د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سپټمبر کې مرګ ژوبله د اګسټ پر تله نږدې ۵۰ سلنه کمه وه

سپټمبر کې مرګ ژوبله د اګسټ پر تله نږدې ۵۰ سلنه کمه وه

Oct 07, 2017 - 16:35

کابل (پژواک، ١٥ تله ۹۶): افغانستان کې تېره (سپټمبر) مياشت ٢٠٣ بريدونو کې څه باندې ١٨٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېره ښيي چې د وړمې (اګسټ) مياشتې په پرتله تېره میاشت مرګ ژوبله ٤٠ سلنه کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سپټمبر کې د اګسټ په پرتله د بريدونو شمېر ډېر نه دى کم شوى. وړمه اګسټ مياشت کې په ٣٠ ولايتونو کې ٢١٥ بريدونه ترسره شوي وو.

د روان ميلادي کال په تېره سپټمبر مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٣١ ولايتونو کې شوي دي.

د سپټمبر له بريدونو څخه ٧٤ مخامخ نښتې، ٥٥ هدفي او ٤٠ هوايي بريدونه، ٢٧ بېلابېلې چاودنې او ٧ ځانمرګي بريدونه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٣ تنو څخه دوولسو ته په مخامخ نښتو، شپږو ته په هوايي بريدونو، دوو، دوو ته په چاودنو او هوايي بريدونو او يوه ته په ځانمرګي بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د پژواک موندنې ښيي چې تر ټولو ډېر (٣١) بريدونه په ننګرهار، شل په فارياب، ١٥ په جوزجان، ١٣ په غزني، ١٢ په کندهار، او يوولس، يوولس په فراه، لوګر او اروزګان ولايتونو او پاتې ٧٩ نور په ٢٣ نورو ولايتونو کې شوي دي.

وړمه (اګسټ) مياشت کې له ټولو ٢١٥ بريدونو څخه ډېر (٨٢) په ترتيب په هلمند، ننګرهار، کندهار او جوزجان ولايتونو کې شوي وو.

پژواک تېره (سپټمبر) مياشت کې له دايکنډي، غور او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه کړى، خو وړمه مياشت په باميانو، دايکنډي، پنجشېر او تخار ولايتونو کې بريد نه و شوى.

د يادونې ده، په تېر څه باندې يو کال کې پژواک له باميانو څخه د بريد راپور نه و ترلاسه کړى، خو تېره مياشت په دغه ولايت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته کې شپږ تنه ووژل شول.

مرګ ژوبله

شمېرې ښيي چې تېره مياشت په منځنۍ کچه په هره مخامخ نښته کې ١٣ تنو، په هر هوايي بريد کې ١٢ تنو، په هر ځانمرګي بريد کې ١١ تنو، په هره چاودنه کې شپږو تنو او په هر هدفي بريد کې درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه څرګندوي چې تېره مياشت په يادو ٢٠٣ بريدونو کې ټول ١١٤٠ تنه وژل شوي او ٦٣٩ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر بريدونه (١٤، ١٤) د تېرې مياشتې په لسمه او نولسمه ترسره شوي، خو تر ټولو ډېرو (١٦٠ تنو ته) د همدې مياشتې په ١٧مه مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې تر نيمايي ډېره په ترتيب په اروزګان، جوزجان، ننګرهار، فارياب، غزني او کندهار کې اوښتې ده، خو د هېواد پلازمېنه کابل هم په لسو هغو ولايتونو کې شامل دى چې مرګ ژوبله په کې ډېره ده.

د يادونې ده چې وړمه (اګسټ) مياشت کې په ترتيب سره تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په هلمند، کندهار، اروزګان، پکتيکا، غزني، سرپل، ننګرهار، فارياب، هرات او کابل ولايتونو کې اوښتې وه.

د روان کال د سپټمبر مياشتې مرګ ژوبله د تېر کال له همدغې مياشتې سره ډېره توپير نه لري؛ تېر کال په دې مياشت کې ١٧٩٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د مرګ ژوبلې په اړه د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په مې، جولاى او اګسټ کې اوښتې ده. په دې موده کې ١١١٤٥ تنه وژل شوي او ٧٩٣٦ نور ټپيان دي.

شمېرې ښيي چې روان کال په جنورۍ، جون او سپټمبر میاشتو کې مرګ ژوبله کمه وه.

د پوځي چارو شنونکو مخکې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې په جنورۍ کې د هوا د سړېدو او په جون کې  د روژې مياشتې او اختر د را رسېدو له امله جګړې کمې وې.

د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي، د جګړې مرګ ژوبله د جګړې په نوعيت پورې اړه لري؛ که چېرې جګړه جبهه يي او په ډله ييز ډول وي نو مرګ ژوبله يې هم ډېره وي.

د ده په اند په تېره سپټمبر مياشت کې د دولت وسله والو مخالفينو تحرکات درلودل خو په جبهه يې ډول نه و؛ نو ځکه يې مرګ ژوبله کمه وه.

دغه راز هغه زياتوي: "له دې سره سره چې پاکستان د ترهګرو ډلو د ملاتړ له امله د نړۍ د يو شمېر هېوادونو تر سخت فشار لاندې و، خو له کومې ورځې چې د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي اعلان شوې، پاکستان ډېر سخت تر فشار لاندې دی، نو کوم قوي ملاتړ يې چې پخوا له طالبانو سره درلود، کم شوی او طالبانو هم د دې وړتيا له لاسه ورکړې چې قوي جبهه يي بريدونه وکړي."

دغه راز د ده په وينا، له دې امله چې په دې وروستيو کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه ډېر شوي، وسله وال مخالفين جبهه يي جګړه نه شي کولاى.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وايي، په تېره سپټمبر مياشت کې مرګ ژوبله ځکه کمه وه چې د دولت وسله والو مخالفينو تحرکات کم وو.

دى وايي چې په تېره مياشت کې دولتي ځواکونه په تعرضي حالت کې وو او دښمن يې ځپلى دى.

موږ سوله غواړو!

دا د جګړو ځپلو افغانانو غږ دى. هغوى د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې دغه غږ يې واوري او نور افغان وژنه بنده کړي.

د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٤ کلن نوراحمد چې مخکې يې د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د پوليس سرتېري په توګه دنده ترسره کوله او د دندې پر مهال په جګړه کې ټپي شوى، يو له دغو کسانو دى.

هغه چې دواړه پښې يې پرې شوې او په دواړو سترګو ړوند شوى هم دى، د جګړې له دوام څخه سر ټکوي او د جګړې ښکېلو غاړو ته وايي: "د خداى لپاره سوله وکړئ، سره کېنئ، جګړه بنده کړئ او يو د بل غوښتنې ومنئ."

نوراحمد زياتوي: "ډېر د ژړا ځاى دى، افغانان تباه او برباد شول، پر موږ د دولتونو جنګ دى، ګران افغانستان مو يې پر دوزخ بدل کړى."

دى د دولت وسله وال مخالفين "مرور وروڼه" بولي او وايي چې ټول افغانان سره وروڼه دي او بايد سوله وکړي.

هغه وايي چې په تېرو څو کلونو کې يې په جګړو کې د کورنۍ ٧ غړي وژل شوي او دا مهال ده ته د ٧ کونډو او د هغوى د اولادونو مسووليت په داسې حال کې ور له غاړې دى چې دواړه پښې او دواړه سترګې يې په جګړه کې له لاسه ورکړې دي.

نوراحمد شکايت کوي او وايي چې دولت د ژوند په دې سختو شرايطو کې يوازې پرېيښى او نه يوازې چې نوره مرسته ورسره نه کوي، مياشتنۍ تنخوا يې هم په سختۍ ترې ترلاسه کوي.

د جوزجان ولايت د خانقاه ولسوالۍ د قلېچ اباد کلي اوسېدونکى رحم الدين وايي چې له يوې مياشتې راهيسې د دوى په سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړې روانې دي.

د ده په وينا، په دې جګړو کې د دوى د کلي ټول کورونه زيانمن شوي دي.

هغه چې د جګړې له امله له شلو ورځو راهيسې له خپلې کورنۍ سره د همدې ولسوالۍ بلې سيمې ته بېځايه شوى، وايي: "موږ له جګړو ستړي شوي يو، دواړو لورو ته وايو چې د خداى او قران لپاره جګړه ودروئ، پرېږدئ چې په سوله کې ژوند وکړو."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement