د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ٣٦١ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسونې ١٥١پروژو تړون لاسليک شو

د ٣٦١ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسونې ١٥١پروژو تړون لاسليک شو

Nov 12, 2017 - 19:19

 کابل(پژواک،٢١لړم٩٦): د کليو د پراختيا او بيا رغونې وزارت له پراختيايي شوراګانو سره د ٣٦١ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسونې ١٥١پروژې لاسليک کړې.

ددغه وزارت سرپرست مجيب الرحمن کريمي د ياد شويو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې وويل چې په دغو پروژو کې د څاګانو کېندل، د اوبو رسونې د شبکو جوړول او د پاکو اوبو د زېرمو جوړېدل شامل دي.

هغه زياته کړه چې په کاپيسا، خوست، سرپل، جوزجان، بغلان، ميدان وردګو، فارياب، کابل، پروان، پنجشېر، بلخ او تخار ولايتونو کې د ٦١.٨ميليون افغانيو په ټوليز لګښت سره له ٢٣٧ډېر ژورې او د پاکو اوبو څاګانې کېندل کېږي.

 هغه زياته کړه چې په جوزجان، اروزګان، بادغيس، غور، نورستان، تخار، کندوز، ننګرهار، دايکنډي، فارياب، سمنګان،بلخ، سرپل، کونړ، پکتيا، بدخشان، کابل، کندهار، هرات، پکتيکا، لغمان او بغلان ولايتونو کې د ٣٠ميليون افغانيو په لګښت سره د اوبو رسونې ٧٢شبکې تطبيقېږي.

د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د امريکا د نړيوال انکشاف ادارې، يونيسف، سارک سازمان او افغان حکومت تمويلېږي.

هغه وويل چې د ياد شويو پروژو په تطبيق سره به ٣٣٦زره تنه له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

 په ورته وخت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق د پاکو اوبو د برخې مشر رولف لونډ جيک چې په دغو مراسمو کې يې شتون درلود وويل:" موږ په راتلونکې کال کې پاکو اوبو ته د ماشومانو او ميندو د لا ډېر لاس رسي په موخه د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت سره خپلې مرستې ١٠ميليون ډالره زياتوي؛ څو په ښوونځيو او روغتونونو کې هم خلکو ته پاکې اوبه برابرې شي."

 له بلې خوا، پراختيايي شوراګانې د کليوالو د ستونزو د حل او د ياد شويو تړونونو ترلاسه کولو څخه هرکلى کوي.

 د پکتيکا ولايت په مرکز کې د ملکانو د کلي د شورا مشر فتح خان چې ټاکل شوې ده د اوبو رسولو يوه شبکه دده د شورا له خوا جوړه شي وويل:" د دوى د اوبو رسونې شبکه  د پکتيکا ولايت د پوهنتون لپاره پاکې اوبه برابروي، ددغه شبکې په جوړېدو سره د پاکو اوبو له امله د استادانو او محصلينو ټولې ستونزې حل کېږي. "

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement