د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا پوهنتون ته د مرستو ټولولو ولسي کمپاين پيل شو

د پکتيا پوهنتون ته د مرستو ټولولو ولسي کمپاين پيل شو

Nov 12, 2017 - 15:03

ګردېز (پژواک،٢١ لړم ٩٦): پکتيا پوهنتون ته په وروستۍ لويه چاودنه کې ډېر زیان اوښتی چې د بیارغونې په موخه یې د ځوانانو له خوا د ولسي مرستو کمپاين پيل شو.

ياد کمپاين د تېرې ځوانانو ټولنې په نوښت پيل شوی چې د ګردېز ښار د ننوتو او وتو په دروازه کې له خلکو او موټر چلوونکو مرسته غواړي او هوډ لري چې دا لړۍ تر ښار او سوداګرو پورې وغځوي.

د يادې مدني ټولنې مشر احمدالله احمدي پژواک ته وویل چې له ياد کمپاين څخه يې يوه موخه خلکو ته له عامه او علمي ځايونو سره د خواخوږۍ او مرستې انګېزه ورکول او عامول دي.

احمدي وايي، غواړي له دې لارې لوړپوړو چارواکو او ادارو ته هم دا پيغام ورکړي چې د پکتيا اوسېدونکي له علم او پوهنې سره ځانګړې مينه لري.

نوموړي وويل تر اوسه يې شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ ټولې کړې دي او کمپاين لا هم روان دی.

ده زياته کړه: ((الحمدلله زموږ په خلکو کې له عملي ځايونو سره د مرستې انګېزه شته او لدې سره به لا پياوړې شي او مسولينو ته هم پيغام ورکوو چې له علم سره د خلکو مينې او قدر ته په کتو پاملرنه وکړي.))

د دې ټولنې غړي زر ولي خان چې عملاً له خلکو مرسته اخلي، وايي چې د تمې خلاف ورسره خلک ډېر اخلاص ښيي او پيسې ورکوي.

خان وويل چې ډېری موټر چلوونکو ته د شفافيت او هڅونې لپاره کوچنۍ پرچې هم ورکوې، چې پکې د پيسو اندازه او ملي شعارونه ليکل شوي دي.

دی وايي: ((تاسو باور وکړئ چې خلک د پوهنتون د نوم په اورېدو دومره مينه ښيي، چې انسان ته ډېره خوشالي او ښه احساس ورکوي؛ حتی هغه خلک هم مرسته کوي چې مزدورۍ ته روان دي، ډرېورانو ته د هغو په خوښه د لسو، شلو، پنځو يا سلو افغانيو رسيد پرچه ورکوو، خو ځينې نور بيا ډېره مرسته کوي.))

د پکتيا پوهنتون رييس دوکتور سيد ولي جلالزی وايي چې په دې ولايت کې د وروستې بريد له امله پوهنتون ته ١٨ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

جلالزي وويل چې اړوند وزارت ورته د ډېرو زيانمن شوو او اړينو ځايونو د بيارغونې لپاره اوسمهال يوازې اته ميليونه افغانۍ ورکړې دي چې تر نيمايي کم ځايونه پرې رغولی شي.

نوموړی د تېرې ځوانانو پر ياد اقدام خوښ دی او وايي تېر ته په کتو خلک له پوهنتون سره خواخوږي لري او دا ثابتوي چې له علمي او ښوونيزو ادارو سره همکار دي.

ده وويل: ((زه د ټول پوهنتون او وزارت په استازيتوب له دوی مننه کوم، دا واقعا لوی کار او په عين حال کې عالي پيغام لري؛ پوهنتون د ټولو ګډ علمي کور دی او په ټولو حق لري او دا حق پکتياوالو په ډېر ښه ډول ادا کړی دی.))

تېره مياشت وسله والو طالبانو د پکتيا پر امنيې قوماندانۍ بريد وکړ چې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه کسان په کې ووژل شول او د پوهنتون او امنيه قوماندانۍ ترڅنګ ډيرې نورې دولتي پکې ويجاړې شوې.

د يادونې ده، هر کال له پکتيا پوهنتون سره د مرستو اوونۍ اعلانېږي چې په کې عام خلک او سوداګر مرستې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement