د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د استخدام پلان بشپړ نه دى عملى شوى او د کړنو د ارزونې سيسټم تشريفاتي بڼه لري"

"د استخدام پلان بشپړ نه دى عملى شوى او د کړنو د ارزونې سيسټم تشريفاتي بڼه لري"

Oct 03, 2017 - 18:42

کابل(پژواک ۱۱ تله ۹۶): شپږو مياشتو کې د استخدام لپاره له پلان شويو هرو درېيو بستونو پر يوه بست کس ګومارل شوى چې له هرو پنځو يې يوه ښځه او ډېر يې ځوانان دي، خو د ګومارنو په اړه شکايتونه هم شوي دي.

دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکه کميسيون راپور چې نن خپور شو ښيي چې نږدې نيمايي ګومارل شوي کسان د لسانس په کچه زده کړې لري او له هرو شپږو يو يې بېسواده دى.

 د سرچينې معلومات څرګندوي چې د استخدام په اړه په شکايت کوونکو کې د ښځو په پرتله نارينه پنځه ځله ډېر دي او په د روان مالي کال په شپږو مياشتو کې د ارزونې په ترڅ کې له هرو درېيو کسانو دوو لوړو بستو ته ارتقا کړې ده.

دغه راز په لومړيو شپږو مياشتو کې د پراختيايي بوديجې درېيمه برخه لګول شوې ده

د ملکي خدمتونو ادارو کې د اصلاحاتو د څرنګوالي په اړه د روان مالي کال د لومړيو شپږو مياشتو راپور نن د ياد کميسيون غړي او د ملکي خدمتونو شکايتونو ته د رسېدنې بورد مشر ډاکټر روح الله امين کابل کې په يوه ناسته کې وړاندې کړ.

د دې راپور موندنې څرګندوي چې په روان مالي کال (١٣٩٦) کې بايد ټول ٨٥٥٨ کسان په ٣٧ وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي وى، خو ادارې د خپل استخدام په پروګرامونو کې شاته پاتې دي او د روان مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٣١٦٠ تنه استخدام شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۶ کال د لومړيو شپږو مياشتو په پاي کې په ۳۷ ادارو کې ۱۸۸۸ بستونه د انفکاک، تقاعد، استعفا او يا هم وفات ( مړينې) په سبب خالي شوي او د استخدام پروګرام تر سره کېدو ته اړتيا لري.

 په راپور کې راغلي:"احتمال لري چې وزارتونو اوادارو د ملکي خدمتونو يو شمېر کارکوونکي د قانون او مقررو خلاف ګوښه کړي وي. په دې برخه کې به هر ډول وضاحت د ادارو وزارتونو ددغه کړنو د اصولي لارو چارو په تړاو د شکونو لرې کېدو سبب شي."

سرچينه زياتوي چې د منظم پروګرام جوړونې نشتوالي، د ادارو او کمېسيون تر منځ د همغږۍ نشتوالي، د تشکيل او بستونو په منظوري کې ځنډ او د "سي بي ار" بستونو د شمېر نا څرګندوالي د استخدام پلان د شاته پاتې کېدو لاملونه بلل شوي.

په راپور کې راغلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت، د ښځو چارو وزارت، د اوبو او انرژي وزارت، د کليو پراختيا وزارت، د کانونو او پټروليم وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت، د هوايي چلند وزارت، د هوايي چلند اداره، د بدني روزنې اداره، لويه څارنوالي او د احصايې مرکزي اداره د نورو وزارتونو او او ادارو نه زيات د استخدام په پروسه کې وروسته پاتې دي.

سرچينه ليکي چې په استخدام کې له نارينه وو سره د ښځو د توازن برخې لا هم د عمل جامه نه ده اغوستې، په ادارو په ځانګړي ډول په ولايتونو کې د نارينه او ښځې د استخدام تناسب خورا توپير لري.

 

 

په راپور کې راغلي :"په ښارونو کې د ښځو ګومارنه لا هم په ولايتونو کې د ښځو د استخدام له شمېر نه شپاړس سلنه راپور ورکړل شوي دي. حرفوي ظرفيت، د امنيت نشتوالي په ځانګړي ډول په ولايتونو کې، فرهنګي محدوديتونه او مروج دودونه، د ښځو د ګومارنې په مخنيوي کې د زياتوالي ممکن خنډونه بلل شوي دي."

د هېواد د ملکي خدمتونو متخصص کېدل او لا ځوانېدل دي د دې راپور له مهمو موندنو څخه دي.

سرچينه زياتوي: "په دې دوره کې د استخدام شووو ۸۴ سلنه د ۱۹ نه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري او ۱۶ سلنه نور يې له ۴۱ نه تر ۶۵ کاله پورې عمر لري چې دا خپله د ادارو د لا ځوانۍ لپاره د استخدام غوره کيفيت څرګندوي."

په راپور کې راغلي چې د تجربو ساتنه او د ادارې سازماني حافظه چې کارکوونکي يې له لوړو عمرونو سره لېږدوي، هم اهميت لري او ځوان نسل ته يې په لېږد کې بايد جدي پاملرنه وشي.

 

د دې راپور له نورو موندنو څخه په ملکي خدمتونو کې د لوړو زده کړو لرونکو کسانو ګومارنه ده چې د هېواد د ملکي خدمتونو د لا ځوانېدو تر څنګ د ملکي خدمتونو له سترو لاسته راوړنو ګڼل کېږي.

د شمېرو له مخې، له لسانس وروسته د بېسواده کسان ډېر پر دندو ګومارل شوي دي. خو بېسواده کسان په هغو ځايونو کې پر دنده ګومارل کېږي چې سواد ته يې جدي اړتيا نه وي.

سرچينه ليکي چې له معاصرو فنونو او علم سره د اشنا ځوان نسل زيات استخدام د ادارې په کاري بهيرونو کې د پام وړ تاثيرات لري او د بدلون په راوستلو کې بنسټيز نقش تر سره کوي چې د اصلاحاتو له بنسټيزو اصولو څخه ګڼل کېږي.

شمېرې څرګندوي چې ډېر تحصيل کړي په مرکز کې ګومارل شوي او دا څرګندوي چې د تحصيل کړي قشر تراکم په مرکز کې زيات دي.

په راپور کې راغلي :"داسې ښکاري چې په ولايتونو کې امنيتي ستونزې، په ولايتونو کې د لوړو زده کړو لرونکي کارکونکو ته د ناکافي حقوقو ورکړه، د ولايتونو او مرکر تر منځه د سوکاليزه کيفيت توپير، هغه مهم لاملونه ګڼل کېږي چې تحصيل کړي ځوانان د ولايتونو پرېښودو او په مرکز کې را ټولېدو ته هڅوي."

د استخدام پروسې د شکايتونو څېړنه او نور اداري نا ملايمات، د اصلاحاتو د تطبيق مهمو شاخصونو په توګه د افرادو د حقوقو د خوندي کېدو او روڼتيا پروسو نه د ډاډ لپاره مهمه پروسه بلل کېږي. نظارتي موندنې ښيي چې په لومړيو شپږو مياشتو کې له ۳۷ وزارتونو او خپلواکو ادارو نه ۶۰۴ کسانو شکايت کړي دي.

 

 

په راپور کې راغلي چې د دې شکايتونو ډېره برخه د استخدام له پروسې نه ده او يو شمېر شکايتونو له نورو برخو لکه د کړنو د ارزونې پايلو، تبديلي، خدمتي او انفکاک (منفک کېدو) څخه دي.

 موندنې ښيي چې د شکايتونو ۵۴ سلنه له ولايتونو او او تر ټولو ډېر شکايتونه له درېيم او څلورمو بستونو څخه دي.

سرچينه ليکي:" که څه هم د شکايتونو د لوړېدو کچه څرګندوي چې نوماندانو د خپلو حقونو په اړه پوهه تر لاسه کړې د غوښتنو د څېړونکې مرجع موخې يې معقولې دي، خو له بلې خوا کولي شي د استخدام او اداري پروسو د جدي ستونږو څرګندونه وکړي."

سرچينه زياتوي: "دواړه بحثونه بايد په جلا ډول وڅېړل شي. د استخدام پروسه کې ستونزې مخامخ د شکايتونو د شمېر پر لوړېدو تاثير غورځوي، وروسته د کيفيت د ټيټېدو او شکايتونو د څېړنې بهير د پڅوالي سبب کېږي، د تحصيل کړي کادر اعتماد ته زيان رسوي او ممکن د فساد پر وړاندې د حکومت مبارزې ناڅيزه ښکاره کړي."

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو د ارزونې مطالعه څرګندوي چې له شاوخوا پنځوسو زرو بستونو نه چې بايد د ۱۳۹۶ مالي کال تر پايه يې ارزونه شوې وای، د مالي کال د شپږو مياشتو په پای کې د دغو بستونو څه باندې ١٥٠٠٠ ارزيابي شوي دي.

 

شمېرې ښيي چې د ارزول شوو کارکوونکو له ډلې ۱۰۳۶۵ کارکوونکو ارتقا کړې، ۷ اعلان بست شوي، ۵۲ زده کړې ته ور پېژندل شوي، ۷۶۰ ازمايښتي دورې او ۴۱۶۶ نور چې تېر کال يې پنځه قدمونه بشپړ کړي وو، له ارتقا پرته پاتې شوي او په دې اساس د کارکوونکو ۱۳ سلنې لوړو قدمونو ته ارتقا کړې ده.

په راپور کې راغلي: "خو د اجرا اتو د ارزونې بڼه او کيفيت څرګندوي چې د اجرا اتو د ارزونې سيسټم تر ډېره يوه تشريفاتي وسيله ده چې د کارکوونکو د ارزونې لپاره کافي محتوا نه لري، ځکه خو په ډېرو وختونو کې د کارکوونکي د ندو لايحې او د هغه له کاري راپور سره کمه اړيکه ساتي، د بې اعتباري شاخصونه ارزيابي کوي."

په راپور کې زياته شوې:"معمولا په ډېر عاطفي ډول تر سره شوي او کله هم به بشپړ ډول ناسم، ځنډ او حتي د يوه کال لپاره يې خانې ډکېږي. دا فورمې يوازې د فرد ورځني فعاليتونه شمېري او د اجرا اتو پايلې نه سنجوي، د مکافاتو او مجازاتو لپاره عملي پايلې نه لري. حتي کله چې کارکوونکي خپل پنځه قدمونه هم بشپړ کړي. لوړې رتبې او متفاوتو بستونو ته ارتقا نه کوي. له دې امله غوښتنه کېږي چې د اصلاحاتو له اړخه دې دې پروسې ته جدي بيا کتنه وشي."

 سرچينه وايي چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو روزنه د ملکي خدمتونو انستيتيوت، اړونده ادارو او همدارنګه د بورس ورکوونکو هېوادونو له لوري کېږي.

ياد کميسيون وايي، د ټاکل شوو معيارونو پر بنسټ د بورسونو عادلانه وېش او د زده کړو کيفيت، تل د اصلاحاتو د تطبيق په چاره کې عمده ننګونې دي.

په وروستيو کلونو کې تر لاسه شوې شمېرې د روزل شوو د شمېر زياتوالي څرګندوي.

سرچينه ليکي: "له بده مرغه چې لا هم پر مسلکي پراختيا د روزنيزو پروګرامونو پايلې او دخدمتونو وړاندې کولو د اجرا اتو او ښه والي رامنځته کولو بهير نه دي مطالعه شوي، څو له لارې يې د ښوونيزو نصابونو د تصحيح ( سمون)، بهرنيو سفرونو د تنظيم او د زده کړو د اوچتو لګښتونو په اړه غوښتل شوي تصميمونه ونيول شي."

 په دې راپور کې د بوديجې د لګښت په اړه هم معلومات وړاندې شوي او ښيي چې بوديجه په تېره بيا پراختيايي بوديجه لږ لګول شوې ده.

 

له ۳۷ وزارتونو او خپلواکو ادارو نه د عادي بوديجې د لګښت څرنګوالي په اړه وړاندې شوې شمېرې چې د ماليې وزارت له مالي سيسټم نه اخيستل شوې، څرګندوي چې روان مالي کال لپاره ( څه باندې ٣٥.٣ ميليارده افغانۍ) عادي او (څخه باندې ٩٩ ميليارده افغانۍ) پراختيايي بوديجه ځانګړې شوې ده.

سرچينه ليکي چې د پراختيايي بوديجې د ټيټ لګښت عمده لامل دا ښودل شوي چې بوديجه د پارلمان له لوري وروسته منظوره شوې ده، ددې تر څنګ د ماليې وزارت له لوري د تخصيص په صدور کې ځنډ، په ځينو ولايتونو کې د اړين امنيت نشتوالي، د تداکاتو پروسې اوږدوالى او په ځينو ادارو کې د لګښت لپاره د اړين ظرفيت نشتوالي ددې چارې نور لاملونه دي.

وړانديزونه

د اړوندو ادارو له خوا د اصلاحاتو فورمې په وخت او کره ډکول، د بشري سرچينو د معلوماتو مديريت ډيټابس د تخنيکي ستونزو د حل لپاره اقدام، په استخدام کې د روڼتيا او د دغه بهير د چټکوالي لپاره اړين کړنې، د ښځو استخدام ته ځانګړې پاملرنه،  د کړنو د ارزونې پر ميکانيزم او اصلاح بيا کتنه، د استخدامي ضايعاتو د مخنيوي او کاري خونديتوب لپاره هڅې، د استخدام پروسې سمه څارنه، ټولو ادارو ته د ښوونيزو اسانتياوو برابرول، د ياد کميسيون له وړانديزونو څخه دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement