د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

رستمي: هېواد کې ٤١زره پراختيايي پروژې پلې شوې دي

رستمي: هېواد کې ٤١زره پراختيايي پروژې پلې شوې دي

Oct 08, 2017 - 16:29

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٦): د کليو او پراختيا وزارت ويلي، چې په تېرو دريو کلونو کې ياد وزارت د ٩١٦ مليون ډالرو په لګښت نږدې ٤١ پراختيايي پروژې عملي کړې، خو لا هم د کليو او بانډو ٤٠ سلنه خلک د نښلوونکو لارو له اسانتيا محروم دي.

د کليو او پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې په يادو درېيو کلونو کې د ترانسپورټ، اوبو لګولو، برېښنا رسولو، ښوونې او روزنې، روغتيا، اوسېدو، د کليو پراختيا، د کليو د اقتصادي پرمختګ، ټولنيز خونديتوب، د سولې لپاره د کار موندنې، اوبو رسولو او د چاپېريال ساتنې په برخه کې ٤٠ زره او ٩٦٧ پروژې عملي شوې دي.

نوموړي د دغو ټولو پروژو ټوليز لګښت له ٩١٦ مليون ډالرو زيات وباله او زياته يې کړه، چې له دغو پروژو څخه د هېواد په ٣٤ ولايتونو، ٣٨١ ولسواليو، له ١٨ زره او ٦٠٠ زياتو کليو کې شاوخوا ١١ ميليونه او ٣٠٠ کليوال برخمن شوي دي.

د کليو او پراختيا وزارت وياند وويل، چې له ټولو عملي شوو پروژو شا وخوا اته زره پروژې، د سړک جوړونې دي.

د هغه په وينا، اوسمهال شا وخوا ٦٠ سلنه هېوادوال نښلېدونکو لارو ته لاسرسى لري او پاتې ٤٠ سلنه يې بيا له دې نعمت محروم دي، خو هڅه کېږي چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې دغه ستونزې تر يوه حده حل کړي.

نوموړي د ټولګټو پروژو د عملي کولو پر وړاندې عمده خنډ وسله وال مخالفين وبلل او ويې ويل، وسله وال هڅه کوي چې د دا ډول پروژو مخه ونيسي او له امله يې يو شمېر پروژې له عملي کېدو پاتې کېږي او د دوى دا ډول کړنې ښيي چې دوى نه يوازې د خلکو، بلکې د عامه ګټو د پروژو دښمنان هم دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement