د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: د کندهار پوهنتون به مالي خپلواکي ولري

ولسمشر: د کندهار پوهنتون به مالي خپلواکي ولري

Oct 07, 2017 - 18:37

کندهار (پژواک، ١٥ تله ٩٦) : ولسمشر غني وايي، د کندهار پوهنتون به په هغو پوهنتونونو کې شامل شي چې مالي خپلواکي به ولري.

ولسمشر دغه څرګندونې د  تلې په ١٥مه، کندهار ته د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

په پيل کې د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل ولسمشر او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د کندهار پوهنتون د پرمختګونو، له نړیوالو پوهنتونونو سره د اړیکو د ایجاد او د هغوی په مرسته د ځینو څانګو د فعالولو یادونه وکړه.

نوموړي وویل، کندهار پوهنتون په واقعي معنا ملي پوهنتون دی، ځکه چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو استادان او ۳۴ ولایتونو محصلین په کې په تدریس او تحصیل بوخت دي.

هغه زیاته کړه، پوهنتون کې هېچاته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او محصلین په خپلو نظري او عملي زده کړو او تحصیل بوخت دي.

توتاخېل وویل، کندهار پوهنتون کې د اوبو او چاپیریال د انجنیرۍ څانګه فعاله شوې او د همدغه پوهنتون له برکته افغانستان د اوبو نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

نوموړي همدارنګه د مجهز لابراتوار، د مرکزي کتابتون د ودانۍ او کرنیز فارم د جوړولو او د پخوانۍ قول اردو د نظامي روغتون د فعالولو یادونه هم وکړه چې د محصلینو د عملي کارونو ترڅنګ د هېوادوالو درمنله هم په کې کېږي.

توتاخېل د ودانیو او تشکیل کمبود د ستونزو د حل، استادانو ته د مسلکي روزنې د اسانتیاو د برابرولو، د پوهنتون د مالي استقلال، د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون سره د هند له لوري د همکاریو د شوو ژمنو د تعقیب، کرنې وزارت سره د ځمکو د ملکیت د موضوع د حل، د کرنې پوهنتون تر چتر لاندې د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د ماسټرۍ د حداقل درې څلور څانګو د فعالولو او همدارنګه د کندهار معارف ته د زیاتې پاملرنې وړاندیزونه وکړل.  

وروسته ولسمشر غني د کندهار پوهنتون استادانو، محصلینو او مشرانو ته د یاد پوهنتون د لومړي مقام له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه: ((زه نن ستاسو د مننې لپاره راغلی یم، ځکه کندهار پوهنتون دغه مقام تاسو په هلو ځلو ګټلی دی.)) 

نوموړي په کندهار پوهنتون کې د بېلابېلو ولایتونو د استادانو او محصلینو تدریس او تحصیل د ملي یووالي او ملي پیوستون څرګنده نښه وبلله او وې ویل، محصلين يې ویاړ دي.

ده د کندهار پوهنتون رييس او نورو ویناوالو څخه له دې امله مننه وکړه، چې د کندهار پوهنتون پرمختګونه او ستونزې یې په پوره وضاحت ورسره شریکې کړې.

هغه زیاته کړه، راتلونکې کې به د بشري منابعو عالي شورا خپله لومړۍ غونډه وکړي او دا په دې معنا ده چې ستاسو په ستونزو دوامدار غور کېږي او حلېږي.

ولسمشر غني وايي، کندهار پوهنتون به په هغو پوهنتونونو کې شامل شي، چې مالي استقلال ولري.

هغه په ټينګار سره وويل، د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ټولې ځمکې به د څېړنو لپاره د یاد پوهنتون په واک کې ورکړل شي.  

ده څرګنده کړه، د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون سره د هند له لوري د همکاریو شوې ژمنې به له هندي مقاماتو سره په خپله  تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه، دا ځل به د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت بودجه د یادو وزارتونو ستونزو ته په پام جوړه او مصرف شي.

غني وویل، د هېواد طبیعي زېرمو لکه طلا، مس، اوسپنې، نادره عناصرو، مرمرو او نورو ته په کتو خدای تعالی بې سارې پانګه افغانستان ته ورکړې، خو بې اتفاقي او جګړې له دغې پانګې څخه د موثرې ګټې اخیستنې فرصتونه ترې اخیستي دي.

ولسمشر محصلینو ته په خطاب کې وویل: "تاسو د افغانستان هغه لوی نسل یاست چې سوله، ثبات او سوکالۍ به راولئ."

هغه زیاته کړه، افغانستان د اسیا په څلور لاره د بدلېدو په حال کې دی او د افغانستان ثبات د اسیا او سیمې ثبات دی.

نوموړي وويل: ((نن مو نړۍ قانع کړې چې موږ سره ودرېږي او زموږ د ولس د څلوېښتو کالو غمیزه پاى ته ورسېږي.))

هغه زیاته کړه، ټولو ته د سولې او مذاکراتو لاس غځوي او د باچاخان د عدم تشدد پیغام کې د ټولو نېکمرغه راتلونکې نغښتې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement