د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د ولايتونو د پوهنې رياستونه دې غير سياسي وي

ولسمشر غني: د ولايتونو د پوهنې رياستونه دې غير سياسي وي

Nov 16, 2017 - 20:13

کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٦): ولسمشر غني وايي، تعليمي نصاب هراړخيزې بيا کتنې ته اړتيا لري او متخصص تيمونه دې پرې کار وکړي.

نوموړي دغه خبرې د ده په مشرۍ د بشري قوا عالي شورا غونډه کې چې نن مازیګر په ارګ کې جوړه شوه، کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست او د عمومي زده کړو معین ډاکتر محمد ابراهیم شینواري د پوهنې وزارت د اساسي دندو او حمایتونو په اړه د دې وزارت پېشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي د باکیفیته تعلیمي خدماتو د اساسي عناصرو، د تعلیمي خدمتونو د پړاوونو او وړاندې کولو د لارو، د زده کړې د نتیجې او مسلکي پرمختګ، د پوهنې وزارت د رهبرۍ او ولایتي سطحو د دندو، د ولایتي، ولسوالۍ او ښوونځیو کچو د اصلي کاري محورونو او د صلاحیتونو د تفکیک په اړه معلومات ورکړل.

دغه راز شینواري د بشري سرچېنو د انکشاف، د ښوونځیو د جوړولو، تهیه او تدارکاتو، د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ د زېربنا جوړولو، مالي مدیریت، معاشاتو، خدماتو او امنیت، املاکو، د معلمۍ له خدمت د مخه روزنې، د پوهنې ادارې د معلوماتي سیستم، د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د روغتیایي خدمتونو، د درسي کتابونو د چاپ او د برنامو د څارنې او ارزونې په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د دې طرحې د بېلابېلو اړخونو د ارزونې په موخه یې د مسلکي ټیم د ټاکلو په اړه خپل وړاندېزونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل.

ورپسې عبداللطیف روشان، عبدالسلام رحیمي، رحیل فرملي، اصیلا وردګ، عبدالمتین بیګ، محمد محق، اسدالله غضنفر، حبیبي، مېرمن سرابي، عثماني او احمد جاوید رسولي د ټکنالوژۍ له لارې د څارنې، د پوهنې د کیفیت د لوړولو، له پوهنې وزارت څخه د چارو د تمرکز کمولو، په استخدام کې د روڼتیا، د پوهنې او لوړو زده کړو د نصاب ترمنځ د منطقي اړیکو او د فارغانو د اسنادو د جعل د مخنیوي په اړه خپل نظریات او وړاندېزونه په مفصل ډول غونډې ته وړاندې کړل.

وروسته جمهور رئیس غني له ډاکټرمحمد ابراهیم شینواري څخه د یادې طرحې له امله مننه وکړه، وې ویل، پوهنې وزات هراړخیزه او بنیادي اصلاحاتو ته اړتیا لري او د بشري قوا عالي شورا په ډېرو غونډو کې به زیات بحثونه ورباندې وشي.

ده څرګنده کړه، د پوهنې وزارت د کار اساس باید پر باکفیته او عامه زده کړو وي.

هغه زیاته کړه تعلیمي نصاب هراړخېزې بیاکتنې ته اړتیا لري او متخصص ټیمونه دې پرې کار وکړي، دغه راز دې په دې اړه د مدني بنسټونو لیدلوري هم واخیستل شي.

د نوموړي په وينا، د ولایتونو د پوهنې ریاستونه دې غیرسیاسي او د پوهنې په خدمت کې وي او سیمه ییز مسوولین باید د پوهنې په چارو کې مداخله ونه کړي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ چې د تعلیمي نصاب د بډاینې په برخه کې دې د ښځو لیدلوری هم واخیستل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement