د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان مړه او ٣٧ نور ټپيان شوي

پېښې

ارشيف

کندهار کې د موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان مړه او ٣٧ نور ټپيان شوي

Nov 13, 2017 - 10:01

کندهار ښار (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): په کندهار ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه کسان  مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشبخت د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کندهار- هرات پر لويه لاره د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د شاه اغا دورايي په څلورلاره کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې له هرات څخه کندهار ته روان يو ٣٠٣ موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله چپه شوى دى.

خوشبخت وايي چې په دې پېښه کې پنځه کسان مړه او ٣٧ نور ټپيان شوي او زیاتوي چې ټپيان ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ميرويس روغتون يوه نوکريوال ډاکتر پژواک ته وويل چې له ټپيانو څخه يې ٢٢ تنه تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او ١٥ نور اوس هم تر درملنې لاندې دي.

سرچينې د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د يادونې وړ ده، پر کابل - کندهار او کندهار - هرات لويه لاره ډېری وخت ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې له امله يې سلګونو هېوادوالو ته هر کال مرګ ژوبله اوړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement