د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: د هېواد روغتونونه، د افغانستان د خلکو اړتياوو ته ځواب نه شي ويلاى

غني: د هېواد روغتونونه، د افغانستان د خلکو اړتياوو ته ځواب نه شي ويلاى

Oct 03, 2017 - 19:33

کابل(پژواک،١١تله٩٦): د هېواد ولسمشر د لوړې طبي شورا د پرانېستې په مراسمو کې، ددغه شورا د مهم بللو ترڅنګ وويل چې د هېواد روغتونونه اړتياو ته ځواب نه شي ويلاى او يوه خبيثه کړۍ بازار ته بې کيفيته درمل وړاندې کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان د روغتيايي شورا د پرانېستې په مراسمو کې چې په کابل کې جوړ شوي و، وويل چې له ډاکټره نيولې تر روغتون او در ملتون پورې د روغتيا سکتور په مختلفو برخو کې ډېرې ستونزې شته دي.

غني زياته کړه چې د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره لومړى ټکى، د هېوادوال، ډاکټر، روغتون، درملتون او دولت ترمنځ د اړيکې کړۍ ده؛ خو اوسمهال ددغه کړۍ په هره برخه کې يوه بنسټيزه ستونزه شته ده.

روغتونونه

ولسمشر زياته کړه چې په ملکي روغتونونو کې؛ پر پرمختګونو سربېره، لا هم ستونزې شته دي؛ خو د پوځ ٤٠٠بستريز ( د سردار محمد داود خان) روغتون او د ملي امنيت( شاه امان الله غازي) روغتون، بېلګه دي او د پوليسو ٣٠٠بستريز روغتون هم بايد ددغو روغتونونو په ليکه کې راوستل شي.

د هغه په وينا، اوسمهال د هېواد روغتونونه، د افغانستان د خلکو اړتياوو ته ځواب نه شي ويلاى او هغه امتيازونه چې په دولتي روغتونونو کې روغتيايي کار کوونکو ته ورکول کېږي، مناسب نه دي او بيا کتنې ته اړتيا لري.

غني وويل:" هيله کېږي چې د عامې روغتيا وزارت؛ د روغتونونو د اصلاح په برخه کې، ډاکټرانو او نرسانو ته مناسب حقوق رامنځ ته  او د هغوى د مديريت ډول لپاره بل اقدام  ولري."

درملتونونه

ولسمشر زياته کړه چې د درملتونونو د اصلاح لپاره پر طرحې کار روان دى څو د خلکو لپاره د درملو سيستم د ډاډ وړ و اوسي.

هغه وويل:" اړتيا ده چې د افغانستان خلک با کيفيته درملو ته لاس رسى ولري؛ خو نن درمل بې کيفيته دي او يوه خبيثه کړۍ چې هغه ټول پېژني له ځينو درملتونونو او ډاکټرانوسره تړونونه لري او دغه تړونونه بايد له منځه يووړل شي.      "

د هغه په وينا، په دې لړ کې قانون بايد بدل شي، با کيفيته درملتونونه ، د خصوصي سکتور پانګونې او مرستې باوري شبکې رامنځ ته شي او که چېرې له دوى څخه تېروتنه کېږي، بايد جواز ترې واخيستل شي.

غني زياته کړه چې نا امنۍ ددې لامل شوې چې د امکاناتو ډېره برخه د امنيتي ځواکونو په برخه کې ولګول شي؛ خو له دې وروسته به انډول رامنځ ته شي او په روغتيايي برخه کې لګښت بسنه نه کوي.

ټولنيزخونديتوب

د ولسمشر په خبره، په وقايوي برخه کې ډېر پرمختګونه شوي، خو په معالجوي برخه کې بنسټيزې ستونزې شته او تر هغو چې بنستيز کار ورته ونه شي، د ټولنې اعتماد نه شي تر لاسه کولى.

ولسمشر وويل:((پر سياسي ملاتړ، د ټولنيز خونديتوب او د بشري قوې پر لومړيتوب اعتماد لرم.))

د افغانستان طبي شورا

محمد اشرف غني وويل چې د عالي طبي شورا رامنځته کول د حکومت له ژمنو څخه وه او نن عملي شوه، ددې شورا رامنځه کول به د ستونزو د حل لپاره يوه انګيزه شي.

نوموړي له يادې شوې وغوښتل چې د داکټرانو پر سويه او طبي اخلاقو دې ډېر تمرکز وکړي، هغه زياته کړه چې د طبي شورا له مهمو دندو څخه يو هم د سند پر بنسټ افرادو ته د ډاکټري حق مشخصول دي.

د هغه په خبره، طبي عالي شورا له همغږۍ پرته په يوازې ځان نه شي کولى چې خپل کارونه تر سره کړي، د روغتيا او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ بايد همغږي رامنځته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د طبي عالي شورا مشرې ډاکټر نسرين اورياخېل په دې مراسمو کې وويل چې له شورا نه يې عمده موخه يې د ډاکټرانو ثبت، د طبي اخلاقو ترويج، د مسلکي پوهې کچې لوړول، د طبي پرسونل د شکايتونو او سرغړونو څېړنه ده.

هغه زياته کړه چې طبي عالي شورا په پام کې لري چې په څه کم يوه کال کې د افغانستان ټول ډاکټران ثبت کړي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز هم په دې مراسمو کې وويل چې د طبي شورا رامنځته کول د روغتيايي سکتور د نظام، روغتيايي خدمتونو او بشري قوې لپاره اغېزناک کار دىز

هغه زياته کړه چې له بنسټيزو ستونزو يوه هم داده چې د عامې روغتيا وزارت د هېواد په کچه د ډاکټرانو کېره شمېره نه لري او يوازې شاوخوا ٤٠٠٠ ډاکټران هم د دولت په سکتور او هم له دغه وزارت ثبت شوي دي.

نوموړي نيوکه وکړه چې ځينې ډاکټران د ماليې او اقتصاد وزارتونو په ادارو کې د مسلک خلاف دنده اجرا کوي، د نسايي او ولادي برخې ډاکټرانو کموالى ددغه سکتور بله ستونزه ده او لا هم ٤٠ سلنه روغتيايي مرکزونه ښځينه روغتيايي پرسونل نه لري.

د نوموړي په خبره، په نورستان، پکتيکا، زابل او اروزګان ولايتونو کې هېڅ ښځينه ډاکټره نشته، تشويقي بستې هم اغېزناکې او بريالۍ نه دي تمامې شوې.

فيروز څرګنده کړه چې د نرسانو شمېر د ډاکټرانو په تناسب ډېر کم دى، په داسې حال کې چې د يوه ډاکټر پر وړاندې بايد څلور نرسې موجودې وي، خو په افغانستان کې د څلورو ډاکټرانو پر وړاندې يوه نرسه شتون لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement