د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کرزي له پاکستانه د راکټي بريدونو د ژر تر ژره درولو غوښتنه وکړه

کرزي له پاکستانه د راکټي بريدونو د ژر تر ژره درولو غوښتنه وکړه

Nov 16, 2017 - 20:05

کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٦): مخکيني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه غوښتي چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې راکټي بريدونه ژر تر ژره ودروي.

د ده له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزى د ‌‌‌‌‌‌ډیورند کرښې له هغې غاړې د پاکستاني پوځیانو له خوا په کونړ ولایت توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندي او پر پاکستان غږ کوي چې ژر تر ژره دغه بريدونه ودروي.

ده ويلي، کوم حالات چې د امریکا د حضور او چلند له وجهى پر افغاستان تحمیل شوي، د افغانانو ضعف تلقي نه کړي، بلکې تاریخ ښودلې چې په دغه شان حالاتو کې د افغانستان د خلکو ملي اراده او احساسات تر بل هر وخت بیدار او حساس وي.

هغه زياته کړې، پاکستان او نور بهرنیان باید په دې پوه شي چې افغانانو تل د خپل هېواد ساتنه کړې او په وار وار د پردیو له خوا راته جوړ شوي سختو او کړکېچنو حالاتو څخه بریالي راوتلي دي.

کرزي د دې ترڅنګ چې له پاکستانه غوښتي چې اينده نګر وي، ويلي: "پاکستان دې له افغانانو سره د یوه ورور او دوست ملت په توګه باعزته چلند وکړي او له افغانستان او هغو هېوادونو سره، چې په سیمه کې سوله او ثبات غواړي، صادقانه همکاري وکړي."

د کونړ امنيه قومندان پاسوال جمه ګل همت، تېره ورځ (د لړم ٢٤مه) پژواک اژانس ته ويلي و چې پاکستان په تېرو درېيو ورځو کې پر کونړ څه باندې ١٠٠٠ توغندي توغولي دي.

ده زياته کړې وه، په دغو بريدونو کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي، درې کورونه ړنګ شوي او له يادو ولسواليو څخه نږدې ٢٥٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement