د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عطاء محمد نور: په نظام کې دننه د پنځم ستون کسان په بريدونو کې لاس لري

عطاء محمد نور: په نظام کې دننه د پنځم ستون کسان په بريدونو کې لاس لري

Nov 16, 2017 - 19:08

کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د بلخ والي او د جمعيت اسلامي اجرايوي رييس عطاء محمد نور د کابل د ځانمرګي بريد د غندلو ترڅنګ وايي، دا ډول بريدونو کې په نظام کې دننه د پنځم ستون خلک لاس لري.

دا ځانمرګى بريد نن د لړم په ٢٥مه، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړونده د لب جر په سيمه کې د قصر نوين په نامه د ودونو د سالون مخې ته شوى، چېرته چې د بلخ د والي او جمعيت ګوند اجرايي مشر عطاء محمد نور پر پلوۍ غونډه روانه وه او د غونډې ګډونوال له هوټل څخه د راوتو په حال کې وو.

نور د دې پېښې په اړه په خپل پيغام کې ويلي، د دا ډول بريدونو ريښې په کابل کې له ځينو کړيو سره تړاو لري.

هغه زياته کړه، د کابل پر جنبش رستاخېز، جنبش روشنايي او د سالم ايزيديار پر جنازې بريدونه د دې لړۍ کړۍ وه.

د ده په وينا، په کابل کې د نن ورځې غونډه کوم سياسي او يا نظامي اړخ نه درلود او نه هم د دښمن پر ضد کومه طرحه جوړېدله.

 د بلخ والي ادعا کړې ده، په دې ډول بريدونو کې په نظام کې دننه ځينې کسان چې ورته پنځم ستون ويل کېږي، لاس لري.

خو هغه د چا نوم وانخيست.

دى وايي، هغه کسان چې له راتلونکو ټانکو څخه په وېره کې دي، دا ډول پېښو کې لاس لري، خو دوى به هېڅکله دې ته تسليم نه شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement