو او لوټونکو خطاب کوي.

خو هغه زياته کړه: "موږ په لوړ اواز سره ويلو شو، چا چې د خپل سر په بيه وطن ساتلى وي؛ هغه وطن پلورونکى نه شو بللى، موږ هېواد ازاد کړ، موږ په لوړ غږ سره ويلو شو، چې دغه ملک مجاهدينو ازاد کړى او لاسه تللى ملک يې بيرته ترلاسه کړى او سبا به يې هم ساتي او دا کار له مجاهد پرته بل څوک نه شي کولى. "

بلخوا د جمعيت ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني وويل، چې د شهيدانو نمانځنه بايد د شهيد په اونۍ پورې او نورو ځانګړو ورځو پورې تړلې نه وي، شهيدانو د ځان په قربانولو سره خپلو راتلونکو نسلونو ته پيغامونه پرېيښي دي.

د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق، برهان الدين رباني د هېواد ستر مشر، رهنما او معلم وباله او ويې ويل چې رباني د خداى په لار کې د جهاد تر څنګ د هېواد د سولې او يووالي لپاره کار وکړ.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار برهان الدين رباني يو کتاب وباله او ويې ويل: "استاد برهان الدين رباني يو کتاب و او د کتاب لوستل فرض او اړين دي، له ټولو غواړو چې د هېواد د جهاد کتاب ولولي او هيله من يو، څو په هېواد کې جګړه پاى ته ورسېږي او سوله ټينګه شي."

د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم هم دې ناستې ته په يوه رالېږل شوي پيغام کې ويلي چې برهان الدين رباني يو استوار شخص و او هغه شخص و، چې خپل واک يې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته وسپاره او د اوسني نظام د پايښت او ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement