د پاکستان راکټي بريدونه د زغم وړ ندي او په وړاندي ولاړ يو
د پاکستان راکټي بريدونه د زغم وړ ندي او په وړاندي ولاړ يو
دا خبرې نن په هلمند کي د مدني ټولنو همږغۍ مرکز مشرتابه، آجرائيه غړو او ځوانانو د کنړ په ولایت د پاکستان هيواد راکټي بريدونو په اړه مطبوعاتو ته وکړي.
د مطبوعاتي کانفرنس ګډونوالو ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او د حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره ددې بريدونو په وړاندي خپل دريځ اعلان کړي.
همدارنګه د کانفرانس ګډونوالو د پاکستان هيواد له خوا د ډيورنډ کرښې باندې اغزن تار تيريدو مخالفت وکړ او د دولت څخه يې د مخنیوي غوښتنه وکړل.
مدني ټولنو استازو او ځوانانو وویل، چمتو دي چي د خپل حکومت او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په څنګ کي د هيواد قلمرو او خلکو ساتنه وکړي.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ